د بشیر خلیفه صاحب رحمه الله ژوند لیک «دوهمه برخه»

د تصوف او عرفان هغه ستوری چې له مداره ووتوت خو روحانې ځلا یې لا هم زړونه تنويروي

عبدالرحیم (ثاقب)
دوهمه برخه

علمي او تربیوي فعالیتونه یې:

حضرت شمس المشائخ جناب خلیفه صاحب رحمه الله له نور المدارس څخه تر فراغت وروسته د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ د مخورو مشرانو په غوښتنه خپلې سیمې ته راغی او دلته یې د سیمې د خلګو د ځوان نسل په علمي او روحاني روزنې او پالنې پیل وکړ .

نوموړی په خپلې سیمې کې د شرعي علومو د تعلیم او تدریس ترڅنګ په سلوکو او تصوف کې هم د پام وړ خدمتونه وکړل او په دې برخه کې یې ښه علمي شهرت ترلاسه کړ.

په غزني ولایت کې د نوموړي په لاس د سلګونو دیني عالمانو تر روزل کیدو وروسته کندهار ولایت ته ولاړ او هلته یې د کندهار ښار د دو راهي سیمې سره نیږدې د بختیارو په کلي کې د شرعي علومو تدریس پیل کړ.

په کندهار ولایت کې تر څوکلن تعلیم او تدریس وروسته د حضرت ضیاء المشائخ محمد ابراهیم (مجددي) رحمه الله په لارښوونه د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ ته ولیږل شو.

د پغمان په خواجه مسافر سیمې کې هم د سیمې د خلګو د دیني ښوونې او روزنې مسؤلیت ورته سپارل شوی و چې نوموړي وکړای شول په کمه موده کې د پغمان ولسوالۍ په سطحه یوزیات شمیر د دیني علومو طالبان وروزي.

په پغمان ولسوالۍ کې د تدریس په مهال د ژمي په رخصتي کې د کابل پوهنتون او کابل پولیتخنیک یو زیات شمیر هغه محصلین هم چې د یني مفکوره یې لرله جناب خلیفه صاحب ته د دیني زدکړو د ترلاسه کولو لپاره راتلل چې د هغو له جملې څخه یو هم د هیواد مشهورعلمي او فکري شخصیت مرحوم انجنیر عبدالله ګل ( ریان) صاحب و چې له کمونستانو او ملحدینو سره د جهاد او فکري مبارزي سرخیل ګڼل کیده او په دې لاره کې یې نه هیردونکي فعالیتونه وکړل.

په پغمان کې تر څوکلن علمي فعالیت وروسته بیاهم د حضرت ضیاء المشائخ رحمة الله تعالی علیه په هدایت دا ځل د پکتیکا ارګون ولسوالۍ ته ولیږل شو او هلته یې د یوې نو تأسیسه مدرسې د مشر مدرس په حیث د سیمي د ځوانانو په دینې ښونې او روزنې کې د پام وړ خدمتونه وکړل.

هجرت ، جهاد او سیاسي مبارزه یې:

دا چې جناب خلیفه صاحب له پیله د انګریزانو په خلاف د هیواد د ستر غازي او نامتو مجاهد حضرت فضل عمر ( مجددي ) نور المشائخ صاحب رحمه الله تر روزنې لاندې را تربیه شوی و نو د ده په وینې او رګونو کې هم له پیله د جهاد او مبارزې مینه وه .

کله چې په ۱۳۵۷ هـ ش کې ملحدو کمونیستانو د یوې پوځې کودتا په وسیله د هیواد واک تر لاسه کړ دا مهال جناب خلیفه صاحب د هیواد د ځوان نسل په علمې روزنې او تدریس لګیاو .

د ثورکرغیړنې کودتا له څو ورځو تیریدو وروسته ملحدو کمونستانو جناب خلیفه صاحب هم تر تعیقب لاندې ونیو اوغوښتل یې چې نوموړی هم د نورو زرګونو دیني عالمانو په څیر د ایمان او اسلام په جرم د زندان تورو تمبو ته واچوي.

ځکه هغوي ته په غزني ، کندهار، پکتیکا او کابل ـ پغمان کې د جناب خلیفه صاحب دیني او فکري خدمتونه ښه معلوم و ؛ ځکه یې نوموړي تر جدي تعقیب لاندې ونیو.

هماغه و چې نوموړی د سیمې د نورو علماوو په مشوره مجبور شو چې د ملحدو کمونیستانو په خلاف د جهادي اعداد لپاره هجرت وکړي او خپل کلي او سیمه پریږدي.

په ۱۳۵۸ کال کې کله چې په غزني ولایت کې د هیواد د نورو ولایتونو په څیر د مجاهدینو لومړني فعالیتونه پیل شول جناب خلیفه صاحب لومړنی شخص و چې په سیمه کې د جهادي فعالیتونو د تنظیم او ترتیب په غرض له دار الهجرت څخه هيواد ته راستانه او په غزني ولایت قره باغ ولسوالۍ کې یې د کمونیستانو خلاف جهادي فعالیت پیل کړ.

په قره باغ ولسوالۍ کې د جهادي فعالیتونو په تنظیم او تنسیق کې د جناب خلیفه صاحب ترڅنګ د هغه استاذ ، استاذ کل ملاصاحب ناخیل ، مرحوم خطیب صاحب ، مرحوم مولوي بهادر خان صاحب ، مرحوم مولوي عبد الحکیم صاحب او د سیمې نورو علماوو هم فعال رول درلود.

په قره باغ ولسوالۍ کې د کمونیستانو په خلاف تر مسلح جهادي فعالیت پیل کیدو وروسته لومړنی شهید مولوي اغامحمد رحمه الله د ګاومیشک د سیمې اوسیدونکی او تر هغه وروسته بیا ملا محمد ابراهیم رحمه الله د جناب خلیفه صاحب مشرزوی د ولسوالۍ په سطحه لومړنی شهید ګڼل کیږي.

یعني د شهید ملا محمد ابراهیم په شهادت سره جناب خلیفه صاحب د قره باغ د ولسوالۍ د جهادي جبهې د مشر په حیث لومړنی مسؤل و چې د اسلام او خاوري په دفاع کې اولنۍ قرباني له خپله کوره ورکړه.

د ملا محمد ابراهیم په شهادت سره جناب خلیفه صاحب ټولو مجاهدینو او د قره باغ ولسوالۍ خلګو ته دا درس ورکړ چې د جهاد لاره د شهادت او سرښندنې لاره ده او دا سرښندنه مونږ هر یو له خپله کوره باید شروع کړو.

په قره باغ ولسوالۍ کې د کمونیستانو او شوروي اشغالګرو په خلاف د جهادي فعالیت پیل او بیا تر ډیر وخته پوري د جهادي جبهي امریت هم د جناب خلیفه صاحب په غاړه وه.

له افغانستان څخه د شوروي یرغلګرو تر وتلو او په هیواد کې د تنظیمي ګډوډیو په وخت کې جناب خلیفه صاحب د خپلې سیمي د علماواو طالبانو په تنویر، ارشاد او د هغوي په متحد ساتلو کې مهم رول درلود.

د نوموړي د همدې ارشادې او توجیهي هڅو په برکت د قره باغ ولسوالۍ او په مجموع کې غزني ولایت له تنظیمي جګړو څخه محفوظ او د علماو په کنټرول کې پاتي شو.

د طالبانو د اسلامي تحریک تر تأسیس وروسته:

په افغانستان کې د طالبانو د اسلامي تحریک تر تأسیس وروسته د غزني ولایت د علماو په انسجام او د طالبانو له اسلامي تحریک سره د هغوي په کامل حمایت کې جناب خلیفه صاحب محوري رول درلود .

ځکه د تحریک تر تأسیس وړاندې چې د هیواد د ولایتونو په سطحه د طالبانو ولایتي تشکیلات وو په هغو کې د جناب خلیفه صاحب دوهم زوی مولوي محمد اسحاق اخوند زاده صاحب د قره باغ ولسوالۍ عمومي مسؤل و.

چې د تحریک د تأسیس له پیل نه له خپل ټول محلي تشکیل سره د تحریک له لیکو سره یوځای او په خوست ، پروان او لغمان ولایتونو کې یې د مسؤل او والي په حیث دنده تر سره کړه .

د طالبانو د اسلامي تحریک په اوائلو کې جناب خلیفه صاحب د غزني ولایت د علماو د یوه پلاوې په مشري کندهار ولایت ته ولاړ او هلته یې د تحریک له تأسیسي مشر مرحوم امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد سره وکتل او هغوي ته یې د خپلې سیمې د ټولو علماو مشائخو او جهادي قومندانانو د حمایت ډاډ ورکړ.

د اسلامي امارت د واکمني په مهال جناب خلیفه صاحب د خپل علمي او ارشادي مصروفیت ترڅنګ د قره باغ ولسوالۍ د علماو د شوری مسؤلیت هم په ښه توګه تر سره کړ.

پاتې لري