افغانستان

مټيس: سولې ته رسېدل د امريکا تر ټولو ستره موخه ده

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۹لړم، ۱۳۹۷ل): د امريکا د دفاع وزير جيمس مټيس ويلي، چې د افغانستان سوله د امريکا تر ټولو ستره موخه ده.

مټیس تېره ورځ د امريکا د سولې انسټيټيوټ کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال ويلي، چې افغانستان لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی د سولې په برخه کې جدي کارونه کوي.

هغه دا هم وويل، چې خليلزاد ځکه دې منصب ته غوره شوی، چې هغه په دې سخت ماموريت غښتلی دی او کولی شي، چې د افغانانو په ملکيت د سولې خبرې پر مخ بوځي.

مټيس زياته کړې، چې په افغانستان د امريکا  پوځيان په افغانستان کې بوخت دي او موږ هېڅکله دا نه دي ويلي، چې زموږ ماموريت اسانه دی.

هغه دا هم ويلي، که طالبان سوله وکړي، بيا امکان لري، چې له افغانستان څخه د امريکايي او ناټو پوځيانو په وتلو خبره وشي او له سولې وروسته به له افغان حکومت سره په دې اړه مشوره کوي.

هغه دا هم ويلي، چې د اګسټ او سپټمبر مياشت کې له زرو زيات دولتي عسکر وژل شوي او په خپلو وينو يې له طالبانو سره مقابله کړې ده.

مټیس دا ارقام په داسې حال کې خپاره کړي، چې ګډ حکومت او امريکا هوکړه کړې وه، چې د يوه بل د مرګ ژوبلې په اړه به رسنيو ته معلومات نه ورکوي.

تر دې وړاندې تېره اوونۍ د امريکا لوی درستيز جنرال جوزف ډنفورډويلي و، چې د افغان عسکرو د مرګ ژوبلې خبرونه د خپرېدو وړ نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدګل اغابنوری

دتعمُق اوفکر خبره داده چه ستاسی وینا په خپل جرم اوجنایت اقراردی ، اوپدی اوس هر څوك پوهیږی چه امریکایان هیڅ ډول قانون ته ژمن ندی بلکه یوه جنګی پروژه ده اوپه خواکی دمحکوم هیواد زیرمی چورکول دی ؟ البته ستاسی په کلتور کی به شرم اوعار ځای نلری ،چه څه کوئ همغه ستاسی دستورالعمل دی ؟ والسلام .

جميل

خوار و ذبون شی ، اوس دي سد سرته راغی اوکه زور درباندي راغی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x