د غريب ماشوم ليک

ليکنه: سيداصغر هاشمي

ګرانه ولسمشره!

نه پوهېږم چې د خپل کړاو کېسه له کومه ځایه پیل کړم، خو فکر کوم چې له هر ځای یې پیل کړم، همدا به یې پیل وي او تحت الشعور راته وايي، چې د نطفې ټاکلو د لومړۍ ورځې تر ننه په ډېرو ستونزو کې لوی شوی یم.

په ډېرې بې وزلې کورنۍ کې وزیږیدم او په دومره ډېرو محرومیتونو کې لوی شوم، چې ټول ژوند مې ناسم دی او د عادي انسانانو په شان نه یم. په بېلابېلو اروايي رنځونو اخته یم او د ټولو جسمي کړاونو جرړه مې اروايي ستونزې دي.

همدا اوس چې درته لیک استوم، سهار شپږ بجې دي. د شتمنو ماشومان ویده دي، خو ماته مې کورنۍ پلاستیکي بوجۍ راکړې، چې د اور لپاره خس ټول کړم. ټوله شپه توده وه او د ماشو له لاسه مې خوب نه دی کړی، نو دا ځکه مې سترګې پټې دي. زموږ قسمت خراب دی، چې د نورو ستونزو پرته ماشي هم راته تاوان رسوي. ماشي څه ګرم دي، ځکه چې د دوی په تاوان رسولو کې واک له دوی سره نشته، ماته خو ډير تاوان زما کورنۍ رسولی دی. نن چې څومره ستونزې لرم، اصلي لامل یې زما کورنۍ ده.

د شپې په ولږه ویده شوی وم، اوس مې خیټه د ولږې خوږیږي.

مخامخ د شودو هټۍ ده، زه یې په مخکې ولاړ یم، که څوک پیدا شي او راته د یوې مړۍ ډوډۍ ست وکړي، خو د هغو د ژوند کېسه زما سره توپير لري او فکر کوم، چې په ژوند کې یې بې وزلي تیره کړې نه ده، نو ځکه یې په ناخوداګاه کې د غریب لپاره احساسات نه شته.

د شپې مې د تودوخې څخه خوب ونه کړ او اوس هم را څخه خولې بهیږي. سوګند په خدای که نور د ژوند ستونزې تیرولی شم، نور د کړاو زغم نه لرم او نشم کولی چې زه په ټولنې او ځان باندې بار اوسم.

ایا زما د عمر همدا غوښتنه ده، چې په دې کوچنیو، لمر وهلو، تورو لاسونو د خسو دا درنده بورۍ جګه کړم؟

کله چې خس ټول کړم، په ډېره خوارۍ یې کور ته رسوم او کله کله مې سترګې د دې څارنه کوي، که څوک پیدا شي او زما له اوږو دا دروند بار واخلي، خو هر څوک په خپلو خولو کې ډوب دی. کله هم څوک پیدا نه شو، چې زما سره مرسته وکړي.

یوه ورځ په ټکنده غرمه کې روان وم، تودوخه ډېره وه، یو خر مې ولید، چې ولاړ دی، ورته نږدې شوم او بار مې پرې واچاوه، ورو ورو راسره روان شو او بار یې تر کوره ورساوه. ما د ځان سره فکر وکړ، چې هسې د خرو نوم بد دی او کله کله چې په بدو اعمالو څوک وګورو د خره په نوم یې نوموو، دوی خو ډیر خدمتګار دي، بزګر ورته ډانګ نیولی وي او په ملا ملا یې وهي، خو دوی ورسره مرسته کوي.

زه ماشوم یم، کورنۍ مې دومره وروسته پاتې ده، چې د ښوونځي سره خو یې دښمني ده، خو شکر دی، چې زه مې مور و پلار ته نه یم راغلی او فکر کوم، چې د خپل پښت پخوانیو ته تللی یم، نو ځکه کله کله په بېل انداز فکرونه کوم. د خره په اړه چې فکر کې ډوب شوم، نو دې پایلې ته ورسېدم چې دوی «خره» درواغ نه وايي، بې احسانه د انسان سره مرسته کوي، خپل همجنس او ناهمجنس نه وژني او په همدې ډول ډېرې نورې ښېګڼې هم لري. کله کله په ژوندیو او نا ژوندویو توکو کې مې ځینې داسې کړنې ولیدې، چې په موږ کې نه لیدل کېږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د