fbpx

معاملات – دهقاني او باغواني/ ۲۸مه برخه

سرمؤلف استاذ عنایت الله عادل

دهقاني او باغواني

دهقاني او باغواني هغه عقدونه دي چې زموږ په هيواد کې زيات رواج لري، له همدې امله لوستل او ورباندې پوهيدل زيات اړين دي.

امام ابوحنيفه ويلي: دهقاني په درېمې او څلورمې (برخې) باطله ده. امام ابويوسف او امام محمد وايي: روا ده.

دهقاني د دوی دواړو په نزد په څلور ډوله ده.

که ځمکه او تخم د يوه (لوري)، کار او غوايان د بل (لوري) وي دهقاني روا ده.

که ځمکه د يوه او کار، غوايان او تخم د بل وي روا ده.

که ځمکه، تخم او غوايان د يوه او کار د بل وي بيا هم روا ده.

که ځمکه او غوايان د يوه او تخم او کار د بل وي باطله ده.

دهقاني په دې شرط روا ده چې موده يې معلومه او حاصل د دواړو تر منځ مشاع وي، که د يوه لپاره يې معينې پيمانې وټاکلې يا يې د نهر او ويالو په څنډه (را شنه کېدونکي) د يوه لپاره ځانګړي کړل عقد باطل دی.

کله چې د دهقانۍ عقد صحيح شي، حاصل يې د دواړو له خوا د ټاکل شويو شرطونو سره سم وېشل کيږي. که ځمکې څه زرغون نه کړل دهقان ته هيڅ شی نشته.

که د دهقانۍ عقد فاسد شي حاصل د تخم د څښتن دی، که تخم د ځمکې د څښتن و دهقان ته اجرمثل دی چې له ورته ټاکل شوې برخې څخه به نه زياتيږي، که تخم د دهقان وي د ځمکې څښتن د اجر مثل حقدار دی.

که د دهقانۍ تړون وشي او د تخم څښتن له کار کولو ډډه وکړي نو ورباندې نه مجبوريږي خو که د تخم د څښتن مقابل لوری له کار ډډه وکړي حاکم به يې په کار مجبوروي.

که يو د متعاقدينو مړ شي د دهقانۍ عقد باطليږي.

که د دهقانۍ موده پای ته ورسيږي او کښت نه وي رسېدلی نو دهقان ته له ځمکې څخه د خپلې برخې په اندازه اجر مثل دی تر څو چې کښت لو شي او په کښت شوی لګښت به په دواړو باندې د دوی د حقوقو په اندازه وي. د لو، چلولو، غوبل او بادولو لګښت هم په دواړو باندې د هغوی د برخو په اندازه دی، که يې په دهقانۍ کې (پورتني لګښتونه) يوازې په دهقان شرط کړي وو د دهقانۍ عقد فاسد دی.

امام ابوحنيفه وايي: باغواني د ميوې په ځينې برخه باطله ده. امام ابويوسف او امام محمد وايي: روا ده چې معلومه موده ورته وټاکي او د ميوې څخه مشاعه برخه معلومه کړي.

د باغوانۍ عقد په خورما، ونو، تاکونو، سبزيجاتو او د بانجانو په بوټو روا دی. که په باغوانۍ يې داسې ونې ورکړې چې ميوې پکې وې او ميوې په کار زياتېدلې روا ده خو که نورې نه زياتېدلې روا نه ده.

کله چې د باغوانۍ عقد فاسد شي باغوان ته اجرمثل ورکول کيږي.

په مړينې سره د باغوانۍ عقد باطليږي او په عذرونو سره فسخه کيږي لکه د اجارې عقد چې فسخ کيږي.

شرح

د مزارعت (دهقاني) تعريف: (مزارعت) له (زرع) څخه اخيستل شوی چې کرلو ته وايي. په اصطلاح کې د حاصلاتو د ځينې برخې په مقابل کې د کرلو عقد مزارعت بلل کيږي.

د دهقانۍ حکم: د امام ابوحنيفه په نظر د حاصلاتو په ځينې برخې د دهقانۍ عقد تړل روا نه دي او دغه عقد فاسد دی ځکه په دې عقد کې مزدوري مجهوله او نامعلومه ده. په دې معنا چې د عقد په مهال مزدوري موجوده او معلومه نه ده يعنې هيڅوک نه پوهيږي چې کښت به رازرغون شي او که نه؟

د امام ابويوسف او امام محمد په نظر دهقاني روا ده ځکه چې خلک ورته زياته اړتيا لري او د همدوی په قول فتوا هم ده. د دوی په نظر دهقاني څلور ډولونه لري چې درې يې جايز او يو يې ناروا دی، جايز ډولونه په لاندې توګه دي:

1- ځمکه او تخم د يوه (لوري) او کار او غوايان د بل (لوري) څخه وي.

2- ځمکه د يوه، کار، غوايان او تخم د بل وي.

3- ځمکه، تخم او غوايان د يوه او کار د بل وي.

هغه ډول چې ناروا دي په لاندې توګه دی:

کله چې ځمکه او غوايان د يوه او تخم او کار د بل وي. دا صورت ځکه باطل دی چې که غوايان د ځمکې پر څښتن شرط شي نو اجاره فاسديږي يعنې غوايان د ځمکې تابع نه دي او دواړه د بېلو مقاصدو لپاره کارول کيږي.

د دهقانۍ شرطونه: د دهقانۍ د عقد لپاره دا شرط ده چې موده به ټاکلې او معلومه وي، همدا راز د دواړو حق به په مشاع ډول وي نه ټاکلې اندازه يعنې که يو ووايي: که غنم دې وکرل ماته به يو خروار راکوې پاتې يې ستا، نو عقد باطل دی. په همدې ډول که په ځمکه کې د يوه ځانګړي پټي حاصل د ځان لپاره شرط کړي عقد باطل دی.

که د دهقانۍ په صحيح عقد کې ځمکه حاصل ورنکړي نو دهقان د هيڅ شي حقدار نه دی، ځکه په صحيح عقد کې پرېکړه په ټاکل شوې مزدورۍ وه چې د حاصل يوه برخه ده او حاصل لاس ته رانغلو.

فاسده دهقاني: که د دهقانۍ عقد فاسد شي نو حاصل د تخم د څښتن حق دی او مقابل لوري ته به اجرمثل ورکوي.

که د دهقانۍ په عقد کې د تخم څښتن د تخم له شيندلو وړاندې له کار کولو څخه ډډه وکړه، په  کار کولو نه  مجبوريږي، ځکه د عقد مخ په وړاندې بيول د ده په زيان تماميږي چې هغه د تخم له منځه تلل دي، خو که د تخم د څښتن مقابل لوري د کار څخه ډډه وکړه نو کار ته اړ ويستلی شي، ځکه په عقد باندې وفا لازمه او ده ته په وفا کولو کوم زيان هم متوجه نه دی. د دې مثال داسې دی لکه څوک چې مزدور د ديوال نړولو ته ونيسي خو وروسته د ديوال له نړولو تېر شي نو مزدور نشي کولای چې هغه د دېوال په نړولو مجبور کړي.

د امام ابوحنيفه په نظر د کښت لو، چلول او غوبل په دهقان باندې شرط کول دهقاني فاسدوي ځکه د دهقان کار د کښت د پخېدو پورې دی او بس. امام ابويوسف وايي: په دهقان باندې لو، چلول او  غوبل شرط کول روا دي ځکه چې په همدې باندې تعامل دی، د بلخ علماوو همدا نظر غوره ګڼلی او په همدې باندې يې عمل کړی.

د مساقات (باغوانۍ) تعريف: مساقات له سقي څخه اخيستل شوی چې د خړوبولو په معنا دی. ونې په ساتنه او پالنه ورکول چې د ميوې څخه به برخه په مزدورۍ کې ورکوي، مساقات بلل کيږي.

د باغوانۍ په اړه د امام ابوحنيفه او يارانو ترمنځ همغسې اختلاف دی لکه په دهقانۍ کې چې و.

د باغوانۍ عقد په ونو، تاکونو او سبزيجاتو کې روا دی.

د ونو څښتن کولای شي چې د ميوو له رسېدو او پخېدو وړاندې د باغوانۍ عقد وتړي، کله چې ميوې ورسيږي بيا د باغوانۍ عقد نشي رامنځته کېدای، ځکه چې مزد په کار ورکول کيږي او د ميوې له رسېدو وروسته داسې کار نشته چې په کولو يې باغوان د مزد مستحق شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د