
فراه: چورلکه کې د وژل شويو جسدونه تر اوسه په سيمه کې پراته دي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰لړم، ۱۳۹۷ل): د فراه ولایت د لوړ پوړو چارواکو چورلکه چې تيره ورځ له فراه ولايت څخه هرات ته په لاره وه رانسکوره شوې ده، او تر اوسه په کې د وژل شويو کسانو جسدونه نه دي ترلاسه شوي.
دغه چورلکه چې تيره ورځ د فراه ولایت د انار درې ولسوالۍ د جمال زي سيمه کې رانسکوره شوه په کې د فراه د ولايتي شورا د رئيس، غړو او ظفر قول اردو د مرستيال او دوو پيلوټانو په ګډون ۲۷ تنه دولتي چارواکي وژل شوي وو.
د فراه د والي ویاند ناصر مهري وايي چې په دغه پيښه کې د وژل شويو کسانو جسدونه تر اوسه نه دي ترلاسه شوي.
هغه زياته کړه چې نشي کولای چې په سيمه کې د طالبانو د ګواښونو او نا امنۍ له د وژل شويو جسدونه انتقال او خپلو کورنيو ته وسپاري، خو زياتوي چې دوی به د سره صليب په مرسته دغه مړي د پيښې له ځایه را انتقال کړي.
په هغو انځورونو کې چې د رسنيو له لوري خپاره شوي دي ښودل کيږي چې چورلکې له رانسکورېدو وروسته اور اخيستی دی او په کې سپاره خلک نيمايي سوځېدلي دي.
که څه هم د چورلکې د نسکورېدو لامل خرابه هوا او په چورلکه کې تخنيکي ستونزه بلل شوې وه، خو طالبانو تيره ورځ ادعا وکړه چې دغه چورلکه د دوی د وسله والو له لوري ويشتل شوې او رانسکوره شوې ده.
دا چې تر اوسه د کابل مزدوری ادارې د پېښې قربانیان نه دي موندلي نو د تخنیکي عوارضو خبر یی واقعا د خندا وړ دی!