د جمال خاشقجي وژنه؛ جان سینا سعودي کې له سیالۍ کولو بخښنه وغوښته

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰ لړم، ۱۳۹۷ل): د نړۍ مشهور پهلوان او غیږ نیونکی جان سینا په سعودي کې د جمال خاشقجي د وژنې له کبله په دغه هېواد کې له سیالۍ کولو بخښنه وغوښته.

د پهلوانۍ مشهورې کمپنۍ ډبلیو ډبلیو اي (WWE) د جمعې په ورځ د نومبر په دویمه نيټه د سعودي په پلازمینه ریاض ښار کې سیالۍ ترسره کیدونکي دي، چې په کې یو شمېر مشهور غیږ نیونکي شرکت کوي، خو جان سینا چې په نړۍ کې ځانګړی شهرت او بې شمېره مینوال لري په یادو سیالیو کې د شرکت نه کولو بخښنه غوښتې.

له دې وړاندې د ډبلیو ډبلیو اي کمپنۍ ویلي وو چې د جمال خاشقجي له وژلو وروسته نړیوال غیږ نیونکي سعودي عرب ته د تلو لپاره زړه نه ښه کوي، خو راتلونکي ته په کتلو به له ډیر سوچ او فکر وروسته پریکړه کوي.

خو جان سینا په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې نه غواړي د يادې پېښې له کبله په سعودي کې سیالۍ ترسره کړي، نوموړی ددغې بخښنې لامل د سعودي بې اعتباري او د جمال خاشقجي سره ناوړه کړنه بولي.

یاده دې وي چې سعودي د ترکیې په استنبول ښار کې مشهور خبریال او شنونکی جمال خاشقجي په خپله قونسلګري کې د یوه جوړ شوي پلان له مخې په سخت مرګ وژلی و.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د