افغانستان

حکومت د مسکو ناستې په اړه د سولې شورا څرګندونې رد کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۹لړم، ۱۳۹۷ل): څو ورځې وړاندې د روسيې بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې د طالبانو په ګډون به مسکو کې د افغان سولې ناسته راتلونکې پنجشنبه (سبا، ۱۰لړم) ترسره شي.

دوه ورځې وړاندې د سولې شورا غړي دین محمد هم د دې ناستې په اړه څرګندونې وکړې، ويې ویل چې د روانې اوونۍ تر پای ته رسېدو وړاندې به دغه غونډه جوړه شي.

تازه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سولې شورا د څرګندونو پر خلاف وايي، د مسکو ناستې د څرنګوالي په اړه له روسيې سره توافق ته نه دي رسېدلي، خو تر بحث لاندې موضوع ده.

د دې وزارت ویاند صبغت احمدي وايي، دا د بحث وړ موضوع ده، خو تر اوسه يې د جوړېدو او څرنګوالي په اړه توافق نه دی شوی.

هغه له ازادي راډيو سره په خبرو کې نه دي ويلي، چې له روسيې سره يې د غونډې اړوند د جوړېدو مخالفت پر کومو موضوعاتو دی.

وړاندې د تېرې میلادي میاشتې په لومړیو کې د مسکو ناستې لپاره طالبانو هم د ګډون هوکړه وکړه، خو د امریکا له انکار وروسته افغان حکومت هم وړاندیز وکړ، چې غونډه باید وځنډول شي.

تر دې وړاندې هم ګډ حکومت د سولې اړوند پر واحد دریځ نه لرلو، تورن شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

څنګه چي په دې وروستيو کي د افغانستان د سولي په اړه ټرمپ د امريکې د سولي نه خوښوونکو دولتي او نظامي چارواکو او د ګډ حکومت څخه ( چي اصلاً يې د سولي اراده نه درلوده) واک سلب کړ او په دې اړه يې صلاحيت خليلزاد ته وسپاره او اوس ګوډاکی حکومت او امريکايي پوځيان خپلي ګټي او غلا او ښکاره او ډول ډول امتيازونه په خطر کي وينی، ځکه نو د ګډ حکومت او امريکايي پوځيانو د سولي د دغي پروسې د سبوتاژولو په موخه پر ملکيانو بې رحمانه بمبارۍ او بريدونه پیل کړي دي او د ماسکو… نور لوستل »

جميل

ودي خوارکي غلامانو ته د شرکت لپاره تر اوسه د بادار له خوا د ولاړشه ويا مه ځه څه ندي ويل شوي کنه دوی به ويلي وای چي شرکت پکي کوي که نه،دا بيچارګان پخپله هم نه په پوهيږي .

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x