نظــر

په پارلمان کې ناست استازي د کوم ولس استازیتوب کوي؟!

احمد مختار

ولسي جرګې یوشمیر امنیتي چارواکي د هیواد د وروستي وضعیت په اړه استجواب کړي و چې هغوی حاضر نه شول.

ولسي جرګې ته د یادو امنیتي چارواکو نه حضور د دې ښکارندويي کوي چې یا اصلا هغوی د جرګې غړیو ته د ولسي استازیو په سترګه نه ګوري او یاهم هغه څه چې د هیواد په امنیتي ساحه کې جریان لري د هغه مخنیوی اوکنټرول د امنیتي چارواکو له توان او صلاحیت لیري خبره ده .

په خوست، ننګرهار، پکتیکا او لوګر کې د امریکايي ځواکونو لخوا د ولسي خلګو وژنه او د هغوی په کلیو شپني عملیات ترسره کول هغه څه دي چې خپله امریکايي شنونکي یې د امریکايي ځواکونو بشرضد جنګي جنایتونه بولي او غندي یې.

خو د افغانستان په ولسي جرګه کې د ولس په نوم راټول استازي د امریکایانو پر دغو ټولو بشري جنایاتو خوله پټوي او ځیني یې خپل مسؤلیت یواځې په دې پوره بولي چې مونږ امنیتي چارواکي استجواب کړل ، مګر هغوي زمونږ غوښتنې ته ځواب ونه وایو.

حقیقت خبره دا ده چې یواځې پارلمان نه، بلکې په هیواد کې د حکومت او دولت په نوم ټول تشکیلات له ولسمشري نیولې تر ولسي جرګې ، مشرانو جرګې ، قضا او عدلي مراجع او ټول دفاعي او امنیتي ارګانونو پوري د اشغال او اشغالګرو په موجودیت کې د امریکايي مظالمو د مخنیوي هیڅ ډول صلاحیت نه لري ، بلکي امریکایانو هغوی ایجاد کړي د دې لپاره دي چې د افغان ولس پر خلاف خپلو ټولو جنایاتو او مظالمو ته د همدې بي صلاحیته دولتي تشکیلاتو په وسیله مبرر پیدا او هغه د یوه مشروع عمل په حیث توجیه کړي.

که دا خبره نه وي ولي په اصطلاح ولسمشر ، د هغه کابینه ، پارلمان او نور عدلي او قضايي مراجع امریکايي اشغالګرو ته نه وايي چې تاسو ولي او په کوم جُرم باندې زمونږ بیوزله ولسي وګړي وژنئ او کورونه یې ور ورانوئ؟

ایا ولسمشر او دهغه د حکومت نور مربوط ارګانونه په ننګرهار، خوست ، پکتیکا او لوګر کې له تیرو څو میاشتو راهیسي د امریکايي اشغالګرو او د هغو د اجرتي قاتلانو وحشتونه نه ویني چې هره ورځ د هغوي بوږنوونکي انځورونه د رسنیو د سر خبر وي؟

دا چې د هیواد هر وګړی د افغانانو په خلاف د امریکایانو دغه مظالم ویني دولتي چارواکي خو یې حتما ویني خو له بده مرغه چې د هغوی توظیف د دې لپاره شوی چې همدا جنایات تبرئه کړي نه دا چې د هغوي مخنیوی وکړي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x