تاریخ او شخصیتونهشخصیتونه

شهید خالد حسن، هاغه د واورینو درو مسافر

قاري سعید

د تېرې جمعې په ناوخته ماښام، د ۲۰۱۸ م کال د اکتوبر په ۲۷ مه، یوې امریکایي ډرون الوتکې د پکتیا په زرمت کې یو موټر په نښه کړ او هغه زلمی طالب یې په کې شهید کړ چې له اوس نه اوولس کاله وړاندې د امریکایي اناکونډا عملیاتو په مهال په ټپي حالت کې د بې شمیره امریکایي څارګرو او بمبارګرو الوتکو له هجوم څخه ژوندی وتلی و. دلته درسره د شهید خالد حسن هغه کیسه شریکوم چې له ده مې اوریدلې او بیا یاداشت کړې وه، ګوندې زموږ د پرتمین جهاد د افسانه وزمه حوادثو د یوې وړې نمونې په حیث د تاریخ برخه شي.

امریکایانو د ۲۰۰۱ م  کال د مارچ په میاشت کې چې د پکتیا غرونه تر سختو واورو لاندې و، د دې ولایت په شاهیکوټ دره کې په هغو طالبانو عملیات پیل کړل چې دلته یې سنګر نیولی و. ملا خالد حسن چې هغه وخت تنکی ځوان و، د دې سختې غزا له ګډونوالو څخه و. هغه خپله کیسه داسې کوي.

د جګړې په مهال یوه ورځ غرمه مهال ملا سیف الرحمن منصور زموږ سنګر (بلال سر) ته راوخوت، د قاري افتخار په نوم یو سواتی مجاهد هم ورسره و. سره له دې چې په موږ فشار ډیر او د ډیر جنګ او بمبار له امله د ټولو ملګرو سرونه خوږیدل خو د مشر په لیدو مو حوصله لوړه شوه. د مشر روحیه ډیره پرځای وه، د جنګ له وضعیت نه راضي و او داسې معلومیده چې په امریکایي تلفاتو یې زړه یخ شوی وي. غږ یې وکړ: څوک به چای تیار کړي.

زه او بهایي جان ( یو مجاهد) لاړو، اوبه مو راوړې،کله چې د ګاز ډبې لپاره اطاق ته ورغلو، نو اطاق بمبار نیم نړولی و. خو ګاز ډبه مو راوایسته. بیرته راغلو سنګر ته، دلته مو د بمبار او الوتکو تر غرهار لاندې د زیکویک په مورچه کې له مشر(ملا سیف الرحمن منصور) سره چای نوش کړ.  مشر تر ماښامه همدلته له موږ سره و، ماخستن ناوخته یې وویل چې ډیر بې خوبه یم،دا ډیر وخت مې خوب نه دی کړی، لږ آرام ځای نه لرئ؟ بیا مو لاندې یوه ګاره کې د خوب ځای ورته آماده کړ. شپه یې زموږ تر سنګر لږ لاندې ګاره کې شوه. خو د شپې په دې ځای بمبار خورا زور واخیست. ګارې ته نږدې بمونه ولویدل، زما ملګری محمد ایوب شهید شو او زه ټپي شوم. د مرستې لپاره مې څو اوازونه وکړل خو چا ځواب رانکړ. اخر مې له پاسه په ډیر تکلیف ځان لاندې وښویاوه. د ګارې تر خولې ورسیدم. قومندان منصور صاحب چې د نږدې بمبار له امله راویښ شوی و په تیاره کې یې غږ راباندې وکړ، کوم یو یې؟ ځواب مې ورکړ: زه یم، محمد ایوب شهید شو او زه زخمي شوم. بیا یې له نورو ملګرو سره رابطه وکړه او امر یې وکړ چې زخمیان د ایجنسۍ په نوم شرق اړخ ته یوه غرني مرکز ته ورسوي، ځکه هلته څه بهرني مجاهدین وو چې ورسره ډاکټران هم ول.

دغه وخت زما یو بل ملګری جیلاني هم ټپي شوی وو. موږ یې د ایجنسۍ په نوم مرکز ورسولو، خو هلته هم د علاج وسائل او درمل نه وو. دغه وخت هغې خواته هم بمبار او جنګ زیات شوی و. له قومندان منصور صاحب سره مو رابطه وکړه، هغه وویل: که روغ یاست پاته شئ اومقاومت وکړئ او که زخمیان یاست، نو هرې خواته چې ځان ایستلی شئ ووځئ.

همدلته مو بله شپه هم په داسې حال  تېره کړه، چې سخت یخ و، د واورې له اورښت سره بمونه هم اوریدل او د خوراک لپاره هم څه نه وو. په سبا د دوو نورو ملګرو بهایي جان او قاري حبیب په همکارۍ موږ دوه تنه زخمیان ( زه او جیلاني) جنوب شرق اړخ ته د ځنګلي غرونو پر خوا روان شوو.په داسې حال چې هیڅ لاره او لوری نه رامعلومېده د پکتیا ولایت د ځدراڼو دغرونو په سلسلو کې د نامعلوم منزل په خوا رهي شوو. له ما او جیلاني سره وسلې وې او دوه نور ملګري ( بهاي جان او قاري حبیب الله) بې وسلې وو.

زما چې زخم ژور و د تګ په وخت کمزوري راباندې راتله، یو شواروز مو څه شی نه و خوړلي، یوازینی خوراک مو واوره وه، خو د واورې خوراک مو هم وروسته ستوني را خراب کړل، د بهايي جان بیا پښې وسوزیدې، په غرونو او ګړنګونو روان وو او سخته واوره هم اوریدله، دا درک هم نه معلومیده چې موږ کومې خواته ځو، د مزل په جریان کې داسې وخت راغی چې زه او بهايي جان له نور تګ څخه ولویدو.، جیلاني او قاري حبیب تکړه وو.

هغوی ته مو وویل چې موږ نور مزل نه شو کولای، نو تاسې ولې له ځان سره هلاکوو، تاسو چې تکړه یاست در روان شئ، شاید یوه کلي ته ځان وباسئ، که موږ ژوندي پاته شوو او سیک را په کې وو، پسې دربه شو او که درنغلو، نو حد اقل تاسو ته خو به دومره درک معلوم وي چې موږ په دې ځای کې پاته شوي یو.

په هر حال جیلاني او قاري صاحب ته مو اجازه ورکړه او دوی لاړل ، زه او بهایي جان پاته شوو، چې ډیر کرار کرار او په مټه خوارۍ مو مزل واهه، یو وخت چې ماښام رابریدونکی و، په غره کې مو د ځنغوزیو د ټولوونکو زړه څپره یا څاله پیدا کړه، له واورې مو همدې څالې ته پناه وروړه ، سخت یخ و، لوږې او د غرونو مزل مو بدنونه بې سیکه کړي وو.

د یخ د دفع کولو لپاره مو  د اور بلولو کوښښ وکړ، د جهادي تعلیم په وخت به موږ ته شهید فدا محمد جواد صاحب همیشه ویل چې ځیني ضروري شیان لکه د  اورلګیت کوتی، چاقو او داسې ځیني نور شیان همیشه درسره ګرځوئ چې یو وخت په کار درځي. ما چې خپله چانټه ولټوله، د اورلګیت کوتی مې پیدا کړ. د څالې په منځ او شاوخوا کې څو غټ غټ لرګي پراته وو. اول مې فکر نه کاوه چې په آسانۍ به اور واخلي، خو چې خلی مې ورته وواهه، لرګي غوړ و او سمدستي یې اور واخیست، په اور مو نور لرګي هم باندې کړل او نږدې ورته کیناستو، په یوه شیبه کې تاوده شوو او حتی ټوله څاله داسې توده شوه چې د بام واورې یې ویلې شوې او څڅوبی شروع شو. تر سهاره له اور سره ناست وو. بدن مو تود شو او داسې تکړه شوو لکه تازه وینه چې را پکې چلیدلې وي.

تر سهاره همدلته و او سهار چې تر پخوا تکړه شوي وو یو ځل بیا مو مزل پیل کړ، په غرونو کرار کرار واوښتو، دهیڅ انسان پل او نښه نه معلومیده،د لارې درک هم نه و، د ځمکې مخ ټول سپینو واورو نیولی و، موږ  هڅه کوله د تللیو ملګرو پل پیدا کړو، خو هیڅ درک یې نه و، یو وخت چې له یوه اړخي واوښتو  له لرې مو د مخامخ غره په ډډه کې د منډ په شان لاره تر سترګو شوه، په همدې ګمان ور روان شو خو یقین مو نه و، کله چې ورنږدې شوو او و مو لیدل چې د انسانانو پلونو تیر شوي، داسې خوشاله شوو، لکه لویه ورکه مو چې موندلي وي، همدا پلونه مو پسې واخیستل، چې ناڅاپه له مخامخ لوري قاري حبیب الله راواوښت، چې کله یې په موږ سترګې ولګیدې نو له ډیرې خوشالۍ یې وژړل او سلګو واخیست. دوی غالبا زموږ د ژوند ډیره تمه نه درلوده. قاري صاحب وویل راځئ، دلته مو یو د امن ځای پیدا کړی دی.

دوی چې له موږ وړاندې دې سیمې ته را رسیدلي وو، نو دلته د سرانې په سیمه کې( چې د مولوي جلال الدین حقاني صاحب اصلي سیمه ده) له یوه مخلص پخواني مجاهد سره مخامخ شوي وو. هغه ورته ویلي و چې که وړاندې لاړ شئ کیدای شي د پاچا خان ځدران له کسانو سره مخ شئ او یا به مو هم هغه امریکایي جاسوسان کشف کړي چې امریکایانو په دې سیمه کې موظف کړي تر څو له شاهیکوټه را اوښتونکي مجاهدین ونیسي او امریکایانو ته یې په لاس ورکړي. نو ښه دا ده چې له ماسره کور ته لاړ شئ. دوی  دا خبره ورسره منلې وه او موږ هم د قاري حبیب صاحب په رهنمایي هماغه کور ته ورغلو.

د کور څښتن نهایت مخلص او مسلمان سړی و، موږ ته یې په کور کې دننه د اوسیدو ځای برابر کړ، په همدې غرمه یې چرګ حلال کړ او ښه ښوروا یې برابره کړه. خو د ډوډۍ په وخت زما او بل ملګري ستوني د ډیرو واورو خوړلو له امله داسې بند و چې خوراک مو نه شوای کولای. کوربنو لکه چې تجربه درلوده، ویل یې اول ځان ښه تود او لږ خوب  وکړئ، د ماسپښین له لمانځه وروسته ویده شوو او تر مازدیګره مو خوندور خوب وکړ، کوربنو مازدیګر بیا دسترخوان ویړ کړ او هماغه غرمنۍ ډوډۍ یې راوړه، خودا وار مو ډیره ښه وخوړله او ایله پر خپل حال شوو.

کوربانه ډیر اخلاصمند او مسلمان خلک معلومیدل، موږ ته یې ویل چې بهر مه وځئ خطر دی، ځکه خلک اکثره بدل شوي، د امریکا جاسوسان هم ډیر دي او ځیني خلک د طالبانو سره ضد شوي دي، دوی ویل که خدای مکړه چیغه درپسې راووځي بیا مو موږ هم نه شو خلاصولی،په دې کور کې مو څو شپې وکړې، د کور خلکو به له بهر دا ویروونکي خبرونه هم را رسول چې نن په پلاني کنډو مجاهدین راواوښتل، خلکو وسلې ترې یووړې، یا د امریکا د ملګرو عسکرو لخوا ونیول شول. موږ او دوی به په دې هم مجلس کاوه چې له دې ځایه څرنګه وتلی شو. د کور خلکو ویل چې له دې ځایه مسلح وتل امکان نلري، ځکه خلک مو دستي پیژني او حکومتي عسکر خبریږي. نو د وتلو یوه لاره شته، چې خپلې وسلې دلته پریږدئ او بیا به مو موږ په یوه طریقه وباسو.  خو زموږ یو ملګری ډیر شکاکي وو، هغه به له موږ سره دا خبره نه منله چې وسلې د کور خلکو ته وسپارو، تر دې وخته موږ خپلې وسلې او چانټې له ځان سره ساتلې وې، هغه ویل چې که وسلې ورکړو هسې نه چې حکومت ته مو په لاس ورکړي. هغه هم ځکه ملامت نه و، چې د کابل له سقوط وروسته داسې ډیرې پيښې وشوې، حتی په دې طریقه ډیر خارجي مجاهدین په امریکایانو خرڅ شوي وو، دا کیسې چې هغه وخت موږ تازه اوریدلې وې نو په هر چا شک کیده. خو موږ به چې د دې خلکو اخلاص لید نو به مو خپل ملګري ته ویل چې دا ډیر مخلص خلک دي که داسې څه وای بیا به یې موږ ته پناه نه راکوله. خو په همدې خبرو کې څو ورځې ووتې.

یوه ورځ چې په همدې سره غږیدو  د کور والا وویل چې یو کارکیږي چې خپلې وسلې دلته پریږدئ بیا به مو په تیاره کې موږ د خوست – ګردیز تر لارې پورې ورسوو او له هغه ځایه به په موټر کې ګردیز ته لاړ شئ. دا وخت زموږ د یوه ملګري له خولې دا خبره ورووته چې موږ خو والله  له تاسو هم لږ  لږ  ډاریږو چې که وسلې درکړو هسې نه زیان راته ورسوئ. په دې خبره دوی ډیر خپه شول او بیا یې ډیر شدید قسمونه او تعهد وکړ چې داسې به نه کیږي. د کوروال وویل چې زه درسره د ګردیز تر لارې د میراجان تر دوکانو په شپه کې ځم، هلته مو موټر ته هم پورته کوم، خو په دې شرط چې وسلې دلته پریږدئ، ځکه له وسلو سره هر ځای مشکل درته جوړیږي.

ټینګ تعهد مو سره وکړ او د وسلو د امانت ایښودلو خطونه مو سره ولیکل، دوی وویل ستاسو وسلې به له موږ سره امانت وي، چې هر وخت راغلئ در به یې کړو. خو دوسلو د ورکړې په وخت کې ما درې حلقې لاسي بمونه د کوټ په جیبونو کې راسره کیښودل او حتی خپل ملګري مې هم خبر نه کړل. بله شپه د کور وال تر مخ  او موږ ورپسې له کوره ووتلو، په شپه شپه کې یې د میراجان دوکانو ساحه کې د خوست –  ګردیز سرک ته وایستو، چې میراجان دوکانو ته ورسیدو د کور وال زموږ ملګري جیلاني ته مخ راواړاوه، د پنځه سوو کلدارو نوټ یې په لاس کې ورته ونیو او بیا یې په قسم وویل چې په کور کې مو یوازې همدا نغدې روپې وې او نورې نه وې، دا درسره واخلئ کرایه به مو شي. دا صحنه او د هغه ناپیژندویه ناداره  افغان اخلاص او مسلماني هغه څه وه چې هیڅکله له یاده نه وځي. د میرا جان دوکانو سیمه کې سهار وختي یوه هوټل ته پورته شوو او تر څو چې مو چای خوړل کوربه ملګري را غږ کړل چې راځئ موټر تیار دی.

چې را ووتو دوه موټر ولاړل ول، قاري حبیب او بهایي جان ډاټسن ته وختل، زه او جیلاني کاسټر موټر ته پورته شوو چې  راسره کوربه ملګری  هم و او ویل یې تر ګردیزه درسره ځم، کله چې وختلو، ګورم چې کاسټر کې زیاتره مسلح کسان سپاره دي او په لوړ اواز یې د سندرو فیته وراچولې ده. په زړه کي راتیره شوه چې اوس کار خراب شو، د کور وال ته مي وویل چې دلته راشه، هغه مې څنګ ته راغی او اندیښنه مې ورته وویله، هغه ویل چې دا د پاچا خان ځدراڼ مسلح کسان دي، ګردیز ته ځي، هلته د امریکایانو سره په ګډه د طالبانو په ضد عملیات کوي. په موټر کې ځیني د لارې خلک هم ورسره سپاره دي.هیڅ اندیښنه مه کوه، زموږ تاسو لپاره تر دې ښه موټر نشته، تر ګردیزه به هیڅوک هم پوښتنه درنه ونکړي.  زه هم چې اول ویریدلی وم دې خبرې لږ مطمئن کړم. خو بیخي عجیبه راته معلومیده، د پاچا خان زوی عبدالولي د شاهیکوټ په جنګ کې د یوه محاذ مسؤل و او دامریکایانو ملګری و، اوس بیا موږ  مجاهدین د ده له کسانو سره په موټر کې سپاره وو خو نه یې پیژندلو. هغوی ګردیز ته روان و تر څو له امریکایانو سره په ګډه د طالبانو په ضد عملیات وکړي. خو خبر نه و چې طالبان ورسره په موټر کې سپاره دي، د پاچا خان کسانو موټر ته د سندرو کیسټ ور اچولې وه چې هغه وخت تازه امارت سقوط کړی و او سندرې ډیرې بدې لګیدلې، ځکه زړونه ډیر غمجن و او کلونه کلونه دغه آواز چا نه و اوریدلی، هغه وخت چې د نوي ځواني احساسات وو یو ځل خو دومره غوسه راغله چې په زړه کې راتیره شوه، راځه په همدې موټر کې په په جیب کې راسره ګرنیټونه وغورځاوه چې د پاچا خان کسان ټول له منځه لاړ شي. خو بیا مې چې کتل ځیني عام د لارې خلک هم په موټر کې سپاره وو.

په همدې ډول له سټو کنډو  پورته شوو، د بنوزو سیمې ته ورسیدو، هلته موټر ودریدل او موږ ښکته شو،  چې ګورم پاچاخان ولاړ دی او خپلو ټوپکیانو ته منتظر وو، پاچا خان وویل چې د لارې خلک بیل شئ، موږ هم له څو نورو کسانو سره  بیل شوو او لږ ساعت وروسته مو ډاټسن موټر پیدا کړ تر څو مو ګردیز ښار ته ورسوي، چې د ګردیز ښار ته رانږدې شوو، ګورو چې دخوست لین له پله سره د امریکایانو پیره ولاړه ه،له خلګو پوښتنې او تلاشي کوي. دلته مې نو ټینګ قصد وکړ او د ګرنیټ ګوزار ته مې ځان آماده کړ چې که یې وویل چې را ښکته شه یا تلاشي را کړه نو وار به ورباندې مخکې کوم. خو امریکایانو او ورسره ترجمانانو زموږ په منځ کې له جیلاني پوښتنه وکړه، چې له کوم ځایه راغلې او څه کار کوې. هغه ورته وویل له ګردې څیړۍ راغلم، هلته مې اوزې اخیستې. دوی هم وویل چې ځئ. په دې ډول د امریکایانو له تلاشي هم تېر شوو. ګردیز ښار ته ورسیدو او له هغه ځایه مو د زرمت موټر پیدا کړ او خپلې سیمې ته راورسیدو.

( شهید خالد حسن له هغه وخته پوره اوولس کاله نور هم د امریکایي اشغال په وړاندې جهاد وکړ، دوه ځله بندي او یو ځل ټپي شو، په دې وروستیو دوو کلونو کې د پکتیا د مرکز ګردیز جهادي مسؤل و تر دې چې آخر یې هم هغسې انجام( شهادت) په نصیب شو چې دغه باعزمه زلمی ورسره ښایېده.

بنا کردند خوش رسمی بخاک و خون غلطیدن

خدا رحمت کند این عاشقان پاک طینت را

(تقبله الله فی اعلی علیین)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حسن علی

الله دی شهادت قبول کړی درد څخه ډک داستان

الحاج استاذ بیانزی

زه ددی خلکو په شهادت خوابدی نه حتی څو ځلی خوشاله یم ، د میړنو او اتلانو مرګ په بستره کی نه سنګر کی او له ناروغی نه له مرمی او شکنجو د شهادت مقام ته رسیږی ، زه د دی شهیدانو په اړه داسی فکر کوم چه جنتیانو ته ګورم او د جنتیانو لیدل په دی دنیا ناممکنه خبره ده مګر دا چه له مرګه دمخه د جنتو اهل دی لیدل یی ثواب لری. بله حیرانونکی خبره یی دا چه مونږ د هغوی کارنامی او میړانی په خپلو سترګو وینو او په خپلو غوږو یی اورو او مونږ کی… نور لوستل »

حاجی اتانچی

پوښتنه می دا ده چه ته ولی نو د شهادت مقام ته ځان نه رسوی؟

بابر

اللهم الغفره و الرحمه ، و تقبل شهادته

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx