تاریخ او شخصیتونه

د مسلمانانو هغه اختراعات چې د نړۍ شکل یې بدل کړ

ترتیب او ژباړه: کامران ملک، د پوهنتون استاد

کله چې د ځینی خلکو اذهانو ته د پوهنتون یا University کلمه راشي نو داسې فکر کوي چې دا به د خارجیانو په لاس جوړ شوې غیر دیني ځای وي لدې امله ورته په ډیر بد نظر کتل کیږي.

ایا تاسې تراوسه پوهیدئ چې د لمړني پوهنتون بنیاد مسلمانانو ایښې و؟

پدغه لیکنه کې موږ د لسو هغه مهمو نوښتونو په هکله بحث کوو د کومو اساس چې مسلمانانو ایښې.

ایا پوهیدئ چې مسلمانان ددې لس مهمو نوښتونو له لارې انساني ټولنې ته څومره ستر خدمت کړی؟

ددې لس مهمو نوښتونو په هکله مشهور امریکایی انترنیتی پاڼې CNN یو مطلب نشر کړی چې تاسې سره یې شریکو.

1. جراحي: لمړنۍ جراح یو مسلمان طبیب/ډاکټر و چې نوم یې الظهراوي و چې په ۱۰۰۰ م کال کې یې د جراحی اصولو په هکله یو کتاب لیکلی و چې ۱۵۰۰ صفحې یې درلودلې، دغه کتاب په اروپا کې تر ۵۰۰ کلونو پورې د یو مرجع کتاب په توګه ترې خلکو استفاده کوله، نوموړی د رازی او ابن سینا وروسته دریم مسلمان دی چې د زړه جراحی یې ترسره کړه. ددی ترڅنګ د زانو (زنګون) عملیات، د مثانې (کڅوړی) نه کاڼی لری کول او ډیرۍ نور داسې خارق العاده کارونه دده له لاسته راوړنو څخه شمیرل کیږي.

2. د پرواز ماشین: عباس ابن فرناس د انساني تاریخ لمړنۍ کس و چې پرواز وکړي، نوموړی د شل کاله تحقیق وروسته پدې وتوانید چې د لاسي الاتو په ذریعه عملا پرواز وکړي چې د مرغۍ شکل ته یې ورته والی درلود. د یادونې وړده چې د سپوږمۍ یو مشهورو سروی د ابن فرناس په نوم نومول شوی.

3. پوهنتون: لمړنۍ پوهنتون د یوې مراکشۍ مسلمانې لخوا چې فاطمه الفهری نومیده په کال ۸۵۹ م کې جوړ شو چې د هغې خور مریم بیا په همدې پوهنتون کې یو مسجد هم تاسیس کړ. نوموړی پوهنتون تراوسه پورې فعال دی او د پخواني پوهنتونو د لیست په سر کې حسابیږي. په نوموړي پوهنتون کې یوه کتابخانه هم شتون لري چې د ۵۰۰۰ جلدو نه زیات کتابونه پکښې موجود دي چې په نړیواله سطحه یو له پخوانیو کتابخانو له جملې څخه شمیرل کیږي.

4. الجبر: لمړنۍ کس چې الجبر یې مخ ته راوړ یو ریاضی پوه، ستوري پیژندونکې او مسلمان فیلسوف و چې محمد بن موسی الخورزمی نومیده، نوموړي ته په تاریخ کې د الجبر پلار هم وایی، هغه په قرون وسطی کې خطي او دوهمه درجه معادلې حلولی او د جبر او مقابلې په نوم یې یو کتاب لیکلی چې وروسته لاتینی ژبې ته ترجمه شو او تراوسه خلک ترې نه د الجبري معادلو په حل کې استفاده کوي.

5. نور: د نور یا رڼا له برکته چې تاسې څومره مطالعی او پرمختګونه ګورئ دا د ابن هیثم له برکته دی، ابن هیثم د له یو له هغه غوره ریاضی پوهانو او فزیک پوهانو څخه دی چې د نیوټن څخه ۷۰۰ کاله مخکې د نور د خواصو په هکله بحث کړی نو ځکه نوموړي ته د نور د فزیک پلار وایی ځکه چې دده د تحقیقاتو په نتیجه کې د عکس اخستلو او عکاسی کمره او د پراجیکتر تصور رامنځته شو. یو مشهور ستوری هم دده په نوم په ۱۹۹۹ کال کې ونومول شو.

6. موسیقي: د CNN انترنیتی پانې په وینا دا موسیقي په خصوصي توګه اسلامی موسیقی وه چې په اروپا یې غټ اثر درلود، د موسیقی په هکله مشهور مسلمان ابونصر فارابی ډیر کار کړی چې د موسیقي کبیر په نوم کتاب هم نوموړي لیکلی.

7. د غاښونو برس/ مسواک: لمړنۍ کس چې له غاښونو برس یې استفاده وکړه هغه محمد صلی الله علیه وسلم و حتی اوس هم د غاښونو په کریمونو کې د مسواک د ونې له موادو څخه د غاښونو په پاکولو کې مرسته اخستل کیږي.

8. شفاخانه: لمړنۍ شفاخانه په ۸۷۲ م کال کې د احمد ابن طولون لخوا په قاهره کې منځته راغله چرته به چې مریضان په وړیا توګه تداوي کیدل، د همدې وروسته د شفاخانې تصور نورې نړۍ ته وارد شو.

9. میلن: دا یوه آله ده چې خطي حرکت دورانی ته تبدیلوي، د همدې آلې په برکت نقلیه وسایل په حرکت کې رازي، دغه آله د لمړي ځل لپاره په ۱۲ قرن کې د روباتیک د علم پلار، ریاضی پوه او مسلمان مهندس الجزري جوړه کړه، نوموړي د مباني نظري او عملی مهندسی میکانیک په نوم کتاب هم لیکلې.

10. قهوه: دا داسې یو څښاک دی چې فعلا په اروپا کې هیڅوک یې پرته کار نشي کولاۍ او پر خپل کار لدې پرته تمرکز نشي درلوداۍ، قهوه د لمړي ځل لپاره په په نهم م قرن کې د یمن د خلکو لخوا جوړه شوه چې بیا د مصر خلکو د قهوې جوړول شروع کړل، په ۱۳ قرن کې په ترکیه کې یې استعمالیدل پیل شول او د ۱۶ قرن وروسته اروپایانو هم د قهوې استعمالول پیل کړل. په حقیقت اوس اروپایان د قهوې څښکلو پرته ژوند نشي ترسره کولاۍ.

سرچینه: CNN انترنیتی پاڼه

http://edition.cnn.com/2010/WORLD/meast/01/29/muslim.inventions/index.html

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x