نړۍ

اردوګان: د خاشقجي د وژنې امر په لوړه کچه شوی، خو پاچا نه دی کړی

نن ټکی اسیا (شنبه ،۱۲ لړم ،۱۳۹۷ ل): د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان ويلي، دی پوهيږي، چې د جمال خاشقجي د وژنې امر د سعودي له لوړپوړو چارواکو ورکړی شوی و، خو دی هېڅکله دا نه وايي، چې دا امر پاچا سلمان بن عبدالعزیز کړی دی.

اردوګان واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته «د خاشقجي د وژنې په اړه د سعودي پر وړاندې لا هم ګڼ سوالونه پراته دي» تر عنوان لاندې يوه مقاله ليکلې او زياته کړې يې ده، چې د خاشقجي د وژل کېدو پېښه کې د لوړپوړو امنيتي چارواکو په ګډون مهم چارواکي شامل دي، چې وژونکې ډله يې د خاشقجي د وژنې لپاره استنبول ښار ته د سعودي قونسلګرۍ ته لېږلې وه.

د ترکيې ولسمشر په دې مقاله کې ويلي: «موږ پوهېږو چې بندي شوو اتلس متهمينو ته د خاشقجي د وژنې لپاره له لوړپوړي چارواکي امر شوی دی.»

هغه دا هم ويلي، چې موږ د نړيوالې ټولنې د اعضاوو په توګه بايد دا روښانه کړو، چې د خاشقي د وژنې امر کوونکي راميدان ته کړو او د هغه چا نومونه ښکاره کړو، چې د هغه د وژنې لپاره يې وژونکې ډلې ګومارلي او اصلي خلک يې اوس هم د پردې تر شا د پټېدو هڅه کوي.

هغه دا هم ويلي، چې د خاشقجي د وژنې امر د سعودي رسمي پرېکړه نه وه او له دې امله هېڅکله دا تصور نه شي رامخته کېدای، چې له دې پېښې سره به د سعودي او ترکيې اړيکې ترينګلې شي، خو په عين حال کې يې ټينګار کړی، چې سعودي بايد د پېښې اصلي محرک او لامل روښانه کړي.

اردوګان وايي، چې د يوې میاشتې په پوره کېدو دوی ته د قضيې ډېر اړخونه روښانه شوي، خو د بار بار غوښتنو سربېره هم ترکيې ته دا نه دي ويل شوي، چې د خاشقجي جسد چېرته دی، تر څو يې له مناسبې اسلامي طريقې سره جنازه او تدفين وشي.

هغه زياته کړې، که داسې پېښه په امريکا یا بل ځای کې شوې وای، نو هغوی به د پېښې جدي او هر اړخيزه څېړنه کړې وای او موږ هم بايد دا ډول کار وکړو او د قضيې بېخ ته ځان ورسوو.

د ترکيې ولسمشر وايي، چې سعودي د خاشقجي د وژنې په اړه اتلس تورن کسان نيولي، خو په استنبول کې يې د سعودي قونسل په اړه تر اوسه هېڅ ګام نه دی اخيستی، چې د رسنيو پر وړاندې يې درواغ وويل او له سعودي وتښېده.

د مقالې په پای کې دا هم راغلي، چې د سعودي لوی څارنوال ترکيې راغلی و، خو د ترکي چارواکو پوښتنو ته يې ځواب نه دی ویلی او د ترکيې لويې څارنوالۍ سره يې په څېړنو کې له مرستې کولو انکار کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x