یهودیانو د وژل شویو کسانو جنازه کې د ټرمپ د مخنیوي هڅه کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۹لړم، ۱۳۹۷ل): ډونالډ ټرمپ له خپلې مېرمنې سره د امریکا پېنسلوانیا ایالت کې د وژل شویو یهودیانو د جنازې مراسمو ته تللی دی.

تېره ورځ یو تن بریدګر د پینسلوانیا په پټسبرګ کې یوولس یهودیان ووژل، چې نن يې د جنازې مراسم نیول شوي دي.

بریدګر له پېښې وروسته نارې وهلې، چې باید ټول یهودیان له منځه یووړل شي.

یهودیانو د ټرمپ د ورتګ د مخنیوي هڅه کړې او د هغه پر ضد يې شعارونه ورکول.

الجزیره وايي ګڼو یهودیانو د جنازې مراسمو ته د ټرمپ د ورتګ مخنیوی کاوه او پر هغه يې غږونه کول چې سیمه پرېږدي.

تېره ورځ د مارکېټ واچ په نوم یوې ویبپاڼې لیکلي و، د روان کال تېرو لسو میاشتو کې د ډزو له امله تر اوسه نږدې ۱۲۰۰۰ تنه وژل شوي دي.

دا پېښه په داسې حال کې کېږي، چې سنډي ټایمز تازه د امریکا د داخلي جګړو په لوري د ور نږدې کېدو خبر ورکړی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د