افغانستان

اشرف غني غواړي بيا ولسمشر شي

نن ټکی اسیا (جمعه،۱۱لړم،۱۳۹۷ ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني يو ځل بيا  زړه ښه کړی، چې راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته ځان کانديد کړي او هيله يې ښکاره کړې، چې  غواړي خپل پيل شوي کارونه په راتلونکې دوره کې سر ته ورسوي.

اشرف غني له طالبانو سره د سولې خبرو پيلول خپله لاسته راوړنه بللې او د نورو ناتمامو کارونو په اړه يې څه نه دي ويلي.

غني په داسې حال کې، چې له طالبانو سره د سولې د پيلولو پروسه خپله لاسته راوړنه بللې، چې د هغه د څلور کلونو هڅو او غوښتنو سربېره هم طالبانو له ګډ حکومت سره له ناستې سکوټ انکار کړی او بالاخره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان د پخلاينې لپاره خپل ډيپلوماټ زلمي خليلزاد وګوماره او له طالبانو سره يې مخامخ خبرې پيل کړي دي.

امريکايي رسنيو د سپينې ماڼۍ او د ارګ د سرچينو په حواله ليکلي، چې د ګډ حکومت چارواکي د سولې په اوسنيو خبرو کې ګوښه دي او د اشرف غني په ګډون د ګډ حکومت ډېری غړي د خليلزاد په مشرۍ د سولې له روانې پروسې څخه راضي نه دي، خو بيا هم د ګډ حکومت مشر د سولې روانې خبرې خپل ابتکار او لاسته راوړنه بولي.

د بشري حقونو ټولنې، د ملکي خلکو د خونديتوب ګروپ او ګڼو غربي رسنيو ويلي، چې د اشرف غني او عبدالله په مشرۍ د ګډ حکومت پر مهال د ملکيانو مرګ ژوبله په بې ساري توګه زياته شوې، حکومتي فساد لا هم په زاړه حال کې دی، د مرکزي حکومت حیثيت ته زيان رسېدلی، د ګډ حکومت په جوړولو يې اساسي قانون تر پښو لاندې کړی، د افغانستان په اويا سلنه خاوره کې د طالبانو فعاليتونه دي، د هېواد له اويا سلنه خاوره د حکومت له واکه بهر ده، د چارواکو د ګوښه کولو او ټاکلو په اړه د عبدالله او اشرف غني د اختلافاتو خبرې د خبرونو سرټکي وي، خو بيا هم غني ادعا کوي، چې د خپلو ناتمام شوو کارونو لپاره يو ځل بيا ولسمشرۍ ته کانديديږي.

په ۲۰۱۴ کال کې له دوه ځله ولسمشريزو ټاکنو وروسته د رايو په پایلو پرېکړه ونه شوه، بلکې د امريکا  د بهرنيو چارو وزير جان کيري راغی او د غني په مشوره يې د ګډ حکومت جوړولو پرېکړه وکړه، چې د کارپوهانو په نظر د نړۍ په تاريخ کې د ناکامې تجربې يو مثال دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
RAZMOHAMMED KAMAWALL

ashraf ghani is good for talibs/ashraf ghani is honest to afghanistan and talibs.
if talibs be smart must do peace with ashraf ghani.

الحاج استاذ بیانزی

لمړی په اشغال شوی هیواد کی جمهور ریس ؟ که د غلامی اداری غلام مامور !!!! بیا دغه لوده متفکر په دی دوره کی څه کړی چه بله دوره کی به یی تر سره کړی ، بیا په اشغال شوی هیواد کی ټاکنی ؟ که د امریکا سفارت کی د جان کیری له خوا دوه سری کږه او ماته ګآډیۍ جوړول !!!!!! په هر صورت ، د غنی د بیا ریس کیدلو د پاره امریکا کی د بوش او ال ګور د جمهوری ریاست د پاره ټاکنی ا په یاد شوی : د دموکرات ګوند غړی ( ال ګور )… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x