سيګار: د افغانستان نږدې نيمايي خاوره د حکومت له لاسه وتلې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰لړم، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د امريکايي لګښتونو د څار بنسټ «سيګار» ویلي دي چې په افغانستان کې د افغان حکومت د واک ساحه نوره هم کمه شوې ده او نږدې نيمايي برخه د طالبانو لاس ته ورغلې ده.

په دغه راپور کې ويل شوي دي چې د افغانستان له ۴۰۷ ولسواليو څخه يې ۲۲۶ ولسوالۍ د حکومت په کنټرول کې دي او پاتې نورې يې د طالبانو په واک کې دي چې په دې حساب سره نږدې ۴۵ سلنه خاوره د افغانستان حکومت له لاسه وتلې ده.

سيګار وايي چې د راټولو شويو معلوماتو له مخې يوازې په تيرو دريو مياشتو کې ۰،۷ سلنه خاوره د افغانستان د حکومت له کنټرول څخه وتلې ده او دا لړۍ لا دوام کوي.

راپور زياتوي چې ددې سربيره ۴۹ ولسوالۍ چې د افغانستان ۱۲ سلنه خاوره کيږي په بشپړه توګه د طالبانو په لاس کې دي، همدا راز ۱۳۲ نورې ولسوالۍ د طالبانو او افغان حکومت د جګړو او جنجال سيمې بلل شوي دي.

خو له دې سره سره سيګار ویلي دي چې په ورته وخت کې هم افغان حکومت د افغانستان په ۶۵،۲ سلنه نفوس خپل کنټرول لري چې دا د تير کال له همدې اندازې سره برابره ده.

دا په داسې حال کې ده چې د تير ميلادي کال په نومبر مياشت کې د امريکايي ځواکونو قومندان جنرال جان نيکولسن ويلي وو چې په راتلونکو دوو کلونو کې به افغان امنيتي ځواکونه د خپل کنټرول ساحه له ۶۵ سلنه څخه ۸۰ سلنه ته لوړه کړي چې دا اټکل تر اوسه نه دی رښتيا شوی او حالاتو ته په کتو لاهم د افغان حکومت له کنټرول څخه ډيری نورې سيمې هم په وتو دي.

بل لور ته د افغانستان د چارو يو تن امريکايي کارپوه بيل روګيو له يوې امريکايي رسنۍ سره په خبرو کې يې په افغانستان کې د
افغان ځواکونو په وړتيا شک ښودلی او ويلي يې دي چې امريکا او افغان ځواکونه چې د امنيتي وضعيت د ښه والي له پاره کومه ژمنتيا ښودلې ده، زه يې ناشونې بولم، هغه ويلي دي چې په افغانستان کې له نيمايي ډير وګړي د افغان حکومت له واکه بهر او طالبانو له کنټرول لاندې سيمو کې ژوند کوي.

ددې راپور په اړه طالبانو تر اوسه نه دي ویلي چې د افغانستان څومره سيمه د دوی په کنټرول کې ده.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سیدګل اغابنوری
میلمه
سیدګل اغابنوری

خلاصه داچه: اوس دامریکا قواوی یواځی دځان اوڅوحکومتی مفسدو عناصروپه ساتنه اوحفاظت مشغول دی ، نوښکاره خبره ده چه بهرنیان دفساد، ناأمنۍ،قتلونو،ورانۍ ،نیغ په نیغه مسؤل دی،؟ اوداښکاره جنیایت ،اوجرم دی اودا،دامریکا دیموکراسی ده ؟ والسلام .