ټولنیزه برخه

الله دي ستا په شان انسانان نه ډېروي

عبدالله عزام

د مال دتر لاسه کولو غوره طریقه

علامه شهاب الدین بن محمد الابشیهي لیکي چې یو سړي حج ته د تللو اراده درلودل، نو خپل مال یې د بل سړي سره د امانت په توګه کښېښودی. کله چې له حج څخه راستون شو نو له سړي څخه یې د خپل مال غوښتنه وکړه، خو هغه ورته برالا انکار وکړ چې ماته دي مال نه دی راکړی.

سړی قاضي ایاس ته ورغلی او په کیسه یې خبر کړ، قاضي صاحب پوښتنه ترې وکړه چې آیا نوموړی دلته ستا په راتګ خبر دی؟ هغه ورته وویل چې نه. قاضي صاحب سړی رخصت کړ او ورته ویې ویل چې دوې ورځي وروسته راشه.

له دې وروسته قاضي ایاس له امانت څخه په منکر سړي پسي خلګ واستول او راویې غوښتی. قاضي صاحب ورته وویل چې زه یو ځای په لري سفر روان یم او زما سره زیات شمېر دیتیمانو مالونه او د خلګو امانتونه پراته دي، زه خبر شوم چې ته دین دار او امانت دار یې او کور دي هم خورا خوندي ځای دی، نو غواړم چې دغه امانتونه ستاسره کښېږدم، تر څو یې ته ساتنه وکړې.

سړي وویل چې پر سرسترګو، قاضي صاحب!

قاضي ورته وویل چې ولاړ شه او د امانتونو د ساتلو لپاره ځای تیار کړه، خلګ به مالونه درپسي دروړي. د سړي له تللو وروسته لومړی سړی حاضر شو د چا له امانت ورکولو څخه چې دوهم کس انکار کړی ؤ. قاضي صاحب ورته وویل چې ورشه او ورته ووایه چې زما مال راکړه، کنه قاضي ایاس ته دي شکایت کوم. سړي چې کله دا ورته وویل نو دوهم کس سمدستي د هغه ټول امانتونه وروسپارل او بښنه یې هم ترې وغوښتل.

امانت وصولونکی راغلی او قاضي صاحب یې خبر کړ چې مال یې راته وسپاری. دوهم سړی د څو مزدورانو سره راغلی او قاضي صاحب ته یې وویل چې ځای تیار دی، مالونه چیرته دي چې مزدوران یې یوسي. قاضي صاحب ورته وویل چې زما اراده بدله شوه او د سفر کولو نیت مي اوس نشته، الله دي ستا په څیر انسانان په خلګو کې نه ډېروي.

[المستطرف في کل فن مستظرف،ص:۳۳۴]

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x