تعامل أهل القبلة

(د مرحوم ډاکټر سفر الحوالي پر مضمون “تعامل اهل القبلة” باندي د استاذ حامد کمال الدین تعلیق. ژباړه: محمد هاشم شاهین)

نن ډېری خطیبان بې ږیري خلک په عام محضر کي د ممبر له سره تذلیل کول “دیني دعوت” بولي، دا خطیب صاحب څه خبر دئ چي “ږیره پرېښودل” به ممکن د ده مجبوري او ضرورت وي، یعني داسي چي له پیله لا په یوه خاصه مذهبي ټولنه کي را ستر شوی وي.

دباندي را ووزئ او وګورئ چي دلته خلک “د ژوند په منډه” کي د کومو ستونزو سره لاس و ګرېوان دي، دلته چي د ټولني خپل کوم اصول(مومنټم) دي هلته به د یو انسان ممکن دوې ورځي ژوند تېرول هم ستونزمن وي. لویه خبره ده چي اوس هم دا خلک د “اذان” په اورېدلو سره ټول کارونه پر خپل حالت پرېږدي او د خدای د کور په خوا ځي او په دې هڅه کي وي چي په لومړي صف کي ځان ځای کړي!! موږ باید د دوی تَندي ښکلولای او پر سترګو مو کښېنولای. (وَ اِذّا جَاءَکَ الَّذِینَ یُؤمِنُونَ بِآیَاتِنَا فَقُل سَلَامٌ عَلَیکُم کَتَبَ رَبُّکُم عَلَی نَفسِهِ الرَّحمَةَ) دا ټول خلک او یا ئې اکثریت، غیر معمولي انسانان دي.

خطیب صاحب به شاید خبر نه وي چي د ژوند هغه اصول چي په هغه کي د ده مخاطبین له تېرو دوه سوه کلونو نه په ستر کشمکش کي راګیر دي، د نړئوالو او سیمه اییزو جاهلیتونو له خوا تشکیل شوي دي؛ چي په هغه کي تر اوسه د دوی د لمونځونو او حیاء ساتل تر یوې ستري معجزې کم نه دي.

په داسي حال کي چي د دې جاهلیت ريښو ته لاس اچول او د هغه په مقابل کي د یوه ځیرک مزاحمت چمتو کول او په دې لړ کي د ملتونو لارښوونه کول د خطیب صاحب او د ده د مشرانو فریضه وه. دا باید وغندل شي خو دغه لمونځ کوونکي نه بلکي خپل ځانونه. د یوې مناسبي “ټولني” د جوړولو پرته د یوه “عام” شخص نه بالاخر تاسي کومه توقع لرئ؟!

تر کومه وخته چي د خلکو اعمال او حُلیې پر شریعت برابري نه شي او د دوی له عقیدو نه ټولي خرابۍ ایسته نکړل شي، تر څو چي کفار په موږ څه کوي همهغه به کوي!! تر هغه به صلیبي، کمونیست، سیکولاریست او لبرالیست زموږ کلي لوټمار، زموږ عصمتونه پایمال او زموږ د ټولني د مسخ کولو مشن(عملیات) چي څومره پوره کولای شي او څومره پرمختګ پکي کولای شي؛ کوي به ئې!! دا د اهلِ سنت فکري تګلار نه ده.

یو بَدعمله انسان هم کله نا کله د الله تعالی د اطاعت او رضا کوم داسي کار کوي چي د ده لپاره د خیر سبب شي. د مثال په توګه؛ یوه بدکاره ښځه د یوه تږې سپي لپاره څاه ته ور کښته کیږي، او خپل په موزې کي اوبه اچوي او همهغه موزه بیا په خوله کي نیسي او له څاه نه را وزي او سپي ته اوبه ورکوي، الله تعالی ج د دې عمل قدر کوي او د دې د بښني سبب ئې کرځوي. تاسي اندازه ولګوئ چي د یوه سپي د تندي حالت نه زغمل!!! نو بیا د محمدي ص امت د لوټېدونکو عصمتونو د دفاع لپاره د ویني په جوش راتلل او د کافرو لېویانو په لاسونو د خپلو مظلومو خوېندو د چیغو او فریاد اورېدلو لپاره ودرېدل او یا د رسول الله ص په شان کي د ګستاخي کوونکي یوه کافر د ژبي د پرې کولو لپاره بې تابه کېدل به ولي د یوه ګناهګار د بښني سبب نه ګرځي؟! نو ویلای شو چي په ګناهونو د راګیر کس حقیر او معمولي بلل زموږ د دین لارښوونو سره اړخ نه لګوي. الله تعالی ج دوی د دوی د ګناهونو باوجود د “کتاب په وارثینو” کي شمېرلي دي.

څه چي فرض دي هغه فرض دي؛ پر نېک عمله هم او بد عمله هم، او چي تر کله شرک ونه شي، د دواړو عمل الله تعالی قبول کوي. خپله دي دا حضرات فکر وکړي؛ که د یو شخص ږیره کمول او یا د یوې مېرمني څادر نه پر سر کول دوی ګناه بولي نو آیا دوی به دغه دواړه کسان د لمونځ د اداء کولو نه هم منع کوي؟! یا به ئې د لمونځ په اړه هم حوصلې ور ماتوي؟! داسي چي پر مخ دي ږيره نشته او بیا هم لمونځ وايې!! هلته به دوی خپل وايي چي ګناه پر خپل ځای خو د لمانځه فرضیت پر خپل ځای. نو بیا د “جهاد” فرضیت ولي پر خپل ځای نه دئ؟! د یوې ګناه په سبب چي د “لمونځ” نه نه را ګرځول کیږي، خپلي مدرسې ته د “چندې” ورکولو نه نه منع کیږي نو بیا له جهاده ولي منع کیږي؟! سبجان الله!!!

زه وایم د “دیندار” او “بې دینه” تر منځ د هغه وېش چي اوس موږ ترې عاجز یو؛ دي فعلاً پرې ښودل شي. د دین نصرت د بشپړ امت وظیفه ده. هیڅ یو مسلمان داسي نه دئ چي خیر دي پکي نه وي، او یاد وساتئ: د ایمان یوه شعبه نه ده، بلکي ډېري شعبې ئې دي. د ایمان د ځینو شعبو تعلق د “ظاهر” سره وي او د ځینو شعبو تړاؤ بیا د “باطن” سره. دلته به تاسي ډېر داسي خلک وګورئ چي په “ظاهري څېره” کي به د ایمان ټول شرائط پوره کوي خو په داخل کي به وران او له خپل رَب نه غافل او ډېر داسي انسانان به هم په نظر درشي چي ظاهراً به داسي نه ښکاري خو دننه له خیر نه ډک وي او له ایمان نه کامل. بیا به په دغو طبقو کي بَلا ذهین، پوه او د استعداد مجسمې په مخه درشي.

زما مطلب دا نه دئ چي د ایمان پر ټولو ظاهري او باطني شعبو باندي دي هڅي پرې ښودل شي او د امت د روزلو دعوتي چاري دي ودرول شي. البته وایم نن د بشپړ امت د یوځای روان کولو هغه که پر هر حالت وي او متحد کولو اشد ترین ضرورت واقع شوی. او دا عمل به په خپل ذات کي ان شاء الله د دې خبري موجب وي چي د دې سفر په وخت به په ګناهګارانو کي د توبې، له غفلت نه د بیداره کېدلو او په نېکانو کي د خپل تزکیه کولو داعیه پیدا شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د