تخار: يوې مور خپل دوه بچيان وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰لړم، ۱۳۹۷ل): د افغانستان په شمال تخار ولايت کې د کورنۍ شخړو او جنجالونو له امله يوې مور خپل دوه بچيان وژلي دي.

د تخار ولایت سیمه ييز چارواکي وايي چې دغه پيښه ددې ولایت په رستاق ولسوالۍ کې د کورني تاوتريخوالي له امله رامنځته شوې ده.

د تخار د امنيت امر نظام الدين وايي چې د اقبال بي بي په نوم يوې څلويښت کلنې ميرمنې خپل دوه بچيان وژلي دي او تورنه د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوې ده.

نظام الدين وايي چې اقبال بي بي خپل دوه بچيان چې يو يې څلور کلن او بل يې اته کلن و د چړو په واسطه وژلي دي او زياتوي چې د پيښې په اړه پلټنې روانې دي.

د یادنې وړ ده چې په افغانستان کې ډيری وخت د کورني تاوتريخوالي له امله دا ډول پيښې رامنځته کيږي.

ددې ترڅنګ په ډېری لرو پرتو او کليوالو سيمو کې هم د ښځو او خاوندانو ترمنځ جنجالونه رامنځته کيږي چې زيات وخت په
تاوتريخوالي او خشونت اوړي.

تر اوسه په دې اړه اقبال بي بي او د هغه د کورنۍ نورو غړو څه نه دي ويلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د