افغانستان

طالبانو افغان حکومت ته چل ورکوونکي دوه مرکچیان نیولي / ویډیو

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۹لړم، ۱۳۹۷ل): طالبانو د یوې خبرپاڼې او ویډیو په خپرولو سره ویلي چې هغه دوه تنه جعل کاران یې نیولي چې د تیرو څو میاشتو راهیسي يې د افغانستان حکومت د سولې شورا او نور جګپوړي چارواکي په چل کې ساتلي وه او د طالبانو په نامه یې ځان باندي تېر کړی وو.

دغه دوه کسان چې ملا سخي داد حقاني او عبدالمالک فتاحي نومیږي، په ویډیو کې ځان معرفي کوي او هغه کسان په نښه کوي چې دوی په کابل او نورو ولایتونو کې د طالبانو په نامه ورسره لیدلي او هغوی یې خطا ایستلي دي.

ملا سخي داد وايي چې دوه ځله ایران او درې ځله یې ترکمنستان ته سفر کړی دی. نوموړی په ویډیو کې خپل پاسپورټ او ویزې ښکاري کوي او هغه لیک هم ښکاره کوي چې د طالب مشرانو جعلي امضاوي باندی شوي دي.

عبدالمالک فتاحي چې ځان د بلخ ولایت معرفي کوي وايي په پلازمینه کابل کې یو ساختماني شرکت لري او د ملا سخي داد په نامه طالبانو ته منسوب دغه کس راغی او د ملا یعقوب په نامه امضا سوی خط یې ورته راوړ چې دوی بیا د عطا نور، اکرم خپلواک، عبدالستار مراد او نورو جګپوړو چارواکو سره ولیدل او د راتلونکو مذاکراتو او په افغانستان کې دننه د سیاسي دفتر پر جوړولو طرحې یې ورسره جوړي کړې.

ددوی په وینا داسي یوه طرحه هم وه چې مثلا د روزګان ولایت دي طالبانو ته په بشپړ ډول وسپارل شي او هلته طالب چارواکي میشت شي او بیا له هغه ځایه مذاکرات پيل کړي.

طالبانو ویلي چې دغو کسانو نه یوازي په افغانستان کې ددوی په نامه د افغان حکومتي چارواکو سره خبرې کړي بلکي ایران او ترکمنستان ته یې هم سفرونه کړي دي.

په ویډیو کې نه دي ویل شوي چې دغو کسانو د افغان حکومتي چارواکو سره د خبرو په ترڅ کې مالي امکانات هم تر لاسه کړي او کنه، خو څو کاله وړاندي د حامد کرزي د حکومت پر مهال د کوټي ښار یوه نانوای د ملا اختر محمد منصور د نامه څخه په استفادې په ملیونونو ډالره د امریکایانو، برتانویانو او افغان حکومت څخه د سوله ییز بهیر د پيلولو په نامه اخیستې وه. او همداسي د افغانستان پخوانی ولسمشر استاد برهان الدین رباني چې د حامد کرزي د حکومت پر مهال د سولې عالي شورا رئیس وه، د یوه جعلي طالب نماینده په واسطه د کال ۲۰۱۱ په سپتمبر میاشت کې ووژل شو.

باید وویل شي چې طالبانو په کال ۲۰۱۳ کې په قطر کې رسما سیاسي دفتر خلاص کړ او د هغه مهال پر حکومت یې دا بهانه ودروله چې د طالبانو ادرس نه دی مالوم، خو ددفتر تر خلاصیدو دوه ورځې وروسته د پخواني ولسمشر حامد کرزي په غوښتنه وتړل شو.

طالبان له هغه راهیسي وايي چې د افغانستان د قضیې د حل په موخه په لومړي سر کې یوازي د امریکایانو سره مذاکرات کوي او د هغوی سره تر تفاهم وروسته به د افغان حکومت سره خبرې پیل کړي خو افغان حکومت تل ټینګار کوي چې لومړی مذاکرات باید ددوی سره وشي.

د کتونکو په باور د افغانستان حکومت د سولې شورا او استخبارات تر اوسه په دې نه دي توانیدلي چې یوه هټیوال او جعلکار د اصلي طالبانو څخه جلا کړي، هغوی به د اصلي طالبانو سره په د مذاکراتو لړۍ څرنګه پر مخ بوځي.

یوه طالب چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط نن ټکی اسیا ته وویل چې طالبان ځکه هم د حکومت سره مذاکراتو ته زړه نه ښه کوي چې د عدم مشروعیت او بې واکۍ تر څنګ هغوی تل په دې هڅه کې وي چې د طالبانو په منځ کې درځ را منځته کړي او د مستقیمو ادرسونو پر ځای د غیر مستقیمو ادرسونو په واسطه اړیکې ونیسي او د طالبانو په لیکو کې تشویشونه را منځته کړي چې له امله یې اکثره وخت خپله د نورو جعلکارانو ښکار شي.

د یادونې وړ ده چې د سولې شورا دار الانشاء رئیس اکرم خپلواک ولسي جرګې ته د وینا پر مهال په مکرر ډول ویلي چې د طالبانو سره مستقیمي اړیکي او ناستي لري او د سولې لپاره یې ورسره طرحې هم شریکي کړي دي. خو طالبان تل د نوموړي خبرې رد کړي او ټینګار یې کړی چې دوی هیڅ کله د افغان حکومت د چارواکو سره خبرې نه دي کړي ځکه چې په وینا یې لومړی د امریکایانو سره خبرې کول غواړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
15 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

دغه اکرم خپلواک له ډېره مهاله په کابل کي افغان بنسټ ته ډېر تله راتله درلوده. يو وخت د کابل نيوز د ژورليد په يوه بحث کي د ځينو طالبانو سره د اکرم خپلواک او نورو د مستقيمو اړيکو او ناستو خبره وسوه. ما رد کړه او وومي ويل چي ښايي بيا کوم دکاندار دوی ته د هماغه پخواني دکاندار او ټريول ايجنټ غوندي چي ډېري پيسې يې ځني وشکولې فريب ورکړی وي. دادی اوس ثابته سوه چي خبره رښتيا هم دغسي وه. زه ګومان کوم چي د ګډ حکومت چارواکي به هم دومره ساده ګان نه وي، خو څنګه… نور لوستل »

ضمیر

ته هم پخپل سر بابولالي وايې ، یو ځل لېکنه کؤي بیا له خپله ورته نظر ورکؤئ ، که ته رښتیا کوم امارتي مجاهد وایې نو حقاني صیب به مو پیژاند او ددې پر ځای چې خرافات وليکي بیا د دادالله منصور د تجزيې تجربه تکرار نشي په زرګونه خلک متنفر نشي دي شاغلو ته مو لږ نیکه د خیر مشوره ورکړي وه.

عبدالمالک همت

ضمير صاحب خير دی لږ حوصله کوه. ليکنه، يعني خبر د نن ټکي اسيا دی او کمينټ(ستاسو په اصطلاح نظر) ما(عبدالمالک همت) ورکړی دی. البته دغه حقاني صاحب هر څوک چي وي ده ته هيڅ لازمه نه وه او هيڅ حق نه لري چي د هيواد او ولس په دغسي برخليک ټاکونکو او مهمو مسايلو کي دغسي يو اقدام او جرئت وکړي او د طالبانو د اسلامي تحريک د محترم مشر له آدرسه جعلي ليک جوړ کړي او بيا د دغو مزدورو عناصرو سره اړيکي او تګ راتګ وکړي. دغسي کارونه ډول ډول بد عواقب او تاوانونه لري. په دغسي… نور لوستل »

ضمیر

کجله دلېک یو عیني نه لس عیني شاهدان دي چې مشرانو چارواکو ورکړی چې دا تاسو ته رهبري شورا استولي دا دا کار وکړئ ، د ثبوت په توګه ته لږ پام وکړه ، د ټاپي د پروژي ملاتړ کې امارت وکړ او زیاته یې کړه لېدني ته یې با صلاحیته کسان ور لېږلي مهرباني وکړه د هغو کسانو نومونه واخله ، بل څوک نه حقاني صیب وه ، که فرض کړه لېک جعل دی دا خو د چارواکو خیانت ظلم شو چې حقاني صیب یې سل ځایه استفاده کړ نن چې هغه پراخ ګڼ شمیر کارونه وکړل او ملا… نور لوستل »

ضمیر

تر کومه چې محترم حقاني صیب ښه پوره پېژنم ، یو دين پاله او نیک خویه انسان دی چې که هر ځای هر وخت په هر رنګ کي هم وي تراسلامي ګټو تیرېدونکی نه دی. دغه ډؤل یې معزؤل کؤل او د هغه شالید له نظره غورځؤل د حقاني په شان په زرهاؤ مخلصو خلکو ته یو بد پیغام لري.
د هغه له پاکو جذباتو ډک شخصیت او دغه رکم چلند کوم ګټه لري؟

عبدالهادي فيض کندهار

دمحترم حقاني صيب شخصيت او دهغه ټېنګه اسلامي عقيده او په جهاد کي ډيري قورباني، له يتيمانو ډک کور او د نن ټکى اسیا يا دمسؤلينو پدي رقم د يوه نامي سپڅلى مجاهد دغسي بي ابرو کؤل بي له لويو نقصانو بل کوم منطق نلري. دغه سړى يو نيک مسلمان دى دخپلي خؤلي ډوډۍ يي تل ترسنګر جاردکړى، له دي سه به دا پلا يو بل غټ غم جوړ سي.

غلام حضرت

عجب شهر نا پرسان دی.
جعلی بوټونه او جعلی تذکره او حتی جعلی فالوده مو لیدلې او اورېدلې وه خو جعلی مرکچیان مو نه وه لیدلی. د ژوند د د خوندورو اړخونو څخه یو دادی چه سړی دا ډول ریښتینی ډرامې وینی.

ضمیر

ولې د خلکو سترګو ته خاوري شېندئ ؟ یو ځل وایاست نظر ورکړئ بیا سم سالم اخلاقي اسلامي ملي نظر نشئ نشرؤلئ؟ آندم په تاسي هم پخه د اسمان ټکه لوېدلي رب مو اصلاح که که نه اصلاح کېږئ د رښتیا ټکه له مقاماتو سره در باندي ولويږه ،

غوربندي

خیانت خیانت دی ولو که نیت پکې د خیر وي،، له بلې خوا د خیانت د سروهلو وېره له هر چا کیدای شي.

د شناخته وو خیانت ته نه خیانت ویل پخپله خیانت دی،، دا ډول کسان که هر څو هم د ښې ماضي خاوندان وي باید د چارو له واکه معزول کړل شي.

یو خدای ج ته مالومه ده چې د حقیقی سولې لاره به دې تجارانو څومره اوږده کړې وي.

ضمیر

یانې ته خبر يې چې حقاني صیب استعمال شؤی او که خیانت یې کړی؟ زر کاله ژوند ولري د حقاني صیب د یوي ورځې جهاد، سختۍ ، پاکي او صداقت به ونلري، دا چې تر پردي شاته بیا د مقاماتو د فشار له مخې څه روان دي؟ یو الله (ج) ته به معلومه وي. همداځلمیان دي چې نن يې له مټو ته هم برغزو وايې.

غوربندي

ضمیرصاحب که زما په خپل تعلیق ستاسو احساسات داغداره شوي وي نو بښنه غواړم، زه نوموړی حقاني صاحب نه پېژنم او نه هم تر اوسه په طالبانو باندې د مقاماتو* له خوا د عام و تام کنټرول شک کوم. خدای تعالی دې طالبانو ته توفیق ورکړي چې د پاکستان له وېړو لومو په خیر او لکه څنګه چې د ټولو افغانانو تمه ده سرلوړي او خپلواک راووځي. * مقامات: د شوروي اتحاد د یرغل په وړاندې مجاهدینو منځ کې مقامات د پاکستان فوځ/ ای اس آی ته ویل کیدل او متاسفانه د مجاهدینو د وابستګۍ نه بلکه د مقبولیت نښه… نور لوستل »

ضمیر

حقاني صیب یو شخص دی نووووو حتمآ یې په اړه ژؤر مالومات تر لاسه کړه، بس نو ځېنې خبري دلته نه لېکل کېږي، د حقانې صیب دغه ویډيو د دوهم ځل لپاره د درز او چاک بد خبر دی ، حقاني صیب یو دومره بادیانته سپیڅلی مجاهد دی چې ترننه یې کور له یتیمانو ډک مګر د یو بل ماښام نلري خو په زرهاؤ سلهاؤ مجاهدین په ګن شمیر ولایتونو کي تل ماړه ساتلي، هغه څوک دی چې تل یې د نفوذي خلکو لپاره پراخه امکانات برابر کړي، بس دلته یې څه نشو لېکلای ، له هغه سره دغه بدترین… نور لوستل »

pattang

زه تاسوته حیران پاتي یم په چا باندې خپل وخت ضایع کوۍ ؟ د ا جنګ د شوکې او غلا جنګ دی نو هر سړی شوکه او غلا پرې باندې کوي ! یوه ورځ مې یوو خپلوان راته خبر راکه که پیسې غواړې راشه افغانستان ته قسم په خدای دومره دالر شته چې هسې راټوله وه یې . ما ورته ځواب ورکه زه مردارې پیسې چې هیواد مې پرې خر څیږي نه یې غواړم ! الله دې هغوی ته بر یا ورکړي چې د هیواد دازادي ، دین او ناموس دساتلو لپاره جنګیږي !

ضمیر

چې څوک حقاني صیب ته غل وايې د یوشتمي پيړۍ تر ټولو ناځوانه بېخبر او ناپوهه کس دی

حاجی محمد

حقاني صيب په ديانت ايماندارۍ جهاد قرباني چي څوک شک کوي حتما مقاماتي ملحوظات لري

موږ په ټول تحريک کې يوازې د حقاني صيب په مثال د نموني په توګه وړاندې کاوه دا چي د نن ټکي اسيا او طالبانو لخوا د هغه کس بی عزتی کېږي ياني طالبان ريښتيا هم د مقاماتو تر اغيز لاندې دي

Back to top button
15
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x