افغانستان

واشنګټن پوسټ: سيسي او نتنياهو د بن سلمان د شفاعت لپاره هڅې کوي

نن ټکی اسیا (جمعه،۱۱لړم،۱۳۹۷ ل:( د امريکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ليکلي، چې د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي او د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو د جمال خاشقجي په قضيه کې د سعودي د ولي عهد محمد بن سلمان دفاع پيل کړې او هڅه کوي، چې امريکا په دې راضي کړي، چې د خاشقجي په قضيه کې بن سلمان ته برائت ورکړی شي.

واشنګټن پوسټ وايي، د باوري سرچينو په حواله يې داسې معلومات تر لاسه کړي، چې سيسي او نتنياهو دواړو د سپينې ماڼۍ له چارواکو سره د ټيليفوني اړيکو پر مهال د بن سلمان دفاع او ملاتړ کړی او امريکا ته يې ويلي، چې د سعودي ولي عهد د سيمې مهم سټراټيژيک شريک دی.

ورځپاڼې دا خبرې  په داسې حال کې  کړي، چې سعودي وليعهد د امريکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ زوم، سلاکار او منځني ختيځ لپاره د سپينې ماڼۍ له استازي جاريډ کوشنر او د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت سلاکار جان بولټن سره په خبرو کې جمال خاشقجي «خطرناک اسلامپال او د اخوان المسلمين غړی.» بللی دی.

واشنګټن پوسټ دا هم ويلي، چې اسرائيل، مصر او متحده عربي امارات پر ایران د فشارونو زياتولو لپاره د ټرمپ د ادارې ملاتړ کوي.

ورځپاڼې دا هم ويلي، چې د سيسي او نتنياهو ترمنځ ګډ ټکی د اخوان المسلمين ترهګره ډله بلل دي.

سعودي او امارات هم اخوان المسلمين ترهګره ډله بولي او له همدې  امله د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان جمال خاشقجي خطرناک اسلامپال او اخوان المسلمين غړی بللی دی.

د يادونې وړ ده، چې د جمال خاشقجي د وژنې په قضيه کې تر سختو نړيوالو فشارونو لاندې دی او تر  اوسه يې نړۍ ته داسې قانع کوونکي دلائل نه دي وړاندې کړي، چې د خاشقجي په وژنه کې د بن سلمان لاس لرل رد کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غلام حضرت

ددې خبیث مثلث ښکاره دښمنی د اخوانیانو سره به د اخوانیانو د حقانیت په معنی وی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x