د مهاجر مدثر شعر / عجيب کيف و

عجيب کيف و عجيب رنګ و

الفاظ ستا غږ د ملنګ و

خيال پلو که رنګين خوب و

خدای خبر دۍ چي هر څه و

څه چي و هغه خواږه و

د جانان مخ ته کاته و

د ايمان مخ ته کاته و

جدايي شه ځوانيمرګه

را نازله شوه له کومه

څه اوږده د هجر شپه ده

څه ترخه هره شېبه ده

نه مي يار شته نه ديار شته

سپوږمئ ويښه لمر ويده دۍ

وهي ستوري سترګکونه

ته وا دوۍ ماته را ګوري

دوۍ به خود ماته راګوري

له سپوږمئ بې وي پوښتلي

چي دا څوک دۍ دلته څه کا

يا هغې ورته ويلي

دا مين دۍ دا مين دۍ

ګوره چا باندي مين دۍ

که په ما باندي مين دۍ

کرئ شپه يې را کتله

کرئ شپه شبګيرشبګير و

زما په مخ يې قهرجني

قهرجني سترګي ميخ وې

بيا يې ستورو ته کړه زياته

دا لمر مخۍ لمر ته سپارو

لکه برنده شوخه پيغله

چي په تاندو پستو ګوتو

د پلو پيڅکه را کش کړي

کوږکونو نه فنا شي

هسکو غرونو نه فنا شي

ستوري يو يو ورپسې شي

شغ شو لمر خنجر د وړانګو

د ماښام په ټټر کيښود

پلوشې د لمر خورې شوې

هم په پرښو هم په کاڼو

په زرغون شال د نښترو

په ګورګورو په مماڼو

د غره تور ډبرين مخ يې

کړ سينګار په سپينو وړانګو

رښتيا دا زمونږ د کلي

ها رنګين چاپيريال نه و

نه چنار و نه يې څانګي

نه ګودر و نه يې شور و

نه لوګي و نه يې غړوسکي

نغرۍ سوړ لمبې يې مړې دي

نه ميرمن شته نه اوربل کي

د بېلوزي د ملا خرپ شته

نه يې څپ څپ د پښو اورم

حاکميت و د خوبونو

خاموشي وه او چوپتيا وه

يوه ګوښه د غره دنيا وه

ناڅاپي مي د اوښانو

د ګونکرو شرنګا تر غوږ شوه

ګردي کاڼو يې پښې ښکل وې

د څاروان پر تورو څڼو

خړ بلا ګردونه پنډ و

اوښان ټول په ټپو بار و

که غاټول په ټپو بار و

د ګلاب د شونډو رنګ يي

د جانان د شونډو بنګ يي

په ټپه ټپه کي پروت و

شوخ شپېلکۍ د چټو پيغلو

که بلبل کړې نغمې سازي

اوښبنه ملګريه تم شه

اې خواږه ملګريه تم شه

يوه ټپه خو په پور راکړه

زخمي زړه ته ټکور راکړه

د غره سر ته يې سترګي پريښوې

په يوه ځغلنده نظر يې

د هسک غره منظره وکړه

بيا يې غوږ کي راته وويل

ټپه واخله له تا زار شه

له انډي پتک را واخله

څو نوړۍ سوړسک را واخله

کاش د خيټي غم خو نه واي

بس چي غم واي د يار غم واي

ټوله ورځ او کرئ شپه مو

د يار سترګو ته کتلاي

په ښکلاوو پسې تله واي

په ښکلاوو پسې مړه واي

په اوږدو مزلونو سر واي

صحراګانو مو پښې ښکل واي

طالبان واي چي مطلوب مو

د جانان پر سپينه ټنډه

تور پيچکي متن متن

د پيچلي متن حل يې

د کږو ورځو په منځ کي

د رنجو نکتې حل نکړ

د بارخو په ويړ بیاض کي

د غاټول پوښتنه وکړم

که غاټول خدای را پيدا کړ

ترې پوښتم به چي د زني

هو رښتيا د زني تور خال

ولي ورک دۍ چيرته ورک دۍ؟

لويه خدايه لويه خدايه

ته مي مټي کړې مضبوطي

د قاسم د ځوۍ په څير چي

د ناهد زخم ټکور شم

زړه توره د پلار واخلم

د رحمان د بنده ځوۍ شم

سکه ورور د عبدالله شم

چي عذرا شي اوښکه اوښکه

زليخا را پسې مړه شي

نرګس څانګه لاس را اوږد کړي

سپين دسمال راته ډالۍ کړي

اعتراف مي په ميړانه

چي د کلي رندکئ کړي

چي د توري يو ګوزار مي

صادق زاد شي پوروړۍ

دا په لمر پسې چي درومي

يم ددغه ايتلاف غړۍ

دا د تيري شپې داستان مي

دا د ميني خوږ داستان مي

لږ په غور غور واوره

ته به وايې چا در وښود ؟

ته به وايې چا در زده کړ ؟

ته خو زما خواته لږ راشه

ته لږ راشه مدثره

لږ مي څنګ ته را نږدې شه

زه چي ګوته کوم خوا وړمه

هماغه طرف ته ګوره

ها ملنګ خو به ښه وينې ؟

چي ړنګ بنګ ګامونه اخلي

هغه سپين مهين پټکۍ چي

پاس په سر يې ول ول پروت دۍ

ماله ده نه جانان واوريد

ماله ده نه ايمان واريد

ګوره ده ته چا ور زده و

ده له چا و اوريدلۍ ؟

لنډه دا چي اې څيښتنه

اې ټولواکه اې ستر واکه

ملنګ ستا په لقاء موړ کړه

ملنګ ستا په لقاء موړ کړه

أمـــــــــــين

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د