افغانستان

طالبانو قطر کې د نویو غړو ټاکل تایید کړل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۹لړم، ۱۳۹۷ل): طالبانو د قطر دفتر کې له ګوانتنامو ازاد شوي مشران د سیاسي دفتر غړي ټاکلي دي.

طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دې خبر پخلی وکړ او لیکلي يې دي، چې نوي غړي د دفتر نورو غړو ته د شیر محمد عباس ستانکزي له لوري ور وپېژندل شول.

ملا فضل محمد مظلوم، ملا خیر الله خیرخواه ، ملا نور الله نوري، ملا عبدالحق وثیق او مولوي محمد نبي عمري د طالبانو د امیر (شیخ هبت الله اخندزاده) په امر د سیاسي دفتر په اعضاوو کې شامل شوي دي.

یاد طالب مشران په ۲۰۱۴ کال د یوه امریکايي بندي عسکر (بو برګډال) سره د تبادلې په پایله کې له ګوانتنامو زندان څخه ازاد او له هغه وخته تر اوسه پورې په قطر هیواد کې میشت دي.

د شنونکو په باور د سیاسي دفتر د غړو په توګه د یادو پنځو مهمو طالب مشرانو د ټاکلو اقدام د سولې او مذاکراتو په برخه کې د طالبانو د جدیت ښکارندويي څرګندوي او ښيي چې طالبان له امریکایانو سره د مذاکراتو راتلونکې مرحلې لپاره چمتووالی نیسي.

تر دې وړاندې طالبانو د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د خبرو اړوند تایید کې ویلي و، دواړو خواوو د دوام ټینګار کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سینځله،پښتون

طالیبانو ورڼو زموږ یوازنی هیله دا ده چه تاسو عملا د سوله په باره کی د زړه له اخلاصه اقدام او عمل وکړی،او ګړندی ګامونه پورته کړی،ملت د جنګ وس نور نه لری،هر څوک چه د قطر دفتر کی مقړر کوی موږ ته مهم نه دی،موږته سوله او د جنګ دریدل مهم دی،نور جنګ موږ نه غواړو،

الحاج استاذ بیانزی

سینځلی خوری ! افغانستان ځانله د طالبانو نه بلکه زمونږ د ټولو ګډ ټاټوبی چه د امریکا په مشری د ۴۸ وحشی لویانو له خوا په ډیر وحشت اشغال شوی ، میرمنی مو بی عفته او له بی عفتۍ وروسته وژل کیږی ، څلور میلونه یی راله په نشه توکو روږد کړی نیم مړه او نیم ژوندی د نورو د اوږو بار دی زمونږ د زمکی اندی او باندی زیرمی لوټ کوی هره ورځ که ټول مرګونه چه د دوی له لاسه په جلا جلا وسیلو او سببو وژل کیږی وشمیرو هره ورخ لږ تر لږه سل کسه مری او… نور لوستل »

سینځله،پښتون

بیانزی صاحب،زما غوښتنه له محترمو طلبا کرامو څخه ده،زه تاسو محترم کومه هیله او امید نه لرم،ځکه چه زما څخه ته ډیر بی وسه،بی کسه،مسافر په ډیر لیری وطن کی پروت یی،که چیری جنګ بند شی ته به هم خپل وطن دیدن وکړی ،مسافری څخه به خلاص شی،که هر څومره په لیری او ښایسته ملک کی اوسی،نو بیا هم خپل وطن خپل دی،که ته دلته راشی یو څه وخت افغانستان کی تیر کړی بیا ته به هم نعری وکړی چه جنګ بس دی،زموږ په کور کی خو سړی مجلس سره کوی وایی چه دا جنګ په دین پوری کومه اړه… نور لوستل »

حاجی اتانچی

بیانزی صاحب،سینځله ته هم خور وییلی.او بله خوا د تهدید کړی ده،ایا خپله خور څوک تهدید کوی؟ایاخپلی خور ته څوک داسی وایی چه دا ولیکه کنه د دولت ډالر درکړی؟له د نه معلومیږی چه پخوانی نجیب وخت کی د خاد کی کار کړی،په زور اقرار اخلی،

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x