افغانستان کې د اوبو کمښت؟

محمد محسن صادق

محمد محسن صادق

اوبه د الله (ج) لخواهغه لويه، مهمه اوبې مثاله تحفه ده چې د ټولو ژونديو موجوداتو د وجود مهمه برخه جوړوي.او د ژونديو موجوداتو د ژوند د پايښت مهم عنصر دی اوبه نه یوازې دا چې د ژوند یو اړتیا او د ژوندانه مهم عنصـر ګڼل کېږي، بلکې په ودانيزو چاور، سرک جوړونې، بريښنا بندونو، د کرنيزو ځمکو په خړوبولو، صنعتي فابریکو او نورو بشري تاسيساتو کې هم ورڅخه کار اخيستل کېږي.

نو نن سبا د اوبو پر سر خبرې ډيرې جدي دي، هم له دې اړخه چې څنګه د دغه کړکيچ سره مبارزه وکړو او هم له دې نظره چې څنګه په ګډه سره په دې برخه کې له اوبو نه سمه ګټه پورته کړو افغانستان کې د اوبو د کچې کمېدو په تړاو چې په ۲۰۵۰ زيږديز کال کې به دغلته نه د څښاک لپاره اوبه وي او نه به د کرنيزو ځمکو لپاره، خو له هغو نه په سمه توګه ګټه نه پورته کيږي ، موږ به په راتلونکو کلونو کې له سختو ستونزو سره لاس او ګريوان وو.

افغانستان نژدې پنځه لوى سيندونه لري او په طبيعي ډول د اوبو له تنګسې سره مخ نه دى، خو د شته اوبو ناسم مديريت په دغه هېواد کې د اوبو کړکېچ پېچلى کړى دى.

زموږ د هېواد ځينې برخې د وچکالۍ له امله له سخت بشري ناورين سره مخ دي، لکه فارياب، غور ، بادغيس، نيمروز، د ولایت فراه  ګلستان ولسوالی، پشت رود ولسوالی ، او د هلمند خانشين، مارجه او واشیر ولسوالۍ او د هېواد په نورو برخو کې د خلکو ژوند، د حیواناتو ژوند، کښتونه او هرڅه د نابودۍ تر ګواښ لاندې دي.

د افغانستان پلازمینه د کابل ځينو برخو کې د ککړتیا له امله اوبه نورې د څښاک وړ نه دي.او یا هم د اوبو د کمښت سره لاس او ګریوان دی، یو بل ګواښ دادی چي اقليمي بدلونونو د دغه هېواد تر ۶۰ سلنې ډېر څاروي د له منځه تلو خطر سره مخ کړي دي.

په افغانستان کې نږدې پنځوس سلنه د ځمکې پر سر بهېدوونکې اوبه کمې شوې دي او تر ځمکې لاندې اوبو زیرمی هم نږدې اته متره ښکته تللې دي

.د اوبو کمښت او دې اقليمي بدلون د افغانستان د کرنې برخه هم سخته ځپلې ده.نو په کار ده چی هيواد هر غړي ته لازمه ده چې د خپل هيواد د تاريخ او جغرافيه په څېر د خپل هيواد طبعي منابع هم وپيژني اود هغې په باره کې جامع او مستند معلومات ولري،او داځکه چې طبعي منابع د انسانانو په ژوند کې کليدي نقش لري اوبه يو له دغه منابعو څخه مهمه اوقيمتي منبع ده،نه يوازې داچې يوانسان هره ورځ ۷، ۸ اویاهم ګيلاسه اوبو ته ضرورت لري بلکه ټول حيوانات او نباتات بۍ له اوبو څخه ژوند نه شي کولای،  د اوبو په چاروکی متخصصینو منابعی په درې ډوله ويشل شويدي ( شکل دواورې ، سطحي منابع او دځمکې دلاندې اوبو منابع ) چی هریو یی په جلا ډول تعریف شوی دی.

د اوبو ښه مدیریت او مخنوي دا دی چی حکومت باید تر ټولو مخکی د افغانستان د اوبو بندونه جوړ کړی او بهر بردارې ته یې وسپارئ تر سو د هیواد وګړی د دي ناورین څخه خلاسون ومومې لکه: د هرات سلما بند، هلمند کجکی بند، د فراه بخش آباد بند، د کابل شاه توت بند ، شاه عروس بند… او داسی نور دا چي زموږ په هیواد کي د بندونو د جوړولو څومره اړتیاوې او وړتیاوې دي او دغه بندونه زموږ پر اقتصاد څومره اغیزه لری دا یو بیل خبره ده. بیله شکه چې په زراعتی ، بریښنا ، طبیعی آفاتو مخنیوی او د راتونکی وضعیت او د اوبو بحران مخنیوی کوی.

بله تر ټولو لويه ننګونه په هیواد کې امنیتي وضعیت دی، چې له کبله یې پانګوال د افغانستان د اوبو په سکتور په تیره بیا د اوبو بندونو په جوړولو کې زړه نه ښه کوي د تیرو ۱۵ کلونو تجربو هم دا ښودلې چې د اوبو مهارولو، دخولو تویولو ترڅنګ د افغانانو وینه هم تویې کړې او د بندونو جوړیدل هم بالاخره د وینې تویېدلو له کبله شونې شوي دي.

د دې ستونزې مخنیوي ته د حکومت جدی پاملرنه او د داخلی او خارجی مرستو ته اړتیا ده خو د دی ترڅنګه زړه سوانده چارواکي او ښه مشري ورته په کار ده.

پای

په درنښت

۱۳۹۷/لړم/۱۱

کابل

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د