
قاري عبدالکبير حيدري ته د ملا مشک عالم مډال ورکړل شو
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰لړم، ۱۳۹۷ل): د افغانستان يو تن وتلی قاري چې د قرائت په نړيوالو مجلسونو کې يې هم برخه اخيستې ده، د محمد اشرف غني له لوري ورته د ملا مشک عالم دولتي مډال ورکړل شو.
نوموړي څه موده وړاندې هم په روسيه کې د قرانکریم د قرائت په سيالۍ کې ګډون کړی و چې په ۷۰ تنو قاريانو کې يې لومړی مقام خپل کړی و.
نوموړي ته نن د ګډ حکومت د مشر محمد اشرف غني له لوري د غازي ملا مشک عالم دولتي مډال ورکړل شول او د هغه هڅې او وړتيا تقدير شوه.
په ګلخانۍ ماڼې کې په دې اړه جوړه شوې غونډه کې يو شمير لوړ پوړي دولتي چارواکوهم ګډون کړی و ، محد اشرف غني وويل چې د خوښۍ ځای دی چې د هيواد بچی په نړيواله کچه د قرائت په سيالۍ کې وځلېد.
قاري عبدالکبير حيدري د دولتي مډال د ورکړې له امله له دولتي چارواکو څخه مننه وکړه او د خپل قرائت يوه سي ډي يې محمد اشرف غني ته د ډالۍ په توګه ورکړه.
قاري عبدالکبير حيدري څوک د؟
قاري عبدالکبير حيدري په ۱۳۶۱ لمريز کال د کابل په وزير اباد سيمه کې په يوه مذهبي کورنۍ کې وزېږېد.
نوموړي له کوچنيوالي څخه د قرانکريم له تلاوت او قرائت سره علاقه درلوده او په کوچنيوالي کې به يې د مصر د نامتو قاري عبدالباسط عبدالصمد تلاوت اورېده.
قاري حيدري په ۱۳۷۵ لمريز کال د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې د قرانکريم په هغه سيالۍ کې چې د په دې هيواد کې ميشتو افغان کډوالو په نوښت جوړه شوې وه چې عبدالکبير حيدري په کې لومړی مقام خپل کړ.
نوموړی له هغې وروسته د نورو مشهورو قاريانو او افغان مشرانو په همکارۍ د مصر سفارت ته ورمعرفي شو او له هغې لارې په يوه تعليمي بورس د مصر د الازهر پوهنتون ته لاړ.
يه ۱۳۸۰ لمريز کال نوموړي د قرانکريم د سبعه قرائت، ديني زده کړو، کمپيوټر او انګليسي د زده کړې له پاره قاهرې ته ولېږل
شو او له څو کالونو تيرولو او زده کړو ترلاسه کولو وروسته بيرته راستون شو.
نوموړي څو کاله وړاندې هم د مصر د مشهورو قاريانو شيخ رمضان الهنداوي، رفعت حسين او څو نورو نړيوالو قاريانو سره د پاکستان په پيښور ښار کې د قرانکریم په يوه مجلس کې برخه اخيستې وه.
نوموړی که څه هم په نړيواله کچه ډېر مينه وال او شهرت نه لري خو د عبدالکبير حيدري د مصري استادانو د شهرت له امله هغه هم اوس نړيوال شهرت ترلاسه کړی دی.
دا نېک عمل باید پخوا لا هم تر سره شوی وای.
د ښاغلی قاری صاحب د لا زیاد بریالیتوب په هیله.
د اسلام پاتی فروعاتو باندی خلک ځانونه وژنی، دا سمه ده چه قران باید سم او موزون تلاوت شی د مزمل په مبار که سوره کی ورباندی یو مبارک ایه ( رتل ترتیلا ) نازل شوی فکر نه کوم که د حفظ په اړه یی کوم ایت هم نازل شوی والله اعلم . د اسلام اصل په ځای فروعاتو باندی تڼګار کیږی په کار دا وه چه د قران په معنی، تفسیر او هدف باندی مونږ ټول او په ځانګړی دول قاریان او حافظان پوه شی بیا که ورته د مشک عالم مدال ورکړی شی سمه ده. که نه مدال… نور لوستل »