محمد نبي په بیګ بیش لیګ کې یو وار بیا د میلبورن لوبډلې سره تړون لاسلیک کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۱ لړم، ۱۳۹۷ل): د افغانستان لوبډلې تکړه آلراونډر محمد نبي یو وار بیا په استرالیا لیګ «بیګ بیش» کې د میلبورن رینیګیډز لوبډلې سره د راتلونکې پړاو لپاره تړون لاسلیک کړ.

د میلبورن رینیګيډز لوبډلې لخوا په خپاره شوي راپور کې د یاد خبر پخلی شوی، ۳۳ کلن محمد نبي په ۲۰۱۷/۱۸م کال پړاو کې د یادې لوبډلې په ګټه په توپ اچونه او توپوهنه دواړو برخو کې خورا ګټور ثابت شوی و.

نبي چې دا مهال په یو ورځنیو سیالیو کې دویم آلراونډر دی په تېر پړاو کې د میلبورن رینیګیډز لوبډلې په ګټه په ۵.۷۷ اکانومي ریټ سره ۸ لوبغاړي سوځولي وو، همدا ډول په توپوهنه کې یوازې درې وار توپوهنه کړې چې د ۵۲ په زیاتو منډو سره یې ۸۸ منډې جوړې کړي او یو وار د لوبې غوره لوبغاړی نومول شوی دی.

له ده سره یوځای دوه نور افغان لوبغاړي (راشد خان او مجیب الرحمن) به هم په یاد لیګ کې سره لوبیږي، راشد خان له خپلې تیرې لوبډلې ایډلیډ سټرایکرز سره او مجیب الرحمن د بریزبین هیټ لوبډلې سړه نوی تړون لاسلیک کړی دی.

د بیګ بیش لیګ سیالۍ به راتلونکې دیسمبر میاشتې په ۱۹مه نيټه پېل او د ۲۰۱۹م فروري میاشتې په ۱۷مه نېټه پای ته رسیږي، په دې لیګ کې ټولې ۸ لوبډلې ګډون کوي.

د یادونې ده چې د استرالیا په بیګ بیش لیګ کې د محمد نبي لوبډله تر نیمه پایلوبې خو د راشد خان لوبډلې د اوم پړاو سیالیو اتلولي خپله کړه وه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د