د خپل فکر لوړولو اړتیا

ذبيح عمري

ځیني کسان دیوه ډیر معمولي اوحقیر شي په خاطر ټوله ورځ مغموم اورنځور وي، که یي پريوه ادنا خبره له خپلي میرمنی سره خبره واوړي، یاپه خوراک کي مالګه څه زیاته یا کمه محسوس کړي، یاکار پرپوره وخت نه وی ترسره شوی، یادګاونډي کور یوه ماشوم دده له زوی سره جګړه کړي وی ، نودده قهر اوغوسه اسمان ته وخيژي، په بد ویلو اوښکنځلو پیل وکړي اودډیرو خلګو زړونه ازار کړي.

تر بدویلو وروسته چی کله له کوره دباندی راووځي ګوری چی دده ماشوم بیرته دګاونډي کور له ماشوم سره ناست دی اوپه ډیری خوشحالي اوخندا ورسره لوبي کوی، خوافسوس چي بیاهم دغه چاته ته دخپل طرز عمل دغلطۍ په اړه کوم احساس نه پیداکیږي.

دا ځکه چی دده نظرډیر ټیټ دی دده په فکر ددنیاوي ژوند مقصد دنس مړول، ښه کور اومحلات جوړول ،بوټونه اوکالی رانيول اودخپل رعب اودبدبي دبرقرار ساتلو لپاره پريوه معمولي خبره له خپلي میرمني ، اولادونو ګاونډيانو او دوستانو سره جنګ جګړه کول دی اوبس.ددغه راز کسانو لپاره یوازی همدا خبري ارزښت لری

له دوي سره کوم ستر مقصد اولوړه اراده وجود نه لری چی دوی یی دخپل ژوند مشغله وګرځوی اوژوند ورباندي مزین اوښکلی کړی.

که تاسی فکر کړی وی کله چی داوبو یو بوتل چپه ونیول شی او اوبه ځنې راتوی شي ، نوپه دغه دوران کی دابوځای هوانیسي له یوی خوا اوبه راتوییږی له بلی خوا هوا ورننوزي، همدغه زموږ اوستاسي حال دی که پريوه وړه خبره دومره قهر اوغوصه وکړو چی له لاس اوژبي څخه موډیرخلګ ازار وويني نوددي مطلب دادی چی پرهمدغه معمولي خبره اوپرهمدغه ناچیزه ناکاره کار خپل عقل فکر غوښي ویني راحت عزت وخت اوهرڅه ورکوو اوپه بدل کی دغه ناکاره شي رانیسو زماپه فکر داخو دسروزرو اوخاورو سوداده خاوری اخلو اوسره زرپه بدل کی ورکوو.

آیا په ډوډي کي مالګه لږیدل یاډیرېدل یادقریب او دوست لخوا دومره لږ تکلیف په دي ارزي چي ته داهرڅه ورباندي ورکړي دنفسیاتو ماهرین وایې چي په هرڅه کي یو معقول حد ایښودل شوي دي اوترهمدي زیات خو دالله تعالي دغه مبارک قول دي. قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَىْءٍ قَدْرًا [سُورَةُ الطّلاَق : 3]

ژباړه: په یقیني توګه، الله د هر شي لپاره يوه اندازه ټاكلې ده.

طبيبان چي ناروغ ته کومه کُشته اومعجون جوړوي یوشي لس ګرامه وي، بل سل ګرامه وراچوي نو که موږ دسلوګراموپرځاي لس ګرامه او دلسو ګرامو پرځاي سل ګرامه ورواچوو نودعلاج پرځاي به هغه معجون زموږ دصحت لپاره زهر قاتل وګرځي.

زما مطلب دا دي چي په هرڅه کي باید هماغه ټاکلي حد اومقدار مراعت کړل شي ، دحدیبیې دصلحي پرموقع چي صحابه کرامو رضي الله عنهم تردرختي لاندي بیعت وکړ په همدغه وخت کي یو کس داوښ په فکر وو حتي چي بیعت ځني پاته سو صحابه کرامو رضی الله عنهم ته دالله تعالي رضا حاصله سوه مګر ددغه کس محرومي په برخه شوه.

مطلب داچي دډير شي په مقابل کي لږته اهمیت ورکول اوپروړو اومعمولي خبرو فکر خرابول اوجنګ جګړي کول عقلمندي نه ده اوهمدغه راز بي فایدی تفکرات ستاسی د راتلونکي ژوند خوښي له مينځه وړي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
صفی الله رحمانی
میلمه
صفی الله رحمانی

حرکات ترامپ آمریکارا بدنامتر خواهد کرد ! ترامپ زمانی به قدرت رسید که دولت آمریکا از قدرتی کاملی برخوردار بود، در ضمن میتوانست هر حرکتی را در منطقه انجام دهد. ترامپ از این موقعیت استفاده کرد و بخاطر رضایت یک عده افرادی که در کشور های دیگری داشت حرکاتی وحشیانه خود را انجام داد، که سر انجام به واکنش تند ملتها روبرو شد. ترامپ خوب میدانست که کشور های اسلامی به صداقت او باور ندارند و با رسوم ، عنعنات و عقاید آنان موافق نیستند، پس باید از افرادی که در کشورهای دیگر دارد حمایت کند تا اینکه آنان به… نور لوستل »