fbpx

معاملات – مفقود (ورک شوی)/ ۲۶مه برخه

سرمؤلف استاذ عنایت الله عادل

مفقود (ورک شوی)

که سړی ورک شي، ځای يې معلوم نه وي او دا هم معلومه نه وي چې مړ دی که ژوندی نو قاضي به سرپرست ورته وټاکي چې د مال ساتنه او سرپرستي يې وکړي او له خلکو څخه يې حقوق تر لاسه کړي، له مال څخه يې د ښځې او اولادونو نفقه ورکړي. د (ورک) او ښځې تر منځ يې تفريق نه راوستل کيږي.

کله چې يې له زېږېدو څخه يو سلو شل کاله پوره شي په مړينه يې حکم کوو، ښځه به يې عدت تېروي او مال به يې په همدې وخت کې په موجودو وارثانو و وېشل شي، هغه خپلوان چې له دې وخته مخکې مړه شوي ورڅخه ميراث نشي وړلای، مفقود (ورک شوی) هم له هغه چا څخه ميراث نشي وړلای چې د ده د ورکېدو په موده کې مړ شوی.

شرح

د مفقود تعريف: مفقود هغه ورک شوي شخص ته ويل کيږي چې د پلټنې سره سره يې د ځای، ژوند او  مرګ په اړه معلومات نه وي. که دښمن يې بندي کړي او د ځای، ژوند او مرګ په اړه يې معلومات نه وي هم مفقود ګڼل کيږي.

د مفقود د مال سرپرستي: قاضي به د مفقود د مال ساتنې، له خلکو څخه د هغه د حقونو لکه پور، حاصلاتو او اجارې د اخيستلو لپاره سرپرست ټاکي، نوموړی به د مفقود له مال څخه د هغه د مېرمنې او اولادونو نفقه ورکوي.

د مفقود د مړينې حکم: د فقهاوو د قاعدې (مفقود د خپل ځان په حق کې مړ او د نورو په حق کې ژوندی دی) په بنسټ قاضي د مفقود او مېرمنې تر منځ تفريق نشي راوستی ځکه هغه د خپلې ښځې په حق کې ژوندی دی. د مفقود په مړينه هغه مهال حکم کيږي چې د زېږېدنې له نېټې څخه يې يوسلو شل کاله تېر شي، له دې وروسته به يې مېرمن د وفات عدت تېروي، مال به يې په دغه وخت کې د موجودو ورثه و تر منځ وېشل کيږي، ځکه چې دی تر اوسه پورې د هغو نورو وارثانو په حق کې ژوندی دی. او مفقود له چا څخه ميراث نشي وړلای ځکه هغه د ځان په حق کې مړ دی او مړ له چا څخه ميراث نه شي وړلی.

د امام مالک په نظر د ورک شوي له ورکېدو څلور کاله وروسته دهغه په مړينه حکم کيږي، ځکه عمر (رضي الله عنه) د يوه ورک شوي په اړه همداسې حکم کړی و. په دې مسئله کې حنفي مذهب د علي (رضي الله عنه) او نورو صحابه وو په وينا ولاړ دی چې وايي: «هِيَ امْرَأَتُهُ اُبْتُلِيَتْ فَلْتَصْبِرْ حَتَّى يَسْتَبِينَ مَوْتٌ أَوْ طَلَاقٌ». هغه د (ورک شوي) ښځه ده، په آزموينه کې ده نو صبر دې وکړي څو يې د (مېړه) مړينه څرګنده شي او يا طلاق څرګند شي.

له بل پلوه نکاح ثابته او يقيني ده او د ورک شوي مړينه شکي ده، د فقهي قاعدې (اليقين لايزول بالشک: يقين په شک له منځه نه ځي) له مخې بايد د ښځې او مېړه تر منځ جلاوالی رانشي.

په حنفي مذهب کې د ورک شوي د مړينې د څرګندتيا لپاره يوسلو شل کاله ځکه ټاکل شوې چې په غالب ګومان انسان له دومره کلونو وروسته ژوندی نه پاتې کيږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د