fbpx

معاملات – د شاړو ځمکو آبادول/ ۲۷مه برخه

سرمؤلف استاذ عنایت الله عادل

د شاړو ځمکو آبادول

د اسلام مبارک دين د آبادۍ او رغونې دين دی، مسلمانانو ته يې د ځمکې د آبادولو حکم کړی، په دې بنسټ خلک کولای شي چې شاړې ځمکې آبادې کړي خو څرنګه چې شاړې ځمکې د ټولو مسلمانانو حق دی د آبادولو لپاره يې د امام اجازه شرط ده. موات (شاړې) هغو ځمکو ته ويل کيږي چې د اوبو د نشتوالي، د اوبو د زياتوالي او ورته سببونو له کبله چې د کرنې مخه نيسي ورڅخه ګټه نه اخيستل کيږي.

هغه شاړې چې عادي (پخوا ويجاړې شوې) وي او څښتن ونه لري يا هغه شاړې چې په اسلام کې پخوا د چا مليکت وي (خو اوس) يې معين څښتن معلوم نه وي او دا ځمکې له کلي څخه دومره لرې وي چې که انسان د آبادۍ په وروستۍ برخه کې ودريږي او غږ وکړي، غږ يې په شاړه کې وانه اورېدل شي نو دا ځمکه شاړه (موات) بلل کيږي. که څوک يې د امام (حکومت) په اجازه آباده کړي د هغه ملکيت دی خو که څوک يې د امام له اجازې پرته آباده کړي د امام ابوحنيفه په نزد يې نه مالک کيږي، امام ابويوسف او امام محمد وايي: مالک کيږي يې.

ذمي هم د مسلمان په څېر په آبادولو سره (د ځمکې) مالک ګرځي.

څوک چې ډبرې له ځمکې ( چاپېره) ولګوي او تر دريو کلونو يې آباده نکړي امام به يې ورڅخه واخلي او بل چا ته به يې ورکړي.

آبادۍ ته د نږدې (شاړو) ځمکو آبادول روا نه دي او د کلي خلکو ته به د ورشو او فصلونو اېښودلو لپاره پرېښودل کيږي.

چا چې په شاړه کې څاه وکيندله حريم به يې د هغه وي، که يې له څاه څخه اوبه په لاس راويستې حريم يې څلوېښت ګزه او که په ارټ يې راويستې حريم يې شپېته ګزه دی. که چينه وه حريم يې درې سوه ګزه دی، که چا يې په حريم کې څاه کيندله منع کولای يې شي.

د دجلې او فرات سيندونو د غاړو هغه برخې چې (سيندونه) يې پرېږدي او بل خوا ورڅخه اوړي، که بېرته راګرځېدل يې ورته محتمل وو نو آبادول يې روا نه دي، که د بېرته را اوړېدو احتمال يې نه و د شاړو په څېر دي، که څوک يې د امام په اجازه آبادې کړي مالک يې ګرځي په دې شرط چې د کلي حريم نه وي.

که د چا وياله د بل چا په ځمکه کې وي د امام ابوحنيفه په نزد حريم نه لري مګر دا چې په حريم شاهدان تېر کړي، امام ابويوسف او امام محمد وايي: د هغه لپاره دومره (پوله) شته چې ورباندې وګرځي او د ويالې خټې ورباندې واچوي.

شرح           

د موات تعريف او حکم: د (الارض الموات) تعريف په متن کې روښانه دی. د موات (شاړو ځمکو) په اړه د امام ابويوسف او امام محمد نظر دا دی چې آبادول يې د امام (حکومت) اجازې ته اړتيا نه لري او هر څوک کولای چې آباده يې کړي ځکه د ابوداود په روايت کړي حديث کې پيغمبر (عليه السلام) فرمايي: «من أحيا أرضاً ميتة فهي له». چا چې شاړه ځمکه آباده کړه د هغه ده.

د حکومت اجازه: د امام ابوحنيفه په نظر د شاړو ځمکو په آبادولو کې د امام اجازه شرط ده ځکه پيغمبر (عليه السلام) فرمايي: «لَيْسَ لِلْمَرْءِ إلَّا مَا طَابَتْ بِهِ نَفْسُ إمَامِهِ». ژباړه: سړي ته يوازې هغه څه روا دي چې امام (حاکم) يې ورباندې راضي وي.

شاړې ځمکې د بيت المال په څېر د ټولو مسلمانانو حق دی، نو د امام ابوحنيفه په نظر يو تن نشي کولای چې د امام له اجازې پرته يې په خپل ملکيت کې داخلې کړي، خو که څوک شاړه ځمکه د امام له اجازې پرته آباده کړي او وروسته امام اجازه ورکړي نو ملکيت يې ګرځي، غوره دا ده چې امام يې هم له آبادولو وروسته هغه ته پرېږدي.

د مسلمان په څېر ذمي هم په آبادولو سره د شاړې ځمکې مالک ګرځي ځکه د مالک کيدلو سبب آبادول دي او ذمي او مسلمان دواړه په آبادولو کې سره برابر دي.

څرنګه چې د پورتني حکم څخه د اسلامي شريعت مقصد آبادي او انسانانو ته ګټه رسول دي نو د شاړې ځمکې آبادوونکی بايد په دريو کلونو کې ځمکه آباده کړي، که چا شاړه ځمکه د نښو په اېښودلو سره خپله کړې وي او په دريو کلونو کې يې آباده نه کړي، حکومت به يې ورڅخه اخلي او بل چا ته به يې د آبادولو لپاره ورکوي.

د شاړې ځمکې د آبادولو لارې: په شاړو ځمکو کې څاه ويستل د هغې د آبادولو په معنا دي او په دې سره ځمکه (د څاه حريم) د کيندونکي په ملکيت کې راځي. که څاه داسې وه چې د اوبو بوکه ورڅخه په لاس راويستل کېده نو د څاه هر لور ته څلوېښت ګزه مسافه د کيندونکي په ملکيت کې راځي، خو که له څاه څخه اوبه د ارټ په وسيله راويستل کېدې د څاه هر لور ته شپېته متره مسافه د کيندونکي ملکيت دی. د چينې هر لور ته درې سوه ګزه ځمکه د چينې کيندونکي ملکيت دی ځکه چينه د کرنې لپاره ويستل کيږي او د اوبو ډنډونو او ويالو ته اړتيا لري نو بايد چې ساحه يې پراخه وي.

که څوک د څاه يا چينې په حريم کې بله څاه وکني د ځمکې څښتن کېدای نشي ځکه هغه ځمکه د لومړي آبادوونکي په ملکيت کې داخله شوې ده.

له سيند څخه پاتې شاړه: که د سيند مخه بل خوا واوړي او ځمکه شاړه پاتې شي داسې چې د سيند د بېرته راګرځېدلو احتمال نه وي، خلک کولای شي چې د حکومت په اجازه نوموړې شاړه ځمکه آباده کړي په دې شرط چې دا ځمکه پخوا د چا ملکيت، وقف او جومات نه وي، همدا راز نږدې ورسره کلی هم نه وي، که چيرې نږدې ورسره کلی و يا پخوا د چا ملکيت، وقف او جومات وي آبادول يې روا نه دي.

د بل چا په ځمکه کې د ويالې حريم: د امام ابوحنيفه په نظر د بل چا په ځمکه کې تېره شوې وياله حريم نه لري، په دې دليل چې وياله د اوبو لپاره وي او د حريم پرته هم د اوبو تېرولو ګټه ترې اخيستل کېدای شي. امام ابويوسف او امام محمد وايي: نوموړې وياله حريم لري، ځکه له حريم پرته د ويالې څښتن نشي کولای چې د ويالې په غاړه وګرځي او د اوبو څارنه وکړي دوهم دا چې د ويالې د پاکولو په صورت کې دې ته اړتيا ده چې خټې د ويالې په غاړه واچول شي نو حريم ته اړتيا ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د