
پاکستان: د توهين رسالت په غبرګون ګڼو ښارونو کې لاريونونه وشول
نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۱۰لړم،۱۳۹۷ ل) د پاکستان په نږدې ټولو سترو ښارونو کې د توهين رسالت په غبرګون پراخ لاريونونه شوي دي.
دا لاريونونه وروسته له هغه په لار اچول شوي دي چې د پاکستان يوې محکمې رسالت ته په سپکاوي یوې تورنه عيسوۍ ميرمنې ته برائت ورکړ.
نهه څلويښت کلنه عاصيه په ۲۰۰۹ ميلادي کال رسول الله (ص) ته د توهين په تور ونيول شوه چې تيره ورځ يوې محکمې د هغې د خلاصون پريکړه وکړه چې له امله يې پاکستاني مسلمانان راپارېدلي دي او د حکومت دغه پريکړه يې غندلې ده.
د سترې محکمې ددې پرېکړې په غبرګون کې ګڼو مذهبي ګوندونو او په ځانګړې توګه د لبيک يا رسول الله او جماعت اسلامي ګوندونو مشرانو په خپلو پلویانو غږ کړی چې د سترو لاریونونو له لارې ځانونه اسلام اباد ته ورسوي او تر هغې خپلو لاريونونو ته دوام ورکړي ترڅو محکمه دغه پريکړه بيرته واخلي.
د نن ورځې د لاريونونو له امله په پاکستان کې ښوونځي هم په بيړنۍ توګه رخصت شوي وو او تمه ده چې سبا هم په ټول پاکستان کې په دې اړه لاريونونه ترسره شي.
د پاکستان لومړي وزیر عمران په دې اړه بېړنۍ غونډه رابللې وه، ده د لاریون په ګډونوالو غږ وکړ چې له تاوتریخوالي ډډه وکړي کنه حکومت به یې په وړاندې سخت اقدامات وکړي..
بل لور ته د د فاع وزیر پرویز خټک ویلي چې: د لاریون کوونکو له مشرانو سره یې خبرې رواني دي او هیله ده چې ستونزه به له سوله ييزې لارې حل شي.
د پاکستان د مخابراتو وزیر فواد چوهدري بیا په خپل ټویټر لیکلي چې سترې محکمې د عاصيه بي بي په اړه د برائت په پرېکړه باندې د بیا غور کولو حکم صادر کړی.
د هیرا د منډی جواز ورکونکو: بهتره دا نوه چه هیرا منډی مو تړلی وای؟ مشران یی په افغانستان کی جهاد روا بولی، خو پاکستان کی نه. اوس خو دوی او تاسو پر خپلو سترګو ولیدل چه د پاکستان وزیراعظم د یهودو له وزیراعظم سره هم ملاقات درلود. پس جوته شوه چه د ټولو لوی کافر حکومت د پاکستان حکومت دی. طالبان دی هم لږ ځانونه پوهه کړی او لږ سیاست د زده کړی.
په کار دا وه چه هغه د سپکوالی ټکی یا جملی هم لیکل شوی وی چه هغه عیسوی څه سپکاوی کړی وو ، چه په اړه یی اسلامی محکمه او اسلامی ارزونی شوی وی چه د اعدامولو وړ وه که نه وه. د پاکستان علما او مظاهره چیان د اسلام په نوم د سکولر حکومت او قانون مخالفت نه کوی مظاهرو ته نه راوځی خو د یوی عیسوی میرمن په یوه سپکوالی مظاهری کوی او مظاهری یی کله په تشنج او دهشت هم بدلی شی او کله پکی بی هدفه او بی ګناه مسلمانان ووژل شی او لا د پاکستان… نور لوستل »
جناب بیانزی ،رسول الله (ص)ته سپکی .سپوری ویونکی .مرګ او اعدام جواز شته،په هغه وخت کی مسلمانان کمزوری وه ،د حضرت عمر (رض)خلافت کی رسول الله(ص)ته سپکی،سپوری ،کنځل کوونکیو سرونه قلم شوی دی.
د محترم مولوی صاحب همت څخه احترامان هیله کوم ،چه بیانزی ټه په دا باره کی معلومات ولیکی،ډیره به ښه وی،
مبصر صاحب،تبصره د واپس واخله.ډیری ګډی وډی لیکلی دی.رسول الله (ص)سپکی ،کنځلی .رد بد وییونکی سر قلم کول یلکل جایز دی،د پاکستان دا مظاهری بیلکل صحی دی.دا د مسلمانانو اتفاق په ګوته کوی،دا څه د لندن سوسیال نه دی ،