افغانستان

فارياب: طالبانو يوه مهمه قرارګاه او ۱۷ پوليس نيولي

نن ټکی اسیا (جمعه ،۱۱ لړم ،۱۳۹۷ ل): د فارياب ولايت د دولت اباد او شيرين تګاب ولسواليو ترمنځ د عامه نظم د پوليسو يوه لويه او مهمه امنيتي قراره ګاه له ۱۷ پوليسو سره يو ځای طالبانو نيولې ده.

د دولت اباد ولسوال عبدالرزاق کاکړ رسنيو ته ويلي دی چې طالبانو تيره شپه شاوخوا اته بجې په دغه قرارګاه بريد کړی دی چې د شپې تر ۱۲ بجو پورې جګړه روانه وه او په نتيجه کې يې دا قرارګاه په بشپړه توګه د طالبانو لاس ته ولويده.

کاکړ وويل چې په دې جګړه کې طالبانو درې امنيتي سرتيري وژلي او ۱۷ نور يې ژوندي لاس ته ورغلي دي.

هغه زیاتوي چې په دغه جګړه کې څلور ټانکونه، يو ميل هاوان، يوه دهشکه، دوه راکټونه، پنځه نارنجک انداز او څو ميله نورې وسلې او ګڼ شمېرې مرمۍ هم د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

کاکړ وايي چې په دې نښته کې ۱۰ تنو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړی وايي چې ددې جګړې له پاره يې له بهرنيو ځواکونو هم مرسته وغوښتنه خو هغوی يې همکارۍ ته ورنغلل.

ولسوال وايي چې د میمنې، خواجه سبزپوش، شېرین تګاب او دولت اباد د لویې لارې په اوږدو کې تر قرمقول ولسوالۍ پورې
له يادې قرارګاه پرته بله هيڅ امنيتي پوسته نه شته او کومې چې وې هغه ټولې پخوا د طالبانو له لوري نيول شوي دي.

هغه د يادې قراره له لاسه وتلو په اړه انديښنه وښوده او ويې ويل چې ((دمګړۍ د دولت اباد ولسوالۍ اړیکې له شېرین تګاب سره پرې شوې دي، هېڅ کلی او سیمه د دولت په واک کې نشته، د بیز سقوط دواړو ولسوالیو ته د خطر زنګ دی، د کلابندۍ کړۍ را تنګه شوې، که مرکزي حکومت پاملرنه ونه کړي، وضعیت به د مخالفینو په ګټه بدلون وکړي.))

د فارياب د ولایتي شورا يو غړي عبدالاحد ايلبيک هم د يادې قرار ګاه سقوط تائيد کړ او ويې ويل چې دغه قرارګاه له ټولو وسايلو او پرسونل سره د طالبانو لاس ته ورغلی دی.

هغه وويل چې که مرکزي دولت پاملرنه ونه کړی نو ډير ژر به د دولت اباد، شيرين تګاب، خواجه سبزپوش ولسوالۍ او د فارياب مرکز هم د طالبانو په لاس سقوط وکړي.

تر اوسه په دې اړه د طالبانو دواړو وياندويانو څه نه دي ويلي خو په دولت کې اباد کې يوه سيمه ييز طالب قومندان وايي چې په دې برید کې يې ۳ تنه پوليس وژلي او ۱۵ نور يې له ځان سره اسيران کړي دي.

دغه طالب قومندانو په دې جګړه کې د خپلو طالبانو تلفات رد کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x