
مولانا سميع الحق په اسلام اباد کې ووژل شو
نن ټکی اسیا (جمعه ،۱۱ لړم ،۱۳۹۷ ل): د دارالعلوم حقانيې مهتمم او د پاکستان جمعيت علماء اسلام س ګوند مشر مولانا سميع الحق په اسلام اباد کې ووژل شو.
پاکستاني رسنۍ وايي، چې مولانا سميع الحق په ډزو کې ټپي او وروسته د ټپونو له امله يې په روغتون کې ساه ورکړې ده.
د هغه قاتلين تر اوسه نه دي معلوم او نه هم پوليسو په دې اړه د چا د نيولو خبره کړې ده.
مولانا صاحب په راولپنډۍ کي په شهادت ورسېد الله دې اسلام او مسلمانانو ته ډول ډول خدمات او شهادت قبول کړی.
پښتانو ورڼو، د پښتانو ظالم دښمن یو وار بیا د شا له خوا د پښتانو په ځیګر (مولوی سمیع الحق)باندی ناځوانه ګذار وکړ،چه د لر او بر پښتانو ځیګر یی څیری کړ،د پښتانه د خپلو جنرالانو (رازق،قهرمان)د غم په ټغر ناست وه،چه د مولوی صاحب غم په را نوی شو، د څلویښتو کالو را پدی خوا زموږ دغم ټغر ټول نه شو،دښمن دومر قوی نه دی چه پښتانه یی مقابله نشی کولای،دښمن ډیر چالاکه او موږ او تاسو یی سره بی اتفاقه کړی یو،او یو بل وینه ته تږی کیناولی یوو.دا ځکه چه په همدا کی دښمن خپل ګټه وینی،… نور لوستل »