
د سرپل استازی: محمد محقق د کانونو د لوټلو لپاره ځانګړي اربکیان لري
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰لړم، ۱۳۹۷ل): محمد محقق چې په غور کې هم لسګونه وسلهوال اربکیان لري، د سرپل استازي يې په دې ولایت کې هم د کانونو پر لوټلو تورنوي.
په ولسي جرګه کې د سرپل د خلکو استازي محمد حسین فهیمي پرون (چهارشنبه، ۹لړم) وویل، د اجراییه ریاست دا مرستیال سرپل کې د ځايي اربکیانو په وسیله د بلخاب د سکرو کان لوټي.
هغه وویل محقق تر دې وړاندې یو بل ټوپکوال له ګڼو کسانو سره د بلخاب د لوټمار لپاره ګمارلی و، چې اوس هغه ورته په بله اوښتی او ده يې هم پر وړاندې د جګړې امر کړی دی.
فهیمي زیاته کړه، له دوو اونیو راهیسې د محمد محقق د اربکیانو او له هغه د اوښتي قومندان د ټوپکیانو تر منځ جګړه رونه ده چې ۳۰ تنو ته پکې مرګژوبله اوښتې ده.
محمد محقق د خپرې کړې اعلاميې له مخې دا څرګندونې بې اساسه بولي او هلته پر کانونو مسلط وسلهوال د مهدي په نوم د یو تن تر قومنده لاندې، خپل کسان نه بولي.
تر دې وړاندې محمد محقق په غور کې هم د عليپور په نوم د اربکي قومندان پلوي وکړه، چې ځانګړو ځواکونو يې د نیولو هڅه وکړه، خو هغه ورسره مقاومت وکړ او لا هم ارتې تڼۍ ګرځي.