دیني، سیرت او تاریخ

معاملات – خنثی (نرښځی)/ ۲۵مه برخه

سرمؤلف استاذ عنایت الله عادل

خنثی (نرښځی)

په اسلامي شريعت کې په ډېرو ځايونو کې د ښځو احکام د نارينه و د احکامو سره توپير لري، په دې بنسټ د نارينه و او ښځينه و پېژندل او جلا کول ضروري دي، خنثی مشکل هغه انسان دی چې په يو جنس کې هم نه شمېرل کيږي.

که نوی پيدا شوی کوچنی ښځينه او نارينه دواړه تناسلي آلې ولري نو خنثی بلل کيږي، که له نارينه تناسلي آلې څخه يې ميتيازې کولې نو هلک دی او که له ښځينه تناسلي آلې څخه يې ميتيازې کولې نو نجلۍ ده.

که له دواړو يې کولې نو له (هرې) يوې (آلې) څخه چې مخکې راوتلې هماغه (جنس) ګڼل کيږي، که له دواړو (آلو) څخه په يوه وخت راوتلې نو د امام ابوحنيفه په نظر ډېروالی اعتبار نه لري خو امام ابويوسف او امام محمد وايي: له کومې چې ډېرې راوتلې هماغه جنس ګڼل کيږي.

که نرښځی بالغ شي او ږېره يې راشي يا د ښځې سره په جماع کولو قادر شي سړی دی.

که د ښځو په څېر يې تيونه راووتل يا يې له تيونو شېدې راووتلې، يا حيض پرې راغی، يا يې حمل واخيست يا د فرج له لارې ورسره جماع کول ممکن شول نو ښځه ده.

که دا يوه نښه هم پکې ونه ليدل شوه نو خنثی مشکل دی.

خنثی مشکل به د جماعت په لمانځه کې د ښځو او نارینه و د صفونو تر منځ (په مستقل صف کې) دريږي.

که يې مال درلود له مال څخه به ورته وينزه په بيعه اخيستل کيږي چې سنت يې کړي. که يې مال نه درلود حاکم به د بيت المال له پيسو څخه ورته وينزه په بيعه واخلي چې سنت يې کړي، کله يې چې سنت کړ وينزه به بېرته وپلوري او پيسې به يې بيت المال ته ورکړي.

که د خنثی مشکل پلار مړ شي، يو زوی او يو خنثی مشکل ورڅخه پاتې شي د امام ابوحنيفه په نظر مال يې درې برخې کيږي، زوی دوه برخې اخلي او خنثی مشکل يوه برخه. د هغه (امام ابوحنيفه) په نظر خنثی د لور په حکم کې دی مګر دا چې بل ډول ثابته شي نو د هغې پيروي کيږي.

امام ابويوسف او امام محمد وايي: خنثی ته د نارينه د نيم ميراث او د ښځې د نيم ميراث (مجموعه) ده، دا د امام شعبي وينا ده. دواړه امامان د هغه د وينا په قياس کې اختلاف لري، امام ابويوسف وايي: ميراث اوه برخې کيږي، زوی ته څلور برخې او خنثی ته درې برخې. امام محمد وايي: مال د دواړو تر منځ دولس برخې کيږي، زوی ته اوه برخې او خنثی ته پنځه.

شرح

د خنثی پېژندنه: خنثی (نرښځی) هغه انسان ته ويل کيږي چې د نارينه او ښځينه دواړو جنسونو تناسلې آلې (ذکر او فرج) ولري. د دوی په اړه کوښښ کيږي چې د نښو او علامو له لارې يې پېژندنه وشي او د يوه انساني جنس پورې وتړل شي، خو که د نرتوب او ښځېتوب نښې او علامې پکې په برابره توګه موجودې وي نو خنثی مشکل بلل کيږي او جلا احکام لري.

د نرتوب نښې: که خنثی ذکر او فرج دواړه ولري نو د لاندې نښو په درلودو سره نر ګڼل کيږي.

1- د خنثی بول (تشې ميتيازې) د نارينه تناسلي آلې (ذکر) له لارې راوتل.

2- له دواړو لارو راوتلو په صورت کې د نارينه تناسلې آلې له لارې لومړی راوتل.

د امام ابويوسف او امام محمد په نظر که له يوې لارې زياتې او له بلې لارې کمې راوتلې نو زياتو ته اعتبار ورکول کيږي، يعنې که له ذکر څخه ډېرې راوتلې نو نارينه او که له فرج څخه زياتې راوتلې نو ښځينه بلل کيږي، خو امام ابوحنيفه دا ډېروالی معتبر نه ګڼي.

3- له بلوغ وروسته ږيره راتلل.

4- د ښځې سره په جماع کولو توانېدل.

د ښځېتوب نښې: د لاندې نښو د درلودلو په صورت کې خنثی ښځه ګڼل کيږي:

1- د ښځو په څېر د تيونو راوتل.

2- له تيونو راوتلو پرته له هغوی شېدې راوتل.

3- د حيض راتګ.

4- د حمل اخيستل يا اميدواره کېدل.

5- د فرج له لارې ورسره د جماع کولو امکان پيدا کېدل.

که د ښځو او نارينه و پورتنۍ نښې پکې ونه موندل شوې نو خنثی مشکل بلل کيږي او جلا احکام لري. د خنثی په اړه د فقهاوو نظر دا دی چې په هر حکم کې چې زيات احتياط و په همغه حکم عمل کيږي چې په لاندې ډول دي:

په جماعت کې لمونځ: د جماعت په لمانځه کې به د ښځو او نارينه وو تر منځ په جلا صف کې دريږي، ځکه که د سړو په صف کې ودريږي نو په دې احتمال چې ښځه ده په خوا کې د ولاړ سړي لمونځ فاسدوي او که د ښځو په صف کې ودريږي نو په دې احتمال چې سړی دی د ده لمونځ فاسديږي.

ختنه (سنتول): په دې بنسټ چې خنثی د نارينتوب او ښځيتوب دواړو احتمال لري نارينه او ښځې دواړه نشي کولای چې د هغه عورت وويني او سنت (ختنه) يې کړي. په دې بنسټ که مال يې درلود له مال څخه به يې وينزه په پيسو واخيستل شي او هغه به يې سنت کړي، ځکه وينزې ته روا دي چې د خپل بادار عورت ته وګوري. دا په هغه صورت کې چې خنثی مشکل بالغ وي که کوچنی و سړي او ښځې دواړه يې ختنه کولای شي. که يې مال نه درلود سنتول يې په بيت المال (حکومت) دي.

د ميراث حکمونه: د امام ابوحنيفه په نظر خنثی مشکل ته د نر او ښځې له برخو څخه هغه برخه ورکول کيږي چې کمه وي، يعنې خنثی مشکل به لومړی نر او بيا ښځه فرض شي، په هر حالت کې چې ورته کم مال رسېده ، د همغه حال ميراث به ورکول کيږي.

امام ابويوسف او امام محمد د خنثی مشکل په ميراث کې د امام شعبي نظر اخيستی خو د هغې په تفسير کې يې اختلاف کړی او په لاندې ډول شرح کيږي:

امام ابويوسف وايي چې که زوی يوازې وي ټولې څلور برخې وړي او که لور يوازې وي دوه برخې وړي. نو خنثی به لومړی د زوی د برخې نيمه (دوه برخې) او بيا به د لور د برخې نيمه (يوه برخه) واخلي چې ټولې درې برخې کيږي.

امام محمد وايي: خنثی به له دولسو برخو، پنځه برخې اخلي، ځکه که نر وای شپږ برخې يې کېدې او که ښځه وای څلور برخې يې کېدې، اوس يې د شپږو نيمې (درې) او د څلورو نيمې (دوه) کيږي چې مجموعا پنځه شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x