افغانستان

پر افغان خاوره د اکتوبر هره ورځ له نږدې ۳۰ بمونو سره تېره شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰لړم، ۱۳۹۷ل): تېره میلادي میاشت کې د نورو په څېر د افغان ولس لپاره له مرګونو ډکه او خونړۍ تېره شوه.

اکتوبر کې امریکا او افغان حکومت پر خپل ولس هره ورځ نږدې ۳۰ بمونه ورولي، چې له پراخو ملکي تلفاتو يې سترګې يې نه‌شي پټېدلی.

د راپورونو پر اساس د اکتوبر له لومړۍ تر ۳۱مې ورځې ټول ۸۴۱ بمونه پر افغان خاوره غورځول شوي دي، چې درانه مالي او ځاني زیانونه يې اړولي دي.

تر دې وړاندې میاشت هم پر افغان ولس د وېر په برخه کې کمه نه وه، خو امریکايي او افغان پیلوټان پر ولس ټول ۷۱۵ بمونه غورځولي و، چې پراخې ولسي مرګونې شمېرې يې تر شا پرېښودې.

په تېره میاشت کې، ننګرهار، میدان وردګ، پکتیکا، غزني او ګڼو ولایتونو کې په هوايي بریدونو، شپنیو چاپو او مخامخ ډزو کې لسګونو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله واوښته او پراخ مالي تلفات يې واړول.

که څه هم په ټولو هوايي بریدونو کې بهرنیو او کورنیو پوځي سرچینو د ګڼو طالب سرتېرو د وژلو دعوې کړې، خو په خواله رسنیو کې د ولس له کلک غبرګون سره مخ شوې او پر دروغ ویلو تورنې شوې دي.

د تېر میلادي کال له نیمايي وروسته ډونالډ ټرمپ د جنوبي اسیا او افغانستان لپاره ستراتېژي وړاندې کړه، چې ډېره تکیه يې پر هوايي بریدونو شوې ده.

د تېر کال له نیمايي را وروسته هره میاشت د ناټو د مطبوعاتي سرچینو د معلوماتو پر اساس هره میاشت حد اقل څلور سوه او حد اکثر نږدې نهه سوه هوايي بریدونه شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x