افغانستان کې سرطان هره میاشت تر زرو ډېر کسان وژني

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰لړم، ۱۳۹۷ل): د روغتیا نړیوال سازمان وايي، هر کال په افغانستان کې تر ۲۰ زره ډېر کسان د سرطان په بېلابېلو ډولونو اخته کېږي، چې ۱۵زره يې مري.

د دې سازمان د معلوماتو پر اساس د کال دوولسو میاشتو کې هره میاشت ۱۲۵۰ تنه د سرطان د ناروغۍ له امله مري.

په افغانستان کې له سرطان سره د مبارزې بنسټ هم وايي، چې هر کال پر سرطان د څلورو اخته کسانو له منځه درې مري.

د دې بنسټ غړي وايي په هېواد کې د عامه پوهاوي نه شتون هغه څه دي چې د دې ناروغۍ مرګونې شمېره يې ډېره کړې ده.

بې بې سې د یوې سیاستوالې شینکۍ کړوخېل له خولې لیکلي، هغه هم پر دې مرض اخته وه، خو ناروي کې يې درمنله وکړه او اوس جوړه ده.

دا ټینګار کوي چې د ناروغۍ په لومړیو کې په جدي ډول روغتيايي مرکز ته باید مراجعه وشي.

سرطان چې د نورو علتونو تر څنګ له مخدره موادو هم پیدا کېږي، په داسې حال کې په افغانستان کې ډېرښت کړی دی، چې دلته تر درې میلیونه ډېر کسان په لوړه کچه په نشه‌یي توکو روږدي دي.

څو ورځې وړاندې د نشه‌يي موادو پر وړاندې د مبارزې چارواکو افسوس ښکاره کړ، چې په ښوونیزو بنسټونو په تېره بیا پوهنتونونو کې ډېری محصلین د نشې په لوړو ډولونو اخته دي.