پاکستان: په توهین رسالت تورنې انجلۍ له خوشې کېدو وروسته لاریونونه پیل شوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۹لړم، ۱۳۹۷ل): د پاکستان سرتېرې محکمې د هغې عيسايي نجلۍ د خوشې کولو امر کړی، چې  په ۲۰۰۹ کال يې د يو شمېر خلکو پر وړاندې د پيغمبر عليه السلام په شان کې سپکې خبرې کړې وې او وروسته يې په ۲۰۱۰ کال کې محکمې ته په خپل جرم اعتراف وکړ او محکمې په اعدام محکوم کړې وه، خو سترې محکمې  يې نن د خوشې کولو امر کړی دی.

د پاکستان قاضي القضات ثاقب نثار ويلي، چې هر تورن کس، که د پيغمبر عليه السلام په شان کې په جرم تورن وي، بايد د دفاع حق ورکړی شي او دغه قانون بايد د ناسم استعمال پر ځای په سمه طريقه وکارول شي او له همدې امله يې نن يې د ايسه مسيح د  خلاصون امر کړی دی.

پاکستان کې د توهين رسالت سزا اعدام ده، يو شمېر چارواکي د توهين رسالت قانون کې د بدلون غوښتنه کوي.

په دغو چارواکو کې يو هم د پنجاب پخوانی والي سلمان تاثیر و، چې د ایسه مسيح د خلاصون لپاره يې هلې ځلې کولې او د توهين رسالت د سزا قانون يې «تور قانون» بللی و، چې بيا هغه مهال د خپل يوه ساتونکي ممتاز قادري له لوري په ډزو ووژل شو.

د پاکستان تروريزم ضد محکمې ممتاز قادري د سلمان تاثير د وژلو په غچ کې اعدام کړ، خو د پيغمبر علیه السلام په شان کې توهين کوونکې مسيحي نجلۍ اسيه مسيح يې نن خوشې کړه.

د پاکستان په ګڼو ښارونو کې د محکمې د دې پرېکړې پر ضد لاريونونه روان دي او د محکمې دا پرېکړه يې غندلې ده.

د پاکستان تحريک لبيک ګوند د محکمې د پرېکړې پر ضد پلازمېنې اسلام اباد، راولپينډۍ، لاهور او نورو ښارونو کې پراخ لاريونونه پيل کړي، سړکونه يې بند کړي او خپلو پلويانو ته يې امر کړی، چې د سترو مظاهرو او لاريونونو لپاره پلازمېنې اسلام اباد ته ځان ورسوي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حیران
میلمه
حیران

پاکیستان دی ځپله ځان او ملک کی اسلامی اصول پلی او عملی کړی.
دریاب د سپی په خولو نه مرداریږی. پاکستان همیش د ځان د نمایش لپاره داسی کړنی تر سره کوی حالان چی خپله یو نا تکمیله نیمه اسلامی ملک ده

غلام حضرت
میلمه
غلام حضرت

هیله ده چه دا مېرمن او دې ته ورته کسان یوه ورځ د هغه چا د مینی په ستر او روڼ سمندر کی د خوښۍ او نېکمرغۍ د لامبو احساس وکی کوم چه دې توهین ورته کړیدی.
د ښاغلی حیران د نظر په هکله باید وویل شی چه د دوو مختلفو مقولو اختلاط یو غیر معقول او په عین کی تېر ایستونکی عمل ګڼل کیږی.
مذهبی احساسات یوې خواته پرېږده، د بشر د حقوقو د اصولو په اساس د نورو انسانانو عقائدو ته سپکاوی ( هغه هم په عام محضر کی) یو جرم شمېرل کیږی.