افغانستان کې هر کال تر ۱۵ زرو کسان د سرطان ناروغۍ له امله مري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۹ لړم، ۱۳۹۷ل): له سرطان ناروغۍ سره د مبارزې افغان بنسټ جاوید صافی وایي چې په افغانستان هېواد کې هر کال شاوخوا ۲۰ زره کسان په سرطان ناروغۍ اخته کیږي چې له برخې یې ۱۵ زره ناروغان مري.

د راپورونو پر اساس ویل شوي چې په افغانستان کې د سرطان ناروغۍ رامنځته کېدل یو شمېر لاملونه لري، خو د غوره درملنې اسانتیاو، متخصص ډاکټرانو نه درلودل او د خلکو بېوزلۍ له دغې ناروغۍ څخه د مړو شمېره لوړه کړې ده.

له سرطان ناروغۍ سره د مبارزې افغان بنسټ جاوید صافي بي بي سي سره په مرکه کې ویلي چې د ناوړه خواړو، ناپاکه اوبو او چټل چاپیریال نارینه پر معدې او میرمنې په سینې «تي» سرطان اخته کوي، همدا ډول په درېیم نمبر د وینې سرطان ناروغان دي.

په کابل کې د جمهوریت ستر روغتون یوه ډاکټر ولید یوسفزي ویلي دي چې هره ورځ دغه روغتون ته له شلو څخه تر دریرشو د سرطان ناروغان مراجعه کوي، چې له جملې یې پنځه ناروغان د وینې پر سرطان اخته وي.

په تېره نیږدې کې د افغانستان دولت د سرطان د مړینې راکمولو او مخنیوي لپاره علمي مرکزونو کې عامه پوهاوی کوي، او ځینې ډاکټران یې په یاده برخه کې بهر ته د زده کړې لپاره استولي دي.

دوه میاشتې وړاندې د افغانستان عامې ورغیتا وزارت په یوه راپور کې ویل شوي وو چې په دغه هېواد کې هر کال تر ۳۵۰۰ تنه میرمنې د سرطان په ناروغۍ اخته کېږي، چې له کبله یې له نیمایي ډیرې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

همدا ډول د روغتیا نړیوال سازمان له یوې سروی وروسته ویلي وو چې په نړۍ کې به روان کال له اتلس ملیونو څخه زیات کسان پر سرطان ناروغۍ اخته کیږي او له لس ملیونو څخه یې زیات مري، چې زیاته برخه به یې میرمنې وي چې د سینې پر سرطان اخته کیږي، دوی زیاتوي چې په راتلونکو لسو کلونو کې به دغه شمېره ۷۰ سلنه لوړه شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د