افغانستان

طالبان: که زموږ د طالب جسد رانکړل شي د چورلکې مړي نه ورکوو

نن ټکی اسیا (جمعه ،۱۱ لړم ،۱۳۹۷ ل): طالبانو په فراه ولایت کې د غورځول شوې چورلکې په پيښه کې د وژل شويو جسدونو د ورکولو په بدل کې د خپل وژل شوي بريد ګر د جسد غوښتنه وکړه.

د طالبانو ویاند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په ليږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې په فراه ولايت کې د راغورځول شوې الوتکې ټول ۲۸ تنو جسدونه له دوی سره دي او تر هغه به يې ونه سپاري تر څو چې په کندهار ولايت کې په قومندان رازق د نفوذي بريد ګر جسد د هغه کورنۍ ته ونه سپارل شی.

احمدي زياتوي چې په چورلکه کې وژل شوي جسدونه ټول د دوی په ولکه کې دي او غواړي چې د سور صليب له لارې يې په دې شرط خپلو کورنيو ته واستوي چې په کندهار ولايت کې د وژل شوي طالب بريد ګر ذبيح الله ګلبدين جسد هم د هغه کورنۍ ته وسپارل شي.

طالب ویاند زياتوي چې که چېرته د دوی د ملګري جسد دهغه کورنۍ ته ونه سپارل شي نو دوی به هم په فراه ولايت کې وژل شوي دولتي چارواکي د هغوی کورنيو ته ونه سپاري چې مسؤليت به يې د دولت به غاړه وي.

خبر پاڼه زياتوي چې په دې اړه يې د سور صليب له لارې دولت ته پيغام ليږلی دی؛ خو تر اوسه يې نتيجه نه ده ورکړې.

طالبانو رسنيو او عامو خلکو ته په اشارې ويلي دي چې رسنۍ او عام خلک دې په جريان کې وي او بايد دا په ياد ولري چې د حکومت له لوري دوی دې اقدام ته اړ شوي دي.

د يادونې وړ ده چې تر اوسه د هغه طالب بريد ګر ذبيح الله ګلبدين جسد د هغه کورنۍ ته نه دی سپارل شوی چې دوه اوونۍ وړاندې يې د کندهار ولايت په مقام کې په لوړ پوړو کورنیو او بهرينو چارواکو ډزې وکړې چې په نتيجه کې يې قومندان رازق او د دې ولايت د امنيت امر په ګډون ګڼ چارواکي ووژل او څو نور ټپيان کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x