طالبان: روزګان کې ملکيان نه؛ اربکيان وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۹لړم، ۱۳۹۷ل): طالبانو د روزګان په خاص روزګان ولسوالۍ کې د ولس او طالبانو پر وړاندې د اربکیانو جګړه کې د ملکي مرګ‌ژوبلې خبرونه بې اساسه بولي.

دغه جګړه کې د څلورو مشهورو قومندانانو او د حکیم شجاعي د مرستیال په ګډون شاوخوا ۳۰ تنه اربکیان وژل شوي دي.

د مشرانو جرګې د شکایتونو اورېدو کمیسیون مشر حنیف حنفي وايي روزګان کې ځايي خلکو د طالبانو په ملاتړ د اربکیانو پر ضد وسله اخیستې.

حنفي چې ځايي اربکیان «نامسؤله وسله‌وال» بولي وايي، د خاص روزګان ولسوالۍ په کندلانو کې وروسته له هغه خلک مسلح د طالبانو تر څنګ ودرېدل، چې د حکیم شجاعي کسانو هغه مېرمن چې د دوی ساحې ته ور تښتېدلې وه او بېرته کورته راوستل شوې وه، په زور یو ځل بیا له ځان سره وړله.

د روزګان د امنیت امر عبدالقوي هم ورته څګرګندونې لري، هغه امریکا غږ ته ويلي، خلکو له طالبانو سره لاس یو کړی او له سیمې د شجاعي ټوپکیان شړي.

طالبان وايي مشهور جګړه مار حکیم شجاعي مرګونی ټپي شوی، خو د مړینې په اړه يې ډاډمنې څرګندونې نه‌شي کولی.

دوی په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې جګړه کې د قومندان عبدالله ملک، قومندان کمر، قومندان علي خان، قوعمندان عبدالخاق او د حکیم شجاعي مرستیال فکور هم وژل شوي دي.

افغان حکومت وايي ګڼو مېرمنو او ماشومانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې، خو طالبان وايي دا دعوه حقیقت نه لري.

«دا چې د ګوډاګۍ ادارې له لوري ځینو رسنیو ته ویل شوي چې په جګړه کې د مجاهدینو له لوري ښځې او ماشومان شهیدان شوي هیڅ حقیقت نه لري وژل شوي ټول اربکیان اوعسکر دي چې د غرونو په سرونو کې وژل شوي او وسله ورسره وه.»

ځايي سرچینې وايي چې د خاص روزګان په کندلان او جنګه ريغ سیمو کې لا هم جګړه روانه ده.

avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

کفر کوم کنځل نه دی حق پتولو ته وایی ، دروغ هم د کفر مترادف کلیمه ده د حق پتولو د پاره ویل کیږی یعنی دروغجن ته که کافر هم وویل شی ناسمه به نه وی دا چه دروغجنو ته کافر نه ویل کیږی د دروغو کچی پوری اړه لری که کوچنی یا ساده دروغ وی دروغچن مګر که د د کفارو د ګټو خوندی کولو د پاره د مجاهدینو په ضد دغسی ښکرور دروغ وایی که تر کفر هم زیات نه دی کم هم نه دی . تر دی غلامی اداری د مخه کمونستی غلامه اداره وه د روسانو… نور لوستل »

حاجی اتانچی
میلمه
حاجی اتانچی

بیانزی صاحب،په قران مجید کی درواغجن ته کذاب (درواغژن)وییل شوی ،او کافر ته کافر،په قران شریف او او احادیثو کی په دروغجن د کافر حکم نه دی صادر شوی،دروغژن په کبیره ګناه حساب کیدای شی،او نه په کفر کی.نوی نوی فتوا ګانی مه راوباسه،په خپله ځان کفر ته وباسی،
په ډیر درنښت د مولوی صاحب همت څخه هیله کوم چه په دا مسله موږ ته رڼا واچوی،چه ایا دروغژن مسلمان ،کافر ګڼل کیدای شی؟