افغانستان

سکاټ مېلر هم وايي روانه جګړه پوځي حل نه لري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰لړم، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو عمومي قومندان سکاټ مېلر وايي، دې پایلې ته ورسید، چې د دوی پیل کړې جګړه په جګړه له منځه نه ځي.

هغه له این بې سې، تلویزون سره مرکه کې ویلي، په افغانستان کې د امریکا جګړه پوځي حل نه لري او باید له سیاسي لارې حل شي.

مېلر چې وړاندې تر دې دندې يې په افغانستان کې د ځانګړو ځواکونو په لیکو کې په شپنیو عملیاتو، چاپو او جګړو کې برخه لرلې، نږدې دوه میاشتې وړاندې نوې دندې ته راغی.

مېلر ویلي و، چې که په جګړه کې معلومات پیدا نه کړي، هسې به د بریا اوازه ګډه نه کړي، نوموړی دوه میاشتې کې دې پایلې ته رسېدلی چې باید پر سیاسي حل لارې ټینګار وشي.

هغه د روان میلادي کال د سپټمبر په لومړیو کې د جنرال نېکولسن پر ځای د بهرنیانو عمومي قومندان شو، چې په روانه جګړه کې نهم قومندان ګڼل کېږي.

مېلر منلې چې جګړه په جګړه نه حل کېږي، خو ضمناً يې پر طالبانو هم غږ کړی چې تاسې يې هم په جګړه نه شئ ګټلی.

په ورته مهال د امریکا دفاع وزیر هم ویلي، چې په افغانستان کې د سولې نیت لري او دعوه يې کړې چې د روانې ستراتېژۍ اصلي موخه يې د سولې راتګ دی.

د شنونکو په باور د سولې د هڅو لپاره د امریکا له لوري د زلمي خلیلزاد ګمارنه، په قطر دفتر کې د نویو طالب مشرانو زیاتول، له پاکستاني زندانه د طالب مشر ملا برادر خلاصېدل او قطر دفتر ته د امریکایانو له لوري د مخامخ خبرو ارزښت ورکول دا په ډاګه کوي چې سولې ته هیلې ډېرې شوې دي.

دا په داسې حال کې دی چې افغان حکومت یو ځل بیا د سولې په تړا د مسکو ناسته کې ځان ګوښې ته کړی دی.

د روسيې د بهرنیو چارو وزارت نن (پنجشنبه، ۱۰لړم) د دې ناستې د پیل ورځ بللې وه، چې سولې شورا يې هم تایید کړی و، خو تېره ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وویل له روسي چارواکو سره يې په دې اړه چنې روانې دي او لا هم هوکړې ته نه دي رسېدلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

نن سبا په سیاسي ډګر کې د “وين او لاسټ” یعنې “بُرد و باخت” تیوري ناکاره شوې ده، ښه مثال یې د زورورو امریکایانو زورازمایي وه چې طالبان یې د لاسټ و پولې ته ګوزار نه کړای شوی بلکه ددې معادلې د لاسټ له ګواښ سره اوس خپله مخ دي خو فکر کیژي چې منلو ته به یې کله هم نه شي تیار.. نو پس طالبانو ته هم په سیاسي ډګر کې پکار دي چې د “وېن وېن” یعنې “بُرد بُرد” په معاصره فارموله باندې له مغرورو امریکایانو سره مذاکراتي داسې تعامل وکړي چې له اشغال وروسته پړاو کې له… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

غوربندی صاحب سلامونه او نیکی هیلی مو ومنۍ ! د مادی امکاناتو او جنګی تحریکونو د کارولو له مخی ستاسی خبره ( لوز او لاسټ ) سمه ده چه ( امریکایانو د خپلو مادی امکاناتو او نظامی روزنی سره سره طالبان لاسټ نه کړی شو حتی خپله د لاسټ سره مخ دی . طالبان د الهی نصرت په مټ د ( وین او وینو ) سره مخ دی خو [ که په مذاکراتو کی له اړینو حکمتو او احتاط تر لاسه نه کړی د راتلونکی د پاره به د نړیوال کفر ( استعمار) د هر اړخیزو بندیزونو سره مخ او… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x