افغانستان

سیګار: پر افغان عسکرو د امریکا لګښت اغېزمنه نتېجه نه ده ورکړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰لړم، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د امریکايي لګښتونو د څار ادراه، سیګار؛ وايي پر افغان عسکرو د امریکا لګښت د پام وړ پایلې نه دي لرلې.

سیګار پخپل راپور کې له ۲۰۱۵ز کال راهیسې د روان کال تر درېیمې میاشتې د امریکايي روزونکو له لوري د افغان عسکرو روزل، تمویل او مشورې ارزولې دي او دې پایلي ته رسېدلي چې چندان اغېزه يې نه ده کړې.

د سیګار د راپور له مخې د افغانستان دفاع وزارت په ۲۰۱۰ز کال له بهرنیانو سره د یو میلیارد او ۶۲۰ میلیونه ډالرو څلور قراردادونه کړي، چې د ۴۲۱ میلیونه ډالرو په ارزښت دوه قرارداده يې لا هم شته او په روانه میلادي میاشت «نوومبر» کې به دا هم بشپړ شي.

سیګار په داسې حال کې د امریکایانو تمویل، مشورې او روزنه بې اغېزې بولي، چې څو ورځې وړاندې په افغانستان کې مېشت بهرنیان له دې ماموریت هم د مخامخ تماس پر ځای غیر مستقیم چینل ته واوښتل.

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت وویل، په افغان عسکرو کې د طالبانو د نفوذي بریدګرو له امله نور له دوی سره مخامخ اړیکي پرېکوي او د ایمیلونو او انټرنیټ له لارې به سره په اړیکه کوي.

دا د امریکا په اوولس کلنۍ جګړه کې لومړی ځل دی چې له خپلو روزل شویو عسکرو لاس مینځي او د مایوسۍ وروستي برید ته رسېږي.

سیګار تر دې وړاندې هم پر امریکا غږ کړی و، چې له افغان عسکرو سره کېدونکي مرسته يې په «بچه بازۍ» کې مصرفېږي او چندان ګټه نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx