په جنرال رازق د بريد ګر جسد تر اوسه د هغه کورنۍ ته نه دی سپارل شوی

نن ټکی اسیا (جمعه ،۱۱ لړم ،۱۳۹۷ ل): د کندهار ولايت مقام کې په بهرنيو او کورنيو لوړ پوړو چارواکو بريد ګر نفوذي عسکر جسد تر اوسه خپلې کورنۍ ته نه دی سپارل شوی.

دوه اوونۍ وړاندې د تلې په ۲۶ مه نېټه چې د کندهار والي په ساتونکو کې د ذبيح الله ګلبدين په نامه يو تن نفوذي عسکر چې په بهرنيو او کورنيو چارواکو يې ډزې وکړې

چې په نتيجه کې يې د کندهار د امنيه قومندان او د دې ولایت د ملي امنيت د رئيس په ګډون ګڼ لوړ پوړي چارواکي ووژل شو، او څو نور يې ټپيان کړل.

نوموړی وروسته د افغان عسکرو له لوري په ځوابي ډزو کې ووژل شو چې جسد یې تر اوسه پورې د هغه کورنۍ ته نه دی ورکړل شوی.

د ذبيح الله ګلبدين کورنۍ ته نژدې سرچينې وايي چې تر اوسه پورې يې د نوموړي جسد کورنۍ ته نه دی سپارل شوی او لاهم معلومه نه ده چې د نوموړي جسد به کله خپلې کورنۍ ته سپارل کيږي.

بايد وويل شي چې هغه افغان امنيتي عسکر چې له طالبانو سره په جګړه کې ووژل شي، جسدونه يې د قومی مشرانو يا سره صليب په واسطه د هغوی کورنۍ ته سپارل کيږي.

خو د ذبيح الله ګلبدين د جسد په اړه تر اوسه نه ده معلومه چې د نوموړي جسد به چېرته وي او کله به يې کورنۍ ته وسپارل شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د