نړۍ

ترکيه: وژونکې ډلې خاشقجي ټوټه ټوټه کړی او جسد يې ضايع کړی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۹لړم، ۱۳۹۷ل): د ترکيې  لوی څارنوال رسما وويل، چې سعودي خبريال جمال خاشقجي استنبول ښار کې د سعودي قونسلګري کې د يوه جوړ شوي پلان له مخې په زندۍ کېدو وژل شوی، جسد ټوټه ټوټه شوی او بيا ضایع شوی دی.

ترکي او عربي رسنۍ وايي، د اکتوبر له دوهمې نېټې، چې د جمال خاشجقي د ورکېدو موضوع توده شوې، ترکي چارواکي له سعودي پوښتنه کوي، چې د خاشقجي د جسد په اړه معلومات ورکړي، خو سعودي لا هم ترکيې ته په دې اړه مثبت ځواب نه دی ویلی، چې له امله يې ترکيه دې پایلې ته رسېدلې، چې وژونکې ډلې خاشقجي ټوټه ټوټه کړی او  جسد يې ضايع کړی دی.

د  ترکيې له لويې څارنوالۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ترکيې له سعودي غوښتي، چې د خاشقجي په وژنه کې اتلس متهم کسان ترکيې ته د محاکمې لپاره وسپاري.

د ترکيې لوی څارنوالی دا هم وايي، چې د سعودي له لوی څارنوال سره د شوو ناستو کومه ځانګړې لاسته راوړنه نشته او زياته کړې يې ده، چې سعودي هم ده ته بلنه ورکړې، چې رياض ته سفر وکړي.

د ترکيې لوی څارنوال د لومړي ځل لپاره داسې څرګندونې کړي او د هغه معلومات د امنيتي ادارو په څېړنو ولاړ دي.

د يادونه وړ ده، چې د سعودي حکومت مخالف خبريال د اکتوبر په دوهمه په استنبول ښار د سعودي قونسلګري ته تللی و، هلته وژل شوی او له دوو اونيو انکار وروسته سعودي ومنله، چې هغه هلته وژل شوی دی، خو دا قضيه لا هم له ګڼو ناويل شوي پوښتنو سره ګونګه پاتې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x