دیني، سیرت او تاریخ

معاملات – لقيط/ ۲۴مه برخه

سرمؤلف استاذ عنایت الله عادل

له ځمکې پورته شوی (موندل) شوی کوچنی آزاد مسلمان ګڼل کيږي او نفقه يې پر بيت المال ده، چا چې پورته کړ، بل څوک يې ورڅخه نشي اخيستلای، که چا دعوه وکړه چې (موندل شوی) د هغه زوی دی، خبره يې معتبره ده، که دوو کسانو يې د زویتوب دعوه وکړه او يوه يې د بدن کومه نښه په ګوته کړه نو هغه د لومړيتوب حق لري.

که د مسلمانانو په کوم ښار يا کلي کې لقيط وموندل شي او ذمي يې د زوی والي دعوه وکړي نسب يې له ذمي څخه ثابتيږي او کوچنی مسلمان شمېرل کيږي خو که د ذميانو په کلي يا د يهودانو او مسيحيانو په عبادت ځای کې وموندل شي نو ذمي شمېرل کيږي.

که چا دعوه وکړه چې موندل شوی کوچنی يې مريی دی خبره يې نه منل کيږي او کوچنی آزاد دی، که مريی دعوه وکړه چې دی يې زوی دی، نسب يې ورڅخه ثابتيږي او کوچنی آزاد دی.

که د موندل شوي کوچني سره تړلی مال هم وموندل شي د کوچني شمېرل کيږي.

موندونکي ته د موندل شوي په نکاح ورکول او د هغه په مال کې تصرف کول روا نه دي. موندونکی د موندل شوي لپاره بخشش قبض کولای شي، په صنعت او مزدورۍ کې يې ګومارلی شي.

شرح

د لقيط تعريف: (لقيط) له (لَقَْطٌ) څخه اخيستل شوی، د (لقط) معنا ده: له ځمکې پورته کول. د فقهې په اصطلاح کې لقيط هغه ژوندي کوچني ته ويل کيږي چې کورنۍ يې د لوږې يا شرم له وېرې بهر غورځولی وي.

د لقيط د پورته کولو حکم: که لقيط په داسې ځای کې وموندل شي چې د مړينې خطر يې موجود وي نو پورته کول يې واجب دي، ځکه له مرګ څخه د انسان ژغورنه واجب ده خو که لقيط په داسې ځای کې وموندل شو چې د مرګ وېره يې نه وه، بيا يې راپورته کول مستحب دي.

لقيط په ټولو احکامو کې د آزدا انسان حيثيت لري که څه هم کوم مريی يې د زوی والي دعوه وکړي او ومنل شي، همدا راز که څوک يې د مرييتوب دعوه وکړي نو دعوه يې باطله ده، دا ځکه چې اصل په انسانانو کې حريت او آزادي ده او داراسلام هم د حريت دار دی.

د لقيط دين: که لقيط د مسلمانانو په کلي کې وموندل شي د اسلام احکام ورباندې تطبيقيږي څرنګه چې په اسلام کې د هغه ګټه ده نو د لقيط ګټه په پام کې نيول کيږي او مسلمان شمېرل کيږي که څه هم کوم ذمي راپورته کړی وي. البته که د ذميانو په کلي يا عبادت ځای کې وموندل شي نو ذمي ګڼل کيږي، يعنې د موندل کېدو ځای معتبر دی.

د لقيط نسب: که څوک د لقيط د زوی والي دعوه وکړي، دعوه يې منل کيږي که څه هم ذمي يې د نسب دعوه وکړي، ځکه چې لقيط نسب ته اړتيا لري او د زوی ولۍ په دعوه کې د لقيط ګټه ده.

که دوه کسان د لقيط د نسب دعوه وکړي نو هر يوه چې دعوه مخکې کړې وي د هغه دعوه منل کيږي، که يوه تن يې داسې نښه او قرينه وړاندې کړه چې د هغه په پلارتوب يې دلالت کاوه نو دی د لقيط په پلارتوب کې د لومړيتوب حق لري. که څوک د لقيط په پلارتوب شاهدان تېر کړي نسب يې له هماغه ثابتيږي.

لقيط چې چا وموندلو د هغه دی او بل څوک يې ورڅخه نشي اخيستلی.

د لقيط نفقه: که له موندل شوي کوچني سره مال نه و، د ده لګښت په بيت المال دی، ځکه ميراث يې د مسلمانانو دی نو پکار ده چې نفقه يې هم د دوی له مالونو څخه ورکړل شي او د مسلمانانو مشترکه خزانه بيت المال دی.

د لقيط سرپرست نشي کولای چې لقيط چا ته په نکاح ورکړي. سرپرست د لقيط په مال او نفس کې د تصرف کولو واک نه لري او يوازې حاکم کولای شي چې په نکاح يې ورکړي، البته هغه د کوم کسب لکه ترکاڼۍ، خياطۍ، مزدورۍ او داسې نورو کارونو باندې ګومارلی شي چې لقيط ته ګټه رسوي.

لقطه

ډېر ځلې موږ په لارو کې د خلکو ورک شوي شيان لکه پيسې او نور مالونه مومو. يو شمېر خلک دا ورک شوي شيان د ځان لپاره حلال ګڼي او په خپل ځان يې مصرفوي.

لقطه هغه وخت امانت دی چې اخيستونکی يې په دې شاهد ونيسي چې د ساتنې لپاره يې اخلي او څښتن ته يې سپاري، که له لسو درهمو څخه کمې وې څو ورځې به يې اعلان کوي او که له لسو زياتې وې يو کال به يې اعلان کوي.

که څښتن يې راغی (هغه ته به يې وسپاري) که نه خيرات به يې کړي، که څښتن يې راغی او اخيستونکي خيرات کړې وې نو اختيار لري چې خيراتول يې تائيدوي او که له اخيستونکي څخه قيمت اخلي.

د پسه، غوا او اوښ اخيستل روا دي، که اخيستونکي د حاکم له اجازې پرته ورباندې مصرف وکړ نو مصرف يې خيرات دی، که د حاکم په اجازه يې ورباندې مصرف وکړ بيا د (لقطې) پر څښتن پور دی.

که (د پورته شوي څاروي) موضوع حاکم ته وړاندې شي هغه به پرې فکر وکړي، که څاروي ګټه کوله په مزدورۍ به يې ورکړي او له هغې به ورباندې مصرف کوي، که ګټه يې نه کوله او له دې وېرېده چې په مصرف کې به لاړه شي نو وبه يې پلوري او د پيسو په ساتلو به يې امر وکړي. که مصلحت په دې کې و چې مصرف ورباندې وکړي نو اخيستونکي ته به (د مصرف) اجازه وکړي او مصرف به يې په څښتن پور وي، کله يې چې څښتن راشي موندونکی حق لري چې د مصرف تر اخيستلو يې ورڅخه ايساره کړي.

د حل او حرم لقطې يو برابر دي.

که يو سړی راشي او د لقطې د ملکيت دعوه وکړي تر هغې به نه ورکول کيږي چې شاهدان يې نه وي تېر کړي، که يې د لقطې نښې وويلې اخيستونکي ته روا دي چې وريې کړي خو په قضا کې نه پرې مجبورول کيږي.

لقطه به په غنيانو نه صدقه کوي، که پورته کوونکی غني و، ورڅخه ګټه اخيستل ورته روا نه دي او که فقير و پروا نشته چې ګټه ترې واخلي، که دی غني و خو پلار، زوی، مور يا مېرمن يې فقيران وو نو په هغوی يې خيراتول روا دي.

شرح

د لقيط تعريف: لقيط هغه مال ته ويل کيږي چې په لاره کې وموندل شي او واخيستل شي او څښتن يې معلوم نه وي.

د لقطې د راپورته کولو حکم: که پورته کوونکی په دې باور و چې له راخيستو پرته به له منځه ولاړ او يا د داسې شخص لاس ته وغورځيږي چې څښتن ته يې نه ورکوي نو راپورته کول يې واجب دي، خو که له ضايع کېدو يې ډاډه و نو راپورته کول يې مباح دي.

که يې نيت څښتن ته رسول نه بلکې د خپل ځان لپاره اخيستل و نو پورته کول يې روا نه دي.

د ميندنې په مهال شاهد نيول: د لقطې پر پورته کوونکي لازم دي چې د امکان په صورت کې د پورته کولو په مهال شاهد ونيسي، که يې شاهد ونيولو او لقطه هلاکه شوه نو ضامن نه دی، که پورته کوونکي په دې اقرار وکړ چې د ځان لپاره مې پورته کړه او لقطه هلاکه شي ضامن دی.

د څېروونکو ځناورو او ورکېدو له وېرې پسه، غوا او اوښ د لقيط په توګه رانيول روا دي. که د څارويو رانيوونکی په خپل سر څارويو ته خوراک ورکړي او مصرف ورباندې وکړي د څښتن د راتلو په صورت کې له هغه څخه مصرف نشي اخيستلی خو که د حاکم په امر يې خوراک ورکړی و او مصرف يې ورباندې کړی و نو د څارويو له څښتن څخه بدل اخيستلی شي.

د څارويو په اړه د حاکم پرېکړې: که د څاروي د موندل کېدو موضوع حاکم ته وړاندې شي نو درې لارې دي:

1-که څاروی د مزدورۍ وړ وي، حاکم به ورته امر وکړي چې په مزدورۍ يې ورکړي او له هغې ورباندې نفقه وکړي.

2- که څاروی د مزدورۍ وړ نه وي او په هغه باندې په خوراک او مصرف کولو کې د دې وېره وي چې د څاروي قيمت به په مصرف کې له منځه ولاړ شي نو حاکم يې پلوري او د پيسو په ساتلو يې امر ورته کوي.

3- که حاکم ته دا مصلحت ښکاره شي چې لقطه وساتل شي، خوراک ورکړل شي او کله چې يې څښتن راشي د خوراک مصرف تاديه کړي. دا درې واړه لارې جايزې دي.

څښتن ته د لقطې سپارل: کله چې څوک راشي او د لقطې د ملکيت دعوه وکړي نو شاهدان به تېروي ځکه دعوه په شاهدانو ثابتيږي. که شاهدان نه وو او د لقطې نښې او علامې يې وويلې نو موندونکی کولای شي چې مال وروسپاري. که موندونکي د حاکم په امر په څاروي مصرف کړی وي کولای شي چې له څښتن څخه يې وغواړي او د نه ورکولو په صورت کې څاروی له ځان سره ايسار کړي څو خپل لګښتونه ورڅخه واخلي. که څښتن راشي او موندونکي مال خيرات کړی وي څښتن حق لري چې خيرات يې تائيدوي او که له موندونکي څخه يې اخلي، ځکه ده پردی مال د څښتن له اجازې پرته خيرات کړی دی.

د لقطې خيراتول: که موندونکی لقطه تر ټاکلي وخته وساتي خو څښتن يې پيدا نشي کولای شي چې بې وزلو خلکو ته يې خيرات ورکړي، که موندونکی فقير و ورته روا دي چې په خپله يې واخلي،  همدا راز که پلار، ورور، مېرمن او زوی يې فقيران وو کولای شي چې هغوی ته يې صدقه ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x