نړۍ

مولانا سميع الحق په خپل کور کې په چړو وژل شوی

نن ټکی اسیا (جمعه ،۱۱ لړم ،۱۳۹۷ ل): د پاکستان د جميعت علماء اسلام ګوند مشر او د دوهم ديوبند دارالعلوم حقانيې مهتمم مولانا سميع الحق د ۸۳ کلونو په عمر نن ماخستن د پاکستان په ستر او خوندي ښار راولپنډۍ کې په خپل کور کې د چړې په برید کې وژل شوی دی.

مولانا سميع الحق د راولپينډۍ په يوه خصوصي ښارګوټي بحريه ټاون کې په خپل کور کې ارام کاو، چې دوه بريدګر يې کور ته ورننوتي، پر هغه يې د چړې برید کړی او په تېښه بريالي شوي دي.

د هغه ساتونکی مولا سعيد حقاني وايي، چې دی د لږې شېبې لپاره له کوره د باندې وتلی و او بېرته چې راغی، مولانا سميع الحق په وينو لت پت پروت و او روغتون ته له رسېدو ورسته يې هلته ساه ورکړې ده.

د مولانا سميع الحق مشر زوی حامد الحق ويلي، چې پلار يې يوې سياسي غونډې ته روان و، خو د لارې بندېدو له امله بېرته خپل استوګنځي ته تللی او هلته پرې د چړې برید شوی و.

مولانا سميع الحق د پاکستان او اسلامي نړۍ په کچه وتلی او منل شوی ديني عالم او سياسي مشر و.

د پاکستان لومړي وزير عمران خان، نورو چارواکو او سياستوالو د مولانا سميع الحق په وژنه غمرازي ښکاره کړې او هغه يې ټولمنلی سياسي او علمي مشر بللی دی.

د پاکستان لومړی وزير چين کې دی او له هغه ځايه يې اړوندو ادارو ته سپارښتنه کړې، چې د مولانا قاتلين ونيسي او پېښه په جدې توګه وڅاري.

مولانا سميع الحق څوک و؟

مولانا سميع الحق ۱۹۳۷ کال کې د خیبرپښتونخوا په اکوړي سيمه کې د مولانا عبدالحق رحمه الله په کور کې زېږېدلی و، هغه په اسلامي نړۍ کې پيژندل شوی ديني عالم او سياستوال و، دوه ځله د پاکستان د مشرانو جرګې غړی هم پاتې شوی و.

په ۱۹۸۸ کې د خپل پلار مولانا عبدالحق رحمه الله له وفات وروسته له تېرو څه د پاسه دېرش کلونو راهيسې  د دارالعلوم حقانيې مشر و، په دغه مدرسه کې د افغانستان او پاکستان زرګونه طالبان سبقونه وايي او هر کال سلګونه فارغان ټولنې ته ورکوي.

هغه د امريکا له لوري د ترهګرۍ په نوم د روانې جګړې مخالف و او د پاکستان له حکومت څخه يې غوښتل، چې له دغې جګړې ګوښه شي او په دې اړه خپله تګلاره له سره وارزوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط
انالله وانا اليه راجعون ط
فبای ذنب قتلت ط
سترعالم ، غيرتمن مجاهد ، شهيدمولينا سميع الحق رحمت الله عليه ته دي څښتن تعالی جنت فردوس ورپه برخه کړي . دشهيد دکورنئ غرو او پيروانو ته يي دزړه صبرغواړم. امين يارب العالمين

الحاج استاذ بیانزی

انا لله و انا الیه راحعون ، الله ج دی شهادت قبول کړی دا مهمه نه ده چه هغه په کومه ژبه خبری کولی مهمه نه ده چه هغه د کوم هیواد وو مهمه دا ده چه هغه یو دینی او مبارز عالم وو ټول عمر یی د دین خدمت ته وقف کړی وو الله ج دی د دی ټولو کړنو اجرونه ورکړی او د هغه دغه تشه دی الله ج ډکه کړی او کورنی ته یی دعا کوم چه د مولانا صاحب غیر حاضری ورته محسوس نه شی . هغه نیکمرغه مسلمان وو ۸۰ کلنی کی یی د شهادت… نور لوستل »

لونګ

د آی اس آی چه څوک نور پکار نراځی، بیا هغه توری کندی ته استوی. مولانا صیب یی هم توری کندی ته روان کړ. اوس به د افغانانو د وژلو ځواب وایی که نه.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x