نړۍ

طالبانو د مولانا سميع الحق مرګ لويه ضايعه بللې

نن ټکی اسیا (شنبه ،۱۲ لړم ،۱۳۹۷ ل): طالبانو د پاکستان د جمعيت علماء اسلام (س) ګوند مشر او د دارالعلوم حقانيه د مهتمم مولانا سميع الحق مړينه د ټول اسلامي امت له پاره ستره او نه جبرانېدونکې ضايعه بللې ده.

طالبانو د یوې اعلامېې په خپرولو سره د نوموړي په وژنه ژوره خواشيني څرګنده کړې ده او ويلي يې دي چې د مولانا سميع الحق مرګ ټول اسلامي امت او په ځانګړې توګه د پاکستان ولس ته لويه او نه جبرانېدونکې ضايع ده.

طالبانو په اعلاميه کې د مولانا سميع الحق کورنۍ، د جمعیت علماء اسلام ګوند، ټولو ديني حلقو او مسلمانانو ته د تسليت مراتب وړاندې کړي دي او هغه ته يې د فردوس جنت دعا او متعلقينو او خپلوانو ته يې د جميل صبر غوښتنه کړې ده.

په اعلاميه کې ويل شوي دي چې مولانا سميع الحق خپل ژوند په تعليمي او سياسي برخه کې د دين خدمت ته وقف کړی و.

د پاکستان ددې مذهبي او سياسي مشر وژنه په پاکستان کې هم د مذهبي او سياسي شخصيتونو له لوري وغندل شوه.

مولانا سميع الحق د جمعې په ماښام د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې په خپل کور کې د دوه تنو له لوري په چاقو ګانو ووژل
شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

چیری دی هغه طالب مشران چه د جنرال رازق پر مرګ یی خوشحالی کولی. اوس دی د خپل پلار پر مرګ وژاړی. هغه ته ما هم همداسی لیکی وه. یوه مسلمان نباید د چا پر وژنی او یا مرګ خوشحالی وکړی. اوس چه د افغانانو ستر قاتل وژل شوی الله به ورسره فیصله کوي. خو د دعا وړ ندی چه ورته دعا وکړو.

لونګ

تاسی او خدای مو ریښتیا ووایی: افغان ډیر په جنرال رازق پسی خپل شول او یا په د سمیع الحق په وژلو؟

حیران

افسوس ستاسو په حال!
خپل دینی عالم په ځانمرګی ډول وژنی او د پردی قاتل په پوره ډول خواشنی څرګندوی.
دی ټول عمر په تاسو بی ګنا افغانان وژلی ولی ته پری خفه یی اوس به دی د ټولو جواب ورکوی.

جميل

پاک الله(ج) په قران کريم کې ډير واضح فرمايلي چي : د يهودو او نصاراو سره دوستې مه کوی،که مو دوستې ورسره وکړه تاسوهم د هغو په شان ياست.،کفار په دوستۍ مه نيسې بيله مومنانو،تاسی پخپله ځانوته روښانه شهادت ورکوې،.کفار په دوستۍ مه نيسی،تاسو په هغوکي عزت غواړۍ،ټوله عزت يوازي د الله(ج) سره دی،که څوک کفر تر اسلام خوښوي او ته دوستي ورسره وکړی ته په ظالمانو کي راځی،داسي قوم ،،،. مسلمان موئمن هرومرو د مسلمان مومن په مرګ خوابدئ کيږي که ههيڅ رشته هم ورسره ونلري،خودهغه مسلمان؟ په مرګ چي دکفاروسره پر دوستۍ سربيره د هغو لپاره خپل مسلمان… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x