ورزش

شیکر دهاون (آی پي ایل) کې د راشد خان لوبډله پریښوده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۹ لړم، ۱۳۹۷ل): په هندوستان غوره لیګ سیالیو کې د سنرایزز حیدر اباد لوبډلې د ملا تیر توپوهونکی شیکر دهاون په ۲۰۱۹م کال راتلونکي سیالیو کې له دغې لوبډلې سره یوځای نه لوبیږي.

شیکر دهاون چې د یادې لوبډلې غوره توپوهونکی ګڼل کیږي ویلي دي چې نوموړی به راتلونکي آی پي ایل کې د سنرایزز پرځای یو وار بیا له کورنۍ لوبډلې دهلي ډيرډیویلز سره یوځای شي.

له تېرو دوو کلونو راهیسې د افغانستان ملي لوبډلې لخوا راشد خان او محمد نبي په پرلپسې ډول ددغه لیګ برخه دي چې د شیکر دهاون سره یې یوځای د سنرایزز لوبډلې په ګټه لوبه کوله.

د راپورونو له مخې ویل شوي چې شیکر دهاون له خپلې ادارې غوښتي چې ده ته ټاکلې بیه لوړه کړي او د ساتل شویو لوبغاړو په لیست کې پریږدي، خو د سنرایزز لوبډلې ادارې د بیې نه لوړولو پریکړه کړې او نوموړی یې په دې سره له ریټاین لیست څخه ویستی، چې اوس دهاون د دهلي لوبډله غوره کړې ده.

شیکر دهاون چې د سنرایزز حیدر اباد لوبډلې تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی دی، دغې لوبډلې ته په ۲۰۱۶م کال کې ددغه سیالیو جام ګټلی و، په ۲۰۱۷م کال غوره لیګ کې نیمه پایلوبې او په ۲۰۱۸م سیالیو کې یې پایلوبې ته لار موندلې وه.

نوموړي د هند پریمیئر لیګ پېل په ۲۰۰۸م کال کې د دهلي لوبډلې سره له لومړي پړاو څخه وکړ، له هغې وروسته د ممبۍ انډینز لوبډلې او بیا د ډیکن چارجرز لوبډلې سره و چې په ۲۰۱۳م کې د سنرایزز لوبډلې سره یو ځای شو.

اوسمهال کې د دغې لیګ د لوبغاړو د انتقال او بدلون لړۍ پېل شوې ده، چې پنجاب لوبډلې کونټن ډي کاک ممبۍ لوبډلې ته انتقال کړی، همدا ډول بنګلور لوبډلې مندیپ سینګ د پنجاب لوبډلې د مارکوس سټوینز سره بدل کړی دی، دغه لړۍ به تر ۱۵ نومبر دوام مومي، ددغه لیګ بولۍ به په دیسمبر میاشت او د کرېکټ نړیوال جام له کبله د اپریل میاشتې پرځای په مارچ کې پېل او په ۱۹ مۍ پای ته ورسیږي.

یاده دې وي چې تر دې دمه په هندوستان پریمیئر لیګ سیالیو کې له څلورو څخه درې افغان لوبغاړي (راشد خان، محمد نبي، مجیب ځدراڼ) لوبیدلي دي، په تېر لیګ کې ظاهر خان د راجستان لوبډلې لخوا اخیستل شوی و خو نوموړی د سیالۍ له پېل کېدو وړاندې ټپي شو او ګډون یې ونشو کړای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

مننه د کرېکټ په برخه کي ستاسو راپورونه ډېر مسلکي او د ستاينې وړ دي. د سړي مينه باندي ماتيږي. بيا هم مننه

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx