نظــر

آمریکا د خلاصون لپاره لاره لټوي!

 حکمت الله رحماني

اوس یې وخت راغلی چې افغانستان نړیواله ټولنه مجبوره کړي، تر څو په آمریکا فشار راوړي او هغه استراتیژیک ټړونونه چې د افغانستان او آمریکا تر منځ لاسلیک شوي هغه عملي کړي.

د آمریکا ‌‌‌‌‌‌ډیری لوړ پوري حکومتي چار واکي او سیاسي شنونکي دا په ‌‌‌‌‌‌ډاګه قبلوي چې آمریکا په افغانستان کې په ګون‌‌‌‌‌‌‌ډو شوې او ماتې سره مخ دي.

دوی باید افغانستان نور پريږدي، په همدې بهانه آمریکا اوس کوښښ کوي چې یوه مناسبه لاره د وتلو لپاره پيدا کړي، چې هم د ځان لپاره یو نیک نوم جوړ کړي او هم نړیوالو ته وښایي چې زموږ جګړه په حقه وه او افغانستان له پاره مو یو داسې نظام جوړ کړی چې کولای شي د ځان او خپل هیواد نه دفاع وکړي، ځان به بریالی وښایي او داسې ذهنیت به جوړ کړي چې موږ غواړو افغانانو ته واک وسپارو او تروریستي پدیده مو نور په افغانستان کې له منځه وړې ده.

له نن نه درې لسیزي مخکې شوروي ( روسیه ) له همداسې برخليک سره مخ شوې وه او افغانستان یې یوازې پریښود، هغه وخت کې موږ سره دیپلوماتیک کدرونه کم ول او یا هم د چا پام نه وه، له دې مخکې شوروي سره مو هم همداسې تړونونه درلودل، خو هغه ټړونونو ته د هیچا پام ونشو او هغه مهمې او اساسي ګټې چې باید موږ د شوروي اخیستلې وي، موږ یې په اخیستلو کې ناکام راغلو، لامل یې دا و چې موږ بې وخته متوجې شولو، موږ باید هغه وخت شوروي د مرستو لپاره مجبور شوی چې یې پوځ په افغانستان کې وه، بدبختانه موږ په شوروي هغه وخت غږ وکړ چې د شوروي یو عسکر هم د افغانستان د ننه نه و پاتې او موږ سره هیڅ داسې ګزینه نه وه چې په شوروي مو فشار راوړی وي تر څو هغوی مجبوره شوي وو او مونږ ورڅخه د هغوی په جګړه کې د تاوان او ويجاړ شوي هيواد تاوان اخيتسی وای.

موږ باید تاریخ نه ګټه واخلو او روان حالات په خپله نفع تمام کړو.

آمریکا اوس هغه حالت کې روانه ده، موږ ته مهم دا دي چې په آمریکا فشار راوړو او فشار راوستل مو اوس مهال مناسب دي او یو ځای هم نيولی شي، ځکه پوځ او ټول نظامي ځواک یې شتون لرې هر خبره مو معقوله ده.

نه یوازې موږ ته بلکې د نړۍ ټولو هغه هیوادونو ته چې د افغانستان په رده کې دي، د یوه ستر قوت ملګرتیا ضروري ده، تر دې وړاندې چې آمریکا افغانستان پریږدي موږ ته لازمه ده چې د افغانستان راتلونکې له پاره له آمریکا پوره ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ او ګټه واخلو او د همدوي د آدرسه نړیواله ټولنه د دایمې مرستو او همکاریو لپاره مجبوره کړو، تر څو مو دا د اتلس کلونو ويجاړيو او تاوانونو جبران راوګرځول شي.

که داسې نشو نو یوځل به بیا تاریخ تکرار او افغانستان به د کورنیو جګړو او ګاون‌‌‌‌‌‌ډیانو د رقابت ‌‌‌‌‌‌ډګر شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x