افغانستان

والي: پر غزني د طالبانو کړۍ ورځ په ورځ تنګېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۹لړم، ۱۳۹۷ل): د غزني والي وايي د واکمنۍ پر ساحه يې د طالبانو کړۍ ورځ پر ورځ را تنګېږي او حالات ترېنګلي کېږي.

هغه چې د نوي امنیه قومندان جنرال داود تره خېل د معرفۍ په مراسمو کې خبرې کولې، له هغه هیله وکړه چې ګړندي ګامونه واخلي.

وحیدالله کلیمزي وویل، جګړه تونده شوې، امنیتي ځواکونه ورځ تر بلې شاته راځي او طالبان د حکومت لمن را ټولوي.

Wahid-Kalimzay
د غزني والي، وحیدالله کلیمزی

د غزني ښار ګڼې ولسوالۍ سقوط او د ځينو یوازې مرکزونه د طالبانو تر محاصرې لاندې د حکومت په لاس کې دي.

د ښار اوسېدونکي وايي چې طالبان د ښار په څنډو کې بشپړ واک لري او حکومت یوازې تر سیمټي دېوالونو او پوځي مرکزونو را محدود شوی دی.

وړمه ورځ (دوشنبه، ۷لړم) په ولسي جرګه کې د غزني استازو د دې ولایت د بیا سقوط وېره ښکاره کړه او پر حکومت يې د اقدام کولو غږ وکړ.

په ولسي جرګه کې د غزني استازي عبدالقيوم سجادي وويل چې موږ يو ځل بيا په امنيتي مسؤلينو غږ کوو چې د غزني قضيې په اړه مسؤلانه اقدام وکړي او حکومت دې دا مسئله نه پټوي او که چېرې حکومت دا مسئله پټوي غلطي کوي.

غزني شاوخوا دوه میاشتې وړاندې اګسټ میاشت کې هم طالبانو د سقوط پر ژۍ ودراوه او پوره اوونۍ يې د ښار منځ کې امنیه قومندانۍ او ولایت مقام تر محاصرې لاندې وساته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x