د نن سرلیکنه

له ګوانتنامو تر سیاسي دفتره

نن ټکی اسیا – سرلیکنه

د سیاسي د فتر په تشکیل کې د پوځي چارواکو ټاکل د څه لپاره؟

د ورکړل شویو رپوټونو پر اساس طالب مشرتابه د قطر دفتر په تشکیلاتو کې د پنځو تنو طالب چارواکو په زیاتولو سره د دې دفتر د غړیو شمیر اضافه کړی دی.

د طالبانو سیاسي دفتر په تشکیل کې نوي اضافه شوي غړي هغه پنځه تنه لوړ پوړي پوځي طالب چارواکي دي چې په کال ۲۰۱۴ کې د امریکايي اسیر بوبرګډال د تبادلې په عوض کې له ګونتنامو زندان څخه قطر ته راوستل شول او ترڅه وخته پوري هلته تر نظارت لاندې واوسیدل.

د طالبانو سیاسي دفتر په تشکیلاتو کې د یادو پنځو طالب چارواکو په اضافه کولو سره طالبان غواړي امریکایانو ته دوه مهم پیغامونه ورکړي :

لومړی پیغام دا چې طالبان غواړي امریکایانو ته وښيي چې په افغانستان کې د بهرنیانو خلاف روانه مقابله هغه مشروع ملي مقاومت دی چې د امریکایانو له ټول پوځي ، تخنیکي او اقتصادي تفوق سره هغوي د دې مقاومت په له منځه وړلو او کمزوري کولو ونه توانیدل او کوم طالب بندیان چې یو مهال امریکایانو د غیر قانوني بندیانو په توګه په ګوانتنامو زندان کې ساتل، نن هماغه کسان د طالبانو په تشکیلاتو کې د تر ټولو معتبرو اشخاصو په توګه له امریکایانو سره له افغانستان څخه د هغوي د ځواکونو د پر شاتګ او د افغانستان د اشغال د پایته رسولو په اړه خبري کوي.

دوهم پیغام یې دا دی چې طالبان له امریکایانو سره د مذاکراتي پروسې په پرمخ وړلو کې جدي دي، ځکه هغوی د دې مذاکراتو د لاموثریت لپاره د خپل سیاسي دفتر په تشکیل کې د داسې مؤثرو او باوري کسانو اضافه کول منظور کړل چې د طالبانو په لیکو کې له هر ډول پوځي ، اداري او سیاسي بصیرت څخه برخورداره دي.

د سیاسي دفتر په تشکیل کې د دغو اشخاصو په زیاتوالي سره د یاد دفتر هغه اړخ هم پوره شو چې ویل کیدل به په سیاسي دفتر کې د هغو پوځي قومندانانو له جملې څخه څوک نشته چې عملا په پوځي ډګر کې له امریکايي ځواکونو سره په مقابله دي.

ځکه یاد پنځه واړه کسان ټول داسې اشخاص دي چې د طالبانو د واکمنۍ په مهال یې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او ملي امنیت د لومړي نمبر مسؤلینو په حیث کار کړی، چې په دې سره له یوې خوا په پوځي برخه کې کافي مهارت لري او له بلې خوا په پوځي جبهاتو کې پر شته پوځي کسانو باندې بشپړ اغیز .

جالبه به وي چې د طالبانو سیاسي دفتر او امریکایانو تر منځ په راتلونکې ناسته کې هغه پنځه واړه کسان ناست وي چې اولس کاله وړاندې امریکایانو په ځنځیرونو تړلي تر بګرام او ګوانتنامو وړل او بیا یې هلته له هر ډول بشري قانون او محاکمې پرته په دې وجه ساتل چې دوی یو وخت پر افغانستان شکست خوړلي واکمن وو. خو دا چې هماغه کسان نن له امریکایانو سره د مذاکراتو میز ته کښيني او د خبرو له لارې خپلمنځي ستونزو ته حل لټوي، که له یوې خوا د طالبانو د نه ماتیدونکي مقاومت حقیقت څرګندوي، له بلې خوا ښيي چې طالبان لا هم د قضیې په سولییز حل باور لري او که د دغه حل رښتینی فرصت ورکړل شي، ور څخه ګټه اخلي او د خبرو له لارې د ستونزو هوارولو ته ترجیح ورکوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

د پاڼي محترمو جوړونکو اسلام عليکم و رحمته الله؛
يوه هيله لرم: دلته ځني افغانان ښې تبصرې کوي چي ژر تيري شي، که وکولای شې چي د تبصرو لست مو يوڅه اوږد کړی . خيريوسی
الله(ج) غيرتي دئ ،غيرتي ئي خوښيږي،افغانان ذاتاََ غيرتي دي ، پدوې کي بيا طالبان پکي چڼ شويدي، ستاسو پر ليکل شوي دلايلو سربيره زما په اند يو داهم کيدای شي چي په آزاد شوي بنديانو امريکايان نور هم ذليله کړي ،د دوی اود دوی د کورنيو او دټولو افغانانو زړونه په وريخ کړي.
ستاسو لپای نه مخکي دليل زه پخپله د قناعت وړ پدي نه بولم چي دا محترمين له کلو نه د جنګ څخه ليري دي،او بل داچي تراوسه داسي پيښه په طالبانوکي نده شوی چي په هغه کي دي څو کسه هغه هم بيا په نظامي چاروکي بشپړ اغيز ولري. کيدای شي غلط واوسم

حاجی اتانچی

د دی لیکنی څخه دتکبر بوی جګیږی،د دی لیکنی معنی داده چه د ولس په غم نه طالب دی او نه امریکا نه دولت،دوی فقط د ځانون په تللو سره لګیا دی چه کوم یو دروند دی

ضمیر

ددي مانا موږ لا اوس هم په جذباتو او احساساتو باور لرو تر ننه هم سیاسي بلوغته نه یو رسیدلي (طالیبان)

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close