
پاکستان :د حکومت او لاریون کوونکو تر منځ خبرو کومه نتيجه ورنکړه
نن ټکی اسیا (جمعه ،۱۱ لړم ،۱۳۹۷ ل) :په پاکستان کې د توهین رسالت په غبرګون کې د لاریون کوونکو مشر خادم حسین رضوي وايي چې له حکومت سره یې خبرې اترې ناکامې شوې.
خادم حسین رضوي چې د (تحریک لبیک یا رسول الله) مذهبي ګوند مشر دی تېره ورځ ناوخته په خپل ټویټر لیکلي چې: له حکومت سره یې خبرې اترې ناکامې شوې او په خپلو پلویانو يې غږ کړی چې سبا ته هم په ټول هیواد کې لاریونونو ته ادامه ورکړي.
بل لور ته د پاکستان د مخابراتو وزیر چوهدري فواد حسین په خپل ټویټر کاږي «هیڅوک دې حکومت ته په کمزوري نظر نه ګوري او د حالاتو د ګډوډولو هڅې دې نه کوي »
دی زیاتوي چې سبا به د پاکستان په څلورو سترو ښارونو اسلام آباد ، لاهور ، ګوجرانواله او راولپنډي کې تلیفوني شبکې د سهار له ۸ بجو څخه تر مازدیګر پورې بندې وي وي.
د حکومت او لاریون کوونکو تر منځ خبرې اترې په داسې حال کې بې پایلې اعلانېږي چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د نورو لوړپوړو چارواکو په ملتیا چین ته په یو مهم سفر تللی دی.